افغانیزم


افغانان دګودو په تمه

( دګودو په تمه ) ډرامه ساموئل بکت دريشپېته کاله پخوالیکلې وه ، ددې ډرامې لنډیځ دلته نشم لیکلای ، خو پر دې به رڼا واچوم ،چې ډرامه دڅه په اړه ده؟ ستراګون او ولادمیر دیوه خیالي ژغورونکي (ګودو ) په تمه دي ،چې راشي او ددوی لپاره یوه روښانه او سوکاله راتلونکې جوړه کړي ، په ډرامه کې یو بل کس (پوتزو) ،چې ستراګون او ولادمیر دهغه دلاس خیرات ته ناست دي ،بیخي بل ډول کرکټرلري ، پوتزو هیچا ته په تمه نه دی ، پخپله پریکړه کوي او پخپله په کار او زیار لګیا دی ، ځکه نو پر ټولو باداري کوي ، هغه هلکی چې د ګودو استازی دی ، له ګودو څخه عجیب او غریب خبرونه راوړي ، ګودو راروان دی خو دخپل راتګ لپاره شرایط لري او هغه ته په تمه وګړي باید داشرطونه پوره کړي ، شرایط سخت نه دي ،خو معجزې ته په تمه خلک باید دهغو دتر سره کولو لپاره دخپل اختیار او جبر تر منځ منطقي برید وپیژني او د هرجبر پروړاندې له خپل اختیار څخه کار واخلي .

26.02.2012 غفور لیوال

سیاسي اراده

دجمهوریت د منطق پر بنسټ ، دټولنې اکثریت یا دحساب وړ خلک هاغه دي ، چې خپله سیاسي اراده کاروي . په بله مانا، له ټولو وګړیو څخه سیاسي جمهور ( دحساب وړ اکثریت) دسیاسي ارادې خاوندانو ته وايي . په هره ټولنه کې چې دسیاسي ارادې کاروونکي ډیر وي هلته جمهوري بنسټونه او ولسواکي پیاوړې وي او په کومه ټولنه کې چې سیاسي اراده دیوه ځانګړي قشرله خوا کاریږي ،نو هلته همدغه شمېر خلک پر نورو بې ارادې وګړیو حاکمیت چلوي او که دخلکو له غبرګون څخه ونه ډار شي، نو هغه ډول واک چلوي ،چې زړه یې وي .

26.02.2012 غفور لیوال

سحرګله او افغانستان

په دې ورځوکې رسنۍ ، دمظلومې سحرګلې په اړه ،پرخواشینوونکيو خبرونو ډکې دي. داکوشنۍ ناوې په پیسو خرڅه شوې ده او بیا یې په بغلان ولایت کې د خاوند په کور،پر همدې دنیا دوزخ لیدلی دی، رسنۍ وایي چې سحرګلې د خپل عزت دساتلو لپاره دا ټولې شکنجې پر ځان زغملي دي ، مرګ یې په سترګو لیدلی خو خپله حیا یې ساتلې ده ، دخاوند دکورنۍ له خوا( دپیسو په وړاندې بدلمنۍ ته داړایستلو لپاره) په میاشتو میاشتو زنداني شوې ده ، ویښتان يې پرې شکولي دي، نوکان یې ترې ایستلي دي ، غوښې یې ورڅخه په امبور شکولي ، دومره یې وهلې ده چې څېره یې دپېژندلو نده او نور نو خپل او پردی نه پیژني ، ګاونډیو پرې پولیس خبر کړي او اوس په روغتون کې ده ....

26.02.2012 غفور لیوال

له تاریخ سره موږ چلند

ما تل فکر کاوه هغه خلک، چې دخپل هېواد ګټې یې په پردیو پلورلي ، په دې او هغه نامه یې خلک وژلي ، هېوادیې وران کړی ، ملي شتمنۍ یې لوټلي او دهېواد پر پېغلو یې تیری کړی ، هېڅ دتاریخ دقضاوت پروا نلري . ما ویل دوی به له ځانه سره وايي : زه بابا ! تاریخ یې لا چا راایستلی دی ، اوس مزې کوه ، تاریخ به بیاخپل کارکوي او… مګر ځینې پېښې داسې ښيي ، چې دوی تر دې هم زورور دي ، او ډېر ځله یې زړه غواړي ،چې تاریخ هم په زوره هغسې مسخ کړي ، چې دوی یې غواړي ، زه لا هم نپوهیږم ، چې دوی دتاریخ له ریښتیني قضاوته ویره لري ، که نه، غواړي خلکو ته وروښیي ، چې ګورئ موږ ته دا دتاریخ قضاوت ډیر نېغ نېغ مه کوئ ، که غوسه موراغله نو دتاریخ قضاوت به هم په زوره په خپله ګټه مسخ کړو، په پیسو به یې واخلو او که نه کېده نو وبه یې وژنو...

26.02.2012 غفور لیوال

ژوند دکار لپاره که کار دژوند لپاره ؟

دپولندپه پلازمېنه وارسا کې خپلو کوربنو هغه میوزیم ته بوتلم ،چې دنړیوالې دوهمې جګړې پرمهال یې د ورانیو او تر جګړې وروسته بېرته دودانولو نښې او یادګارونه په کې ساتلي وو، دوی دې میوزیم ته د وارسا دبیا راپاڅېدنې یادګار هم ویل .

21.02.2012 غفور لیوال

زموږ فېشن

عجیب خلک یو ، ډیرې سیالۍ مو ناسمې دي ، ددفترونو اهمیت په دې معلومولای شئ ، چې څو مره لوی او لوکس دی، دفتر والا په څه ډول موټر کې ځي او ددفتر والا لیدلو ته څو ورځې انتظار ایستل پکار دي ؟ ددفترونو ارزښت له دې څخه نه شئ معلومولای چې د څومره افغانانو مشکل پکې حل کیږي ؟ یا څومره خدمات وړاندې کوي؟ او یاهم څومره تولید لري؟

21.02.2012 غفور لیوال

دفساد پرضد فساد

زما فکري ملګری ، ډاکتر درمل ، وايي : که انتي بایوتیکو درملو مېکروب لاپسې پیاوړی کاوه او یا یې ننوتیو وایرسونو ته معافیت ورباښه ،نو ښايي ددرملنې بله لاره وسنجول شي . ډاکتر یار مې داهم ورزیاته کړه ، چې دا فورمول په ټولنیزو چارو کې هم د تطبیق وړدی . خبره یې ریښتیا ده ، زموږ په ټولنه کې ، په تیره بیا په وروستیو لسو کلونو کې ،

21.02.2012 غفور لیوال

افغانیزم

افغانیزم کومه پېچلې فلسفه نده ، دا په ( محور) ورځپاڼه کې زما دیوه کالم سرلیک دی ،چې غواړم تر دې وروسته خپل افکار پکې راونغاړم . ددې ستون ټولې لیکنې به پردې چورلیز راڅرخي ، چې څنګه خپله نن او سبا پخپله جوړه کړو او له پردیو ایزمونو او اکټونو څخه ځان خلاص کړو. افغانیزم ټولو ورځپېښوته له افغاني لیدلوري ګوري او هڅه کوي ملي ستونځو ته دافغاني فکر په ځواک په هېوادکې له موجودو امکاناتو څخه دکاراخیستنې په مټ حللارې ولټوي ، چې دولت ، ملي ځواکونه ، مدني ټولنه او شخصیتونه پرخپل ځان له اتکا څخه دملي اصلاح هڅې پیل کړي .

21.02.2012 غفور لیوال

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more