د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغان ملي غورځنګ د مشرتابه د پام وړ

کمال الدين رنځور 06.10.2013 09:49

ګوندونه او تحريکونه هغه وخت پياوړي کېږي، اغېز کوي، او هدفونو ته رسېږي چې له همفکره او متجانسو اشخاصو جوړ شوي وي او د يو ګوند يا خوځښت د جوړونې اصول په پام کې ولري. افغان ملي غورځنګ چې د خورو ورو ملت پالو د راغونډولو يوه هڅه ده هم له دې قاعدې استثنا نه دی.

له دې اصولو يو دا دی چې د خوځښت غړي د خوځښت د مشرتابه فکر او پرېکړو ته ژمن وي. دا نه چې مشرتابه په اعلاميو کې يو څه وايي او غړي یې نور فکر او سوچ لري. له دې اصولو بل اصل دا هم دی چې په ديموکراتيکه فضا کې د بحث او مناقشې په وخت له احترام څخه کار واخلي او نور ګوندونه او خوځښتونه په دې سپک نه کړي چې ګنې ولې د دوی سره همفکره يا همنظره نه دي.

متاسفانه په فيسبوک او نورو د بحث په فورمونو کې د افغان ملي غورځنګ تر چتر لاندې ځينې غړي دا اصول نه مراعتوي. مشرتابه او مطبوعاتي څانګه یې يو څه وايي او دوی په انترنيتي فورمونو او ټولنيزو ويبپاڼو لکه فيسبوک کې د خپل شخصي نظر لپاره کار کوي. مشرتابه یې وايي چې اسلامي او افغاني اصولو ته ژمن دي، خو په انترنيت چې هر څه اسلامي وي، ډېر شمېر غړي یې ورسره جګړه کوي. اسلامپالي خو یې بيا ستر دښمن ګرځېدلی دی.

په کار خو دا ده چې په دې ستر وطن کې د فکر او هدف لپاره له احترامه ډکه مبارزه وشي. د افغان ملي غورځنګ غوندې خوځښتونه بايد د افغانانو د يو بل سره نږدې کېدل او په مشترکو قواسمو راغونډېدل هدف وي. که اخوانيان دي او که نور دي ورسره لږ تر لږه په ملي ګټو تفاهم ولري. د غورځنګ غړي بايد د غورځنګ د دې مطبوعاتي څرګندونې استازي وي چې ((افغان ملي غورځنګ په دې اند دی، چې روانه جګړه د پرديو له خوا يوه تپل شوې لوبه ده چې قربانيان يې يوازې افغانان دي. اسلامي او ملي تدبير دا ايجابوي چې له خپلمنځي وژنو لاس واخلو او له دغې پردۍ لوبې څخه د وتلو پر لارو چارو ګډ فکر وکړو.))

په هر چا د پاکستاني او پنجابي او جاسوس او د قاضي حسين احمد د زوي تور د ګوندي او خوځښتي اخلاقو څخه لرې خبره ده او د پورته څرګندونې سره اړځ نه لګوي، د خوځښت اهدافو ته د ګټو پر ځای تاوان رسوي. په افغانستان کې جګړه روانه ده، د لسګونو بهرنيو هېوادونو لښکرې په کې پرتې دي، په حکومت کې ډول ډول فساد موجود دی، ډېرې هغه ډلې چې افغانان یې وژلي او زورولي دي په قدرت کې دي. په داسې حالت کې د نظر تفاوت موجود وي، خو د افغان ملي غورځنګ ډېر غړي د نظر په کوچني تفاوت په نورو دا پورته ياد شوي تورونه ډېر په اسانه لګوي.

د غورځنګ ډېر غړي د مباحثې په مهال نورو ته کنځاوې (بلکه ډېرې بدې کنځاوې) کوي چې متاسفانه زه یې هم ښکار يم او زما کنځل د دې ليکنې لامل هم شو چې د غورځنګ د مشرتابه پام دې ټکي ته راواړوم. دا سمه ده چې غورځنګ دا مهال د خپل چتر لاندې غيرمتجانس فکري ډلې د ملتپالۍ په موخه راغونډې کړي دي چې يو شمېر پخواني ناکام ګوندونه هم په کې دي، خو د دې دا مانا نه شوه چې د غړو لپاره تربيوي پروګرامونه ترتيب نه کړي. غورځنګ بايد د ملتپالو او ملتپالنې ځاله وي، نه دا چې نورو سره د واټن په کمولو پر ځای عميقو اختلافاتو ته لمن ووهي او يو بل ناورين رامنځ ته کړي.