ټول افغان
ټول افغان له خپل نوم سره سم له امو تر اباسينه پورې د ټولو
افغانانو د ملي فرهنګ ، علم ، ادب ، فلسفې ، هنر او سياست ناپېېلې بريښنايي
پاڼه ده او له نامه څخه يې په ډاګه کيږي چې فردي او سيمه ييز ، سمتي او ژبه
ييز ، توکمي او ګروهه ييز محدوديت او شوونيزم نه مني .
ټول افغان زمونږ د لرغوني اريايي ټاټوبي لوی افغانستان خدمت ته ملا تړلې ، د بې وځلي ، مظلوم، مېړني او اتل اولس په چوپړ کې يې په نه ستړې کېدونکو هلو ځلو لاس پورې کړی .
ټول افغان د ملي فرهنګ د پياوړتيا لپاره يواځې په ملي ژبه پښتو ، او دري باندې خپرونې کوي . نو د پښتو وېبپاڼو د مخکښ په توګه په وياړ سره د رحمان بابا په ژبه وايي :
نور وېبپاڼې زما وېنزې غلامان دي
ټول افغان په پښتو ژبه عالمګير يم
ټول افغان د پښتو د يواځيني ملي ګړدود او ليکدود د تعميم لپاره د هغو ځوانانو هڅې د ستاېنې وړ بولي چې د معياري لهجو ( لکه ښخ ، ژبه ، ژرنده ، کيږي ، په کې او داسې نورو ) لهجو په ګټه له سيمه ييزو لهجو ( لکه شخ ، جبه ، جرنده ، کيژي ، پکشې ) څخه په داوطلبه توګه تېرېدلو ته سروپ لېواله وي .
ټول افغان هڅه کوي چې د ګرانو هېوادوالو د لا زياتو معلوماتو لپاره د هېواد د وتلو ليکوالو د ليکنو ، ورځپاڼو ، جريدو او نورو خپرونو متنونه هم وړاندې کړي . په دغې وياړلې پښتو پاڼې کې پر مقالو او ورځپاڼو سربېره د بحث ګڼ شمير فورمونه او يو ستر کتابتون هم شته .
ټول افغان غواړي د خپلو ګرانو او درندو لوستوونکو او ليکوونکو پام لاندينيو ټکو ته راوګرځوي :
١ــ د هرې ليکنې مسوليت پخپله د ليکونکې په غاړه دی او د ټول افغان د بريښنا پاڼې د ادارې او مسئولينو
د اند استازيتوب نه کوي .
٢ ــ د بحثونو په لړ کې بايد سپيڅلي اسلام مبارک ارشادات ، ا يتونه او احاديث تل د اسلام په ځانګړي فوروم کې وليکئ، څو د اسلام د فوروم د لوستونکو تنده پرې ماته شي . په دې ډول ټول ديني معلومات په يوه واحد فورم کې راټوليدی شي ، څو په هره يا ډيرو برخو کې ترې ګران لوستونکي په ډيره اسانۍ سره اړونده معلومات تر ﻻسه کړای شي .هغه ليکونکي چې په نورو فورمونو کې يوې مطرح شوې موضوع ته د اسلام له نظره ځواب ووايي، بايد اړونده برخه ، او که غواړي ټول مضمون دې د اسلا م فورم ته کاپي کړي او هلته دې پر خپلې ليکنې سره ﻻ بشپړه کړي.
درنو لوستونکو ، يواځې په دې ډول سره د مبارک اسلام د سپېڅلو ارشاداتو درناوی له يوې خوا او د آزادو علمي (ساينسي) ، منطقي او فلسفي ليکنو امکانات له بلې خوا تضمين کيدلی شي . له محترمو ليکونکو څخه په درناوي هيله کوم چې له سرغړونې څخه ځانونه وژغوري . د سرغړونې په صورت کې به يې ليکنه اړونده فورم ته وليږدول شي . و من الله التوفيق