دټول افغان اوبينوا ويب پاڼو بندول که دپښتنوخوله تړل
27.09.2010 15:03داچې په تيرو نهو کلونو کې پر پښتنوسيمو اوپښتنو څه لوبي وشوي الله ج ښه پري خبرده چې کلي اوکورونه يي دوخت دسره اوتور استعمار ګرلښکر او دغوي د داخلي مزدورانو په ايشار په نښه شول ډول ډول تورنه پري وليګېدل دکوم جرم اوګناه پرته طا لب اوالقاعده په نوم په باګرام پلچرخي اونورو جيلخانوکې واچول شول او په ډليز ډول يي ښځې ، سپينږيري اوماشوما ن شهيدان شول مسلم حقوق يې ترپښولاندي شول چې ټول افغان ولس يې شاهد ده.
حتي آن تردي چې داطلاعاتو اوکلتورهمدي متعاصب وزير دوزارت په لمړۍ دوره کې افغانستان اوايران ،تاجکستان نړي ته د( مثلث سه ګانه ) په نوم يو دري ژبي هيواد وروپيژنده په داسي حال کې چي ددي خاورې٧٠ له سلونه پښتانه ،١٠ تاجک ،٥ هزاره اوپاتي نور ١٥ فيصده يې نور لګې قومونه تشکلوي .
بيا دا له تعصب څخه ډک (دتعصب ګودي ) افغانستان نړي ته يو دري ژبي هيواد معرفي کړ ده نه خو بايد دا پوښته وسي اوسوي واي چي په کوم منطق او دليل تا دا کار وکړ؟ اومحکمي ته را وکاږل شي . نو ددي ملي خيانت سر بيره بياهم غواړي چي ددي موقت قدرت نه په ګټه اخستلو يوڅل بيا دپښتون قوم اوپښتنو پر وړاندي خپل تعصب وښي ، نو څکه يي د ټول افغان او بينوا ويب پاڼو دبندولو هوډ کړي ده او ديوه بل ملي خاين او جنګسا لار سره يي لاس يو کړي ده>
غواړي چي دپښتنو خوله پټه کړي ترڅو ددوي دخيانت او دي ولس سره دجفا کاريو څخه کوم وخت څادر پورته نه کړي دوي دخپلي ويري څخه دا ا قدام کړي ده خو دوي په دي نه پوهيږي چې دا غيرتي او درديدلي قوم نور ددي ملي خاينينو څخه پوزي ته را غلي داسي نه شي چي له بيخ او ريشي سره يې دا څل ورک کړي داسي درس ورته وکړي چي کړوسيا نو يي هم بيا په ياد وي سره سره پورته نه کړي.
نو زه د دي مسلکي جنګسالار اوددمتعصب وزير مخدوم رهين پريکړه په کلکه غندم څکه چې نوموړو ويب پاڼو تراوسه داسي څه نه دي نشر کړي چې هغه دي دافغانستان د کلتو او درسنيو دقوانينو او خداي مه کړه داسلام دسپڅلي دين خلاف وي بلکې هميشه يي دحقايقواو واقعتونو پر بنسټ ولاړي خپروني کړي . نو داچې دا محترمان غواړي چې نوموړي ويب پانې دخپل فعاليت ودروي, دا ددې در ديدلي ولس پر وړاندي ښکاره تبعيض ده چې هيڅکله به مونږ چاته اجازه ورنه کوو چې زمونږ په حق تيري وکړي اوهميشه به يي درسوايي او توري څيري واقعي تصوير خپلوخلکو او ولس ته وړاندي کوو او پريي به يې نه ږدو چي خپلې توري څيري په درواغجن سپين رنګ پټې کړي او يو څل بيا داولس ته دوکه ورکړي .
په دي هيله چي هيواد کي واقعي سوله رامنڅ ته شي ددي ملک اصلي دښمنان نا بود او هيواد وال مو د يوالي اوترقي څښتنان شي
د ټول افغان او بېنوا د بندېدو په اړه نورې ليکنې: