نن د وزيرانو په شورا کې د ټول افغان د تړلو په رسوايۍ بحث کېږي
27.09.2010 00:24د باوري سرچينو د خبر له مخې نن دوشنبه به د اطلاعاتو او فرهنګ متعصب وزير سيد مخدوم رهين د ټول افغان.کام او د بېنوا د تړلو هغه رسوايي چې نوموړی او د ولسمشر حامد کرزي لومړی مرستيال مارشال قسيم فهيم يې پرمخ بيايي د کابينې په غونډه کې د بحث لاندې نيول کېږي.
سرچينه وايي چې ولسمشر حامد کرزی د نوموړي په حکومت کې د ملي ضد او متعصبو عناصرو له دسيسو څخه خبر شوی او هغه خواخوږو او ميړنو افغانانو چې دا مسله یې ورته روښانه کړې ده، دوی ته ولسمشر ويلي دي چې د ټول افغان.کام او بېنوا په تړلو موافق نه دی او دا کار د مخدوم رهين له خوا د رسنيو ضد یو بل ړوند ګام دی.
د حکومت دننه داسې بحثونه هم روان دي چې مخدوم رهين او ورسره د رسنيو کميسيون چې دا پرېکړه یې کړې ده له کارونو برطرف کړای شي ځکه د ملي ويبپاڼو بندولو نه يواځې د حکومت اعتبار ته زيان رسولی دی بلکه په پراخه کچه به د ملي فکر څښتنان مجبور کړي چې په کابل کې د واکمن رژيم د مشروعيت په اړه پوښتنې راولاړې کړي.
ولسمشر کرزي يو ملي شخصيت ته - چې ټول افغان ته یې د ډاډ لپاره ټيلي فون کړی و - ويلي دي چې لوی څارنوال به پرېنږدي چې ويبپاڼې وتړي.
ولسمشر کرزي ته ډېرو ملي شخصيتونو په دې اړه ليکونه هم ورلېږلي دي چې ولسمشر ته وررسېدلي دي او نوموړی یې د مخدوم رهين او ورسره د ملي ګټو ضد متعصبې ډلې له دسيسو خبر کړي دي.
د يادونې ده چې د ولسمشر مرستيال مارشال قسيم فهيم د ټول افغان په اړه د رسنيو کميسيون ته چې مخدوم رهين یې مشري کوي شکايت کړی و. دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې يوه رسنۍ په دې بريالي کېږي چې د مارشال په رتبه کس ولړزوي او تحقيقاتي ژورناليزم یې بريالی شي چې د دولت دننه او بهر د فساد ضد په مبارزه کې بريالی شي.
د ټول افغان او بېنوا بندول د حق په مقابل کې د فاسدو چارواکو بې وسي ښيي.
د ټول افغان او بېنوا د بندېدو په اړه نورې ليکنې: