د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په ناروی کې د طالبانو او امريکا پټې خبرې شوې دي

کمال الدين رنځور 19.06.2013 10:00

د ناروی د بهرنيو چارو وزير ويلي دي چې په تېرو څو مياشتو کې طالبانو او امريکايانو په دې اروپايي هېواد کې په پټه مذاکرات کړي دي.

اسپين بارت د ناروي حکومتي تلويزيون ته څرګنده کړې ده چې دې پټو مذاکراتو په قطر کې د طالبانو دفتر پرانيستنې ته لاره هواره کړې ده. نوموړی وايي چې د مذاکراتو د قطر دفتر په جوړېدو کې مهم رول لرلو.

د يادونې ده چې طالبانو په قطر کې پرون سه شنبه سياسي دفتر پرانيسته. د پرانيستنې مراسم په دوحه کې د يو رسنيز کنفرانس په ترڅ کې اعلان شول چې په قطر کې د طالبانو د وياند محمد نعيم برسېره په کې يو شمېر نور طالب استازي هم شامل وو.

د دې دفتر مشري به د طالبانو د غورځنګ د يو مهم مشر سيد طيب اغا په غاړه وي.

د طالبانو د دفتر وياند محمد نعيم په رسنيز کنفرانس کې وويل چې دا دفتر د پنځه موخو لپاره پرانيستل شوی دی چې: د نړيوالو سره د د ښو اړيکو جوړولو په موخه د مذاکراتو او تفاهماتو رامنځ ته کول، په افغانستان کې د يو اسلامي دولت د جوړېدو د تايید لپاره سياسي هلې ځلې، د افغاني کړيو سره مذاکرات، د نړيوالو حکومتي او غير حکومتي لکه ملګري ملتونه او نورو سره د اړيکو ساتل، او رسنيو ته د سياسي بيانونو خپرول په کې شامل دي.

د يادونې ده چې افغان حکومت، افغاني جګړيزو ډلو او ګوندونو د قطر دفتر پرانيستل منلي دي.

ملي جبهه چې د جګړيزو ډلو او مليشو څخه جوړه ده وايي چې د دفتر پرانيستل مني خو دا هم غواړي چې دا به بيا څنګه بندېږي.

په څو ورځو کې به امريکايان او طالبان په قطر کې مذاکرات پيلوي. په دې مذاکراتو کې به د سولې د خبرو په اجنډا بحث کېږي.

ولسمشر حامد کرزي ويلي دي چې قطر ته د به سولې د عالي شورا يو پلاوی لېږي چې د طالبانو سره مذاکرات وکړي خو طالبان وايی چې د دې کتنې لپاره یې لا په وخت موافقه نه ده کړې.