سرور احمدزی: د ملي ويبپاڼو بندول په کلکه غندم
28.09.2010 14:13سياستوال سرور احمدزی چې د ولسمشرۍ په تېرو ټاکنو کې نوماند و په افغانستان کې د ملي ويبپاڼو بندول غندلي دي.
احمدزی وايي چې ((موږ د پښتو درنې ويبپاڼې ټول افغان او بېنوا د افغان چارواکو له خوا بندول په کلکه غندو. دا ښيي چې نه يواځې افغان حکومت خلکو ته په ټولنيز عدالت برابرولو کې پاتې راغلی دی بلکه د بيان ازادي هم ټکوي او ديموکراتيک ارونه له پښو لاندې کوي چې جنګسالاران وساتي، او خپلو شرمونکو اعمالو ته دوام ورکړي.))
د يادونې ده چې د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې درسنيو د څارنې کميسيون د ټول افغان او بېنوا ويبپاڼو د بندولو پرېکړه کړې ده او په دې اړه یې لويې څارنوالۍ ته ليکونه استولي دي. د مخابراتو وزير اميرزي سنګين وال سټريټ ژورنال ته ويلي و چې بېنوا ويبپاڼه یې په افغانستان کې د لويې څارنوالۍ په امر بنده کړې ده.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير سيد مخدوم رهين شمشاد تلويزيون سره په يوه مرکه کې ويلي دي چې د ټول افغان په اړه ورته د مارشال فهيم شکايت رسېدلی دی او د بندولو پرېکړه یې لویې څارنوالۍ ته پرېښې ده.
د يادونې ده چې د بېنوا ويبپاڼې اداره وايي چې ويبپاڼه یې په هېواد کې د ځينو انترنيتي کمپنيو له خوا چې د دولت پرېکړې ته یې غاړه ايښې ده نه کتل کېږي خو بيا د يو شمېر کمپنيو مشتريان چې د دولت پرېکړه یې نه ده پلي کړې لا تر اوسه بېنوا کتلی شي.
ټول افغان تر اوسه په هېواد کې کتل کېږي.
سرور احمدزي په افغان حکومت غږ کړی دی چې ويبپاڼې دې سمدستي پرانيزي.
د ټول افغان او بېنوا د بندېدو په اړه نورې ليکنې: