په افغانستان کې د ټول افغان او بېنوا پښتو ویبپاڼو د بندیز حکم
24.09.2010 02:33د دعوت د خپلواکو رسنیو مرکز د پښتو او پښتنو د دوو لویو ویبپاڼو ټول افغان او بینوا د بندولو اړوند حکم چې د کرزي د فساد نه ډک، مزدور او پښتون دښمن حکومت له لورې صادر شوی، دا په کلکه غندي او په ټولو پښتنو تور، شین، سپین او تور غږ کوو چې شرم هم حد لري، یو موټی او یو لاس شۍ، پښتو مور ده او کله چې د مور په ناموس تیری کیږي بیا که انسان غیرت ونه کړي نو مرګ یې په کار دی.
دا په حقیقت کې د بېنوا او ټول افغان په وړاندې نه بلکې د پښتنو د هر اواز د بندولو حکم دی، پښتانه د امریکایی اشغال راپدیخوا په افغانستان کې په مرګ محکوم او په خپل خوږ هېواد کې د دوهم لاس انسانان دي.
د بېنوا او ټول افغان جرم څه دی؟ جرم یې دا دی چې په پښتو او د پښتنو له پاره خپرونې کوي .
نن بینوا او ټول افغان او سبا نور....
خبره دا نه ده چې ټول افغان او بېنوا لویی او که وړې ویبپاڼې دي، پوښتنه دا ده چې ولې؟
پښتانه باید د فهیم او رهین مخکې کرزي د پښتو او پښتنو ستر دښمن وشمیري دا باید نور په ډاګه شي او د فهیم، رهین، خلیلی، محقق او دوستم مخکې دې په کرزي تو لعنت وویل پکار دي.
د ستر پښتون مشر خان عبدالغفار خان بابا خبره: یا به یو کیږو که نه ورکیږو
د ستر نابغه پښتون مشر سید جمال الدین افغاني خبره:
حق اخیستل کیږي ورکول کیږي نه
د دعوت د خپلواکو رسنیو مرکز
ناروې
د ټول افغان او بېنوا د بندېدو په اړه نورې ليکنې: