د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په ۲۰۰۸ کال کې د لغماني مزدورانو يو وژونکی نيول شوی دی

کمال الدين رنځور 02.01.2012 18:18

د مشال راديو د راپور په اساس د کندهار د ملي امنيت کارکوونکي وايي چې د پلټنو پر مهال يې د وسله والو يوه پېنځه کسيزه ډله نيولې ده چې په کورنيو او بهرنيو سرتېرو په بريدونو سربېره يې قومي مشرآن او عام وګړي هم وژلي دي . د ملي امنيت کارکوونکي وايي چې په نيولو شويو کسانو کې هغه کس هم شامل دى چې دوه کاله وړاندې يې د کندهار او هرات تر مېنځ پر غزېدلې لاره له يو درې سوه درې ډوله موټر څخه څلوېښت تنه افغانان ځوانان چې د مزدوري د پاره ايران ته  روان وو کښته کړي او وژلي وو.

په رپوټ کې راغلي دي چې د څلوېښتو مسافرو  د وژونکيو له ډلې نيول شوي بشير احمد له مشال راډيو سره د خبرو پر مهال وويل چې د مولوي بصير په نامه د دوى يو قومندان مسافر کسان له موټر څخه کښته کړي وو او بيا  يې د وژلو لپاره پر دوى ووېشل .(( موږ ته چې مولوي بصير ټليفون را وکړ نو تر څه وخته پورې چې موږ ور رسېدو دوى سره ويشلې وي موږ ته يې دوه تنه  راکړل . دوى ويل چې ټول څلوېښت تنه دي . موږ هغوى را په مخه کړل او د بند تېمور په سيمه کې مو په يوه شېله کې ووژل )).

د يادونې ده چې د دې بې وزلو لغماني مزدورانو د وژنې په مهال ټول افغان پوره کوښښ کړی و چې حقيقت روښانه کړي او په پايله کې یې د طالبانو هغه دعوه ناسمه ثابته شوه چې دوی پرې په لومړي سر کې اصرار کاوه او نوموړي بې وزله مزدوران یې د ملي اردو منسوبين بلل.

د رسنيو د فشار په نتيجه کې طالبانو هغه مهال ومنل چې په دې اړه به څېړنې وکړي خو د معمول په شان د دا ډول څېړنو پایلې اعلان نه شوې او معلومه نه شوه چې د دې بې وزلو مزدورانو قاتلينو ته ګنې کومه سزاه هم ورکړل شوه او که نه، تر دې چې له وژونکو یې یو اوس ملي امنيت ونيوه. 

هغه مهال د د لغمان والي لطف الله مشعل د ننګرهار تلویزیون سره په مرکه کې ویلي و طالبانو د هر مړي د جسد د تسلیمولو په مقابل کې له لغماني سپین ګېرو څخه ۱۲ زره افغانۍ اخیستي وې.

 د مشال راديو په رپوټ کې راغلي دي چې دغه نیول شوي کسان ادعا کوي چې په کندهار کې یې ګڼ شمېر قومي مشران ،انجېنېران او نور مسلکي کسان وژلي دي.

د وژلو شويو مزدورانو قاتل وايي جې په دې سربېره يې د خپل قومندان په امر قومي مشران او يو تن اينجينير هم وژلي دي. نوموړی وايي چې (( يو وار مولوي بصير راته وويل چې د محمد ګل په نامه د ساکزو د قوم يو مشر به تاسي وژنئ موږ هم وواژه ، بيا يې راته وويل چې يو دغه يو انجينير موږ تر نظر ايستلى دى . دا هم ووژني موږ هغه هم وواژه  . بيا راته د نورزو د قوم مشر خيرو را وښود موږ هغه هم وواژه . اوس زه له دولت څخه هيله کوم چې ما وبخښي چې خپلو بچيانو ته لاړ شم. ))
 
په لوی کندهار کې تر اوسه په سلګونو قومي مشران وژل شوي دي چې د ډېرو په باور دا کارونه د بهرنيو استخباراتو په توطیو او پروګرامونو له مخې د دې سيمې وسلوال ترسره کوي. 

د بې وزله لغماني مزدورانو د شهادت په اړه د ټول افغان پخواني رپوټونه:

د لغمان خلکو د طالبانو له خوا د خپلو بچو د قتل عام په ضد لاریون وکړ
موږ دخپلو شهیدانو فاتحه واخیسته
طا لبا نو ته يو څو سپينې خبرې
مشر ملاصاحب ملا محمد عمر ته!
طالبان وایي په هلمند کې د ۲۷ ولسي وګړو په وژنه کې به څېړڼه وکړي
د الینګار د  شهیدانو مرثیه
د لغمان د الینګار د شهیدانو د کورنیو  او ژوندو ملګرو سره مرکې
طالبان د لغماني ځوانانو د مړو په بدل کې پيسې اخلي، سوداګري پرې کوي. مشعل

د لغمان د الینګار خلک وایي بچي یې د اردو پوځیان نه و، ایران ته د کار دپاره تلل چې طالبانو ووژل
طالبانو ۲۹ کسان وژلي دي، له ډېرو یې سرونه پرې کړي دي