بېلابېلې ټولنيزې ليکنې
په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو نه بلکې د افغانستان د خلکو استازې ساهره شریف ته دا مهمه نه ده چې هغه څوک چې ستونزه لري ددې موکلین دي، دې ته یې رایه ورکړې او که نه؟ هر څوک چې ستونزه ولري دا ورسره دولتي ادارو ته ځي او د هغوی ستونزې خپلې ستونزې بولي.
نړۍ په تېرو ديارلسو پېړيو کې خپل طبيعي مزل لنډاوه، کلي او ښارونه ټول ودان، لوی مرکزونه د لوړو عمارتونو او ودانيو څخه ډک وو، بشري حرفې او د کسب او ګټو لارې چارې د پراختيا په حال کې وې. بزګري، سوداګري او صنعت د پرمختګ په لار سم شوي وو، په داسې حال کې چې بزګر او سوداګر په خپل کار بخت وو، سوداګريزو کاروانونو د ختيځ او لوېديځ تر منځ تګ راتګ درلود، ټول بازارونه د ټوکو او جامو څخه ډک وو، صنعتګر په خپلو کارونو بخت او دولتونه، حکومتونه او امارتونه د کافي مالونو او وګړو څخه برخمن وو، د هر کار لپاره يو يا څو مناسب وګړو شتون درلود
پښتو سندرې چې د افغانستان به ګوډ ګوډ کې مینه والو لري، ویونکي یې هم خورا زیات دي، هڅه کوي څو داسې سندرې ووایي چې ټول هېوادوال ورسره له زړه نه مینه پیدا کړي. پښتو سندرې چې په بره او کوزه پښتونخوا کې ورته شاعران، هنرمندان او سندر غاړي ډېرې هڅې کوي، د هغوی په پایله یې په دې وروستیو کې ډېر پرمختګ کړي.
یوه پښتنه پيغله د حورو څخه د خپل زلمي په اړه ګیله کوي.
د فرانسې رسنيو خبر ورکړی دی، چې په (۳جون ۲۰۱۳م) نېټه د دوشنبې په ورځ، د سعودي عربستان د شاهي کورنۍ يو شهزاده د پاریس په «ډيزني لنډ» ميله کې پنځلس مليونه يورو په درې ورځو کې خرچ کړې دي.
ويل کېږي چې موسيقي د لومړي ځل لپاره په يونان کې رامنځته شوه. هغه وخت به چې کومې ډرامې نندارې ته وړاندې کېدلې؛ نو موسيقي او ګډا ته به هم په کې ځای ورکول کېده. دا مهال موسيقي په منظم ډول نه وه موجوده. څه موده موسيقي د کليسا په انحصار کې وه او يواځې د انجيل له مقدسو او سپېڅلو سرودونو سره به غږول کېده
هغه څېره چې له انسانيت سره بې کچې مينې د دار پر تختې ودراوه. هغه څوک چې، د خپل وجود عالي برخې ( ضمير ) ژوندي ساتلو لپاره يې خپل ژوند پای ته ورسوه. هغه فيلسوف چې په ژوند کې له ډېرو سړو تودو ليدلو، د واکمنانو له ناوړه چلند او له حالاتو نه په تاثر يې اوتوپيا وليکله. اوتوپيا د ټوماس مور هغه اثر دی، چې د نوموړي ژوند ته يې د پای ټکی کېښود. د نوموړي فيلسوف ټول ژوند له واکمنانو او کشيشانو سره په کشمکش او لانجو کې تېر شو، ځکه يې خيالي جزيرې ته پنا
دا یو منل شوی حقیقت دی، چې سن، ذوق، سلیقه، فکر، ګروهه، اړیکې، روحي او رواني وضعیت، چاپېریال او نور بېلابېل لاملونه د یوه شي په انتخاب او خوښونه کې پر بېلابېلو انسانانو بېلابېلې اغېزې لري.
دا زما لپاره دویمه ویرونکې واقعه وه. لومړی ځل کله چې د نعمان ابن ثابت د مدرسې د شپږم ټولګي زدکونکی وم؛ یوه ویرونکې پېښه مې ولیده.
هغه څېره چې له انسانيت سره بې کچې مينې د دار پر تختې ودراوه. هغه څوک چې، د خپل وجود عالي برخې ( ضمير ) ژوندي ساتلو لپاره يې خپل ژوند پای ته ورسوه. هغه فيلسوف چې په ژوند کې له ډېرو سړو تودو ليدلو، د واکمنانو له ناوړه چلند او له حالاتو نه په تاثر يې اوتوپيا وليکله.
مقايسه کول د دوژبوچي په ګران هېواد افغانستان کي ويل کيږي٠
ډيرې هغه نجوني چې له ايران څخه راغلي اوس د ديموکراسي له نوم سره نابلده خوارانۍ چې په ايران کې هم د اخوندانو تر تهديد لاندي وي، په سيند کې منډي وهي او يوبل ته په اوبو پاشلو د نورو ځوانانو توجه ځانته اړوي.
دخاشخاشو دتخم راوړل افغانستان ته دانګلیسانوپواسطه دلمړی ځل لپاره اودمخدره موادووزارت ایجاد دانګلیسانو دوهمه هڅه ده
د افغانستان په هنري او ذوق لرونکو ځانګړو تکتیکونو کې یو هم افغاني اتڼ دی چې ډېره پخوانۍ سابقه لري. که تاریخ ته یې لیدنه وشي، د اریایي ټولنې نه پیل، لا تر اوسه رواج لري. دا د افغانانو یو ځانګړ دود دی چې ډېرې وخت یې د خوښیو، مېلو، چشنونو او په نورو محفلونو کې د اتڼ د مینه والو او لوبغاړو له خوا تر سره کېږي.
ګرانو لوستونکو ته په ډېره خوشحالۍ سره خبر ورکول کیږي چې د هېواد د وتلي لیکوال، مولف او ژباړن ښاغلي احسان الله آرینزي دوه کتابونه، له نویو معلوماتو سره بیا چاپ او ټولنې ته وړاندې شول.
دا کتابونه یو (آسیا) نومېږي چې 1280 مخونه لري او بل (آسترالیا) په 450 مخونو کې، دواړه په سپین کاغذ او ښه صحافت د الاذهر خپروندیه ټولنې له خوا چاپ شوي دي.
باید ووایو چې دا دوه کتابونه په حقیقت کې د (نړۍ هېنداره) لومړی او دوهم کتابونه دي چې ټول پنځه ټوکه دي: آسیا، استرالیا (اوقیانوسیه)، افریقا، اروپا او امریکا. اوس به په هر کتاب جلا – جلا رڼا واچوو:
که د تيرو دريو لسيزو جګړو او بدبختيو ته زيرشو نوپوهيدي شو چې د پولې دواړو خواو پښتنو ته ئي زيات تاوان رسولي . دا صيح ده چې په مجموعي توګه ټول افغانان د ثورد کودتا نه تر دې دمه په يو يا بل شکل زوريدلي ، کړيدلي او راز راز کورنيو،اقتصادي،اجتماعي او سياسي ستونزو سره مخامخ شوي خو زيات اغيزمن شوي بيا هم پښتانه دي . د شوري اتحاد سره د افغانانو د جهاد پر محال نږدې يو نيم ميلون افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ چې زياته برخه ئي پښتانه تشکيلوي . د ډاکتر نجيب د سقوط نه وروسته چې د مجاهدينو دوره پيل شوه نو هم زيات مرګ او ژوبله د پښتون ميشتو سيمو ته ورسيده . همدا شان د کمونيست رژيم د استخباراتي شبکو لخوا چې په پښتونخوا کي کوم تخريبات کيدل نو زيات قربانيان ئې پښتانه وو
پوهنتون او داسې نور تعلیمي مرکزونو کې بېلا بېلې څانگې وې هر څانگه ځانته ځانگړتیا لري، خو یوه هم بې فایدې نه ده. د ژوند په اوږدو او په ځانگړي ډول کله چې پوهنتون علمي چاپیریال ته داخل شوی یم، نو هره ورځ نوي نوي شیان گورم، له هر څه یو څه خامخا زده کوم. ما چې کومه ورځ په پوهنتون کې داخله وکړه څو ورځې پس راته یو ملگري نصیحت کاوه چې په پوهنتون کې به ته د هر څه څخه درس اخلې، دا کس ولې تېز روان دی، څه علت دی دا بل بیا ولې سست روان دی، که کوم سست روان وي خامخا به يې تر شا کوم لامل وي، دا لاملونه مالومول او په دې ځان پوهول د انسان په ژوند کې خورا مثبت تغیر راولي.
له کله نه، چې شعر يا نظم پنځول شوی، ورسره يو ځای ادبي صنعتونه هم زېږېدلي دي. هغه وخت ادبي صنعتونو ته د چا پام نه و. شاعرانو به خپل اشعار ويل او په شعوري يا لاشعوري ډول به يې دغه صنعتونه په کې کارول. د عباسي خلافت په دور کې د يو شمېر پوهانو پام دې خوا ته واوښت، چې دغه صنعتونه له اشعارو څخه راوباسي. هغه تنظيم کړي او هر يوه ته بېلابېل نوم وټاکي. په دې برخه کې ډېرو ليکوالو او شاعرانو خپلې هڅې کړي. لکه بشار، مسلم بن وليد، عتابي او نورو؛ خو هغه چا، چې په علمي بڼه دغه چار تر سره کړه، هغه عبدالله بن معتز دی.
د سکندر اعظم نه واخله تر ننه پورې د پښتنو سيمه په امن پاتې نه شوه. هر يو جابر زيار کړی دی چې د پښتنو په سيمه لار اوباسي او د معدنياتو څخه ډکه دغه د (سرو مرغۍ) ترلاسه کړي. په دغه شخړو کې پښتون همېشه مخې ته راغلی دی. د وخت هر جابر سره لاس په ګرېوان پاتې شوی دی. نتيجتاً پښتون ښه ورځ نه ده موندلې خو د چا غلامي يې هم په زړه نه ده منلې او نه يو جابر د پښتنو په سيمه په مجموعي توګه بادشاهت کړی دی. پښتانه هسې هم له ځانه په معاشي توګه سپور ژوند لري خو دې بهرنۍ يلغارونو يې د معاشي او معاشرتي ژوند هغه تنګه لمن هم څيرې څيرې کړه او د زړه پر ريښمينه تختۍ جوړ جمالي تصوير يې ورته کرښې کرښې کړو. هم دغه اثر دی چې هر پښتون شاعر ترې متاثر دی. او د پښتو غزل د حسن، د پلوشو په ځای ريتيم د سرو سترګو او د بې وسۍ کريکو ايېنه دار دی.

