د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زموږ فېشن

غفور لیوال 21.02.2012 20:55

عجیب خلک یو ، ډیرې سیالۍ مو ناسمې دي ، ددفترونو اهمیت په دې  معلومولای شئ ، چې څو مره لوی او لوکس دی، دفتر والا په څه ډول موټر کې ځي او ددفتر والا لیدلو ته څو ورځې انتظار ایستل پکار دي ؟ ددفترونو ارزښت له دې څخه نه شئ معلومولای چې د څومره افغانانو مشکل پکې حل کیږي ؟  یا څومره خدمات وړاندې کوي؟ او یاهم څومره تولید لري؟  زه،  په وروستیو کلونوکې ډیرو بهرنیو هېوادونو ته ولاړم ، له خاورینې ځمکې څخه راتاوشوم ، لوی ،واړه ، پرمختللي ، غریب  او مخ پر وده هېوادونه مې وکتل خو هیڅ ځای مې دومره فېشن ونه لیده ، دهیڅ هېواد وزیران او چارواکي مې دومره بوخت ونه لیدل ،چې تولید يې نه وي معلوم او په کنډکپرسړکونومې دومره لوکس موټر تر سترګو نه شول .موږ سړکونه نلرو، خو قیمتي موټر ښه ډیر لرو ، دکار خبرې نه کوو ، خوډیر فیشني  موبایل ټیلیفون دګڼوخلکو په جیب کې دی ،کار او تولید نه کوو ، خو دفترونه مو تر ګردې نړۍ لوکس دي ، داولې؟ په افغانستان  کې دډلمشرانو ، کوماندانانو، وزیرانو ، ریسانو او مهمو ښاغلیو دباډیګاردانو شمېر د سویس دټول هېواد دپولیسو یونیم برابر دی ، زموږ د درې سوو مهمو ښاغلیو دموټرو قیمت د هندوستان دنیمې وچې د ټولو دولتي ګاډو له قیمت سره برابر دی ، خو زموږ د یوولسو مهمو ښاغلیودکار تولید د بنګله دیش دیوه مدیر له تولیدسره برابر دی . زموږ د یوه ښاغلي پخواني وزیر  ددریشیو قیمت د ښو ونځیو د اته زره زده کوونکیو لپاره یونیفورم جوړولای شي او دیوه بل زورور ښاغلي د بزکشۍ داسونودخوراک لپاره د هر سهار هګۍ او کیلې دکابل ټولو سپندیانو او د موټرو ښیښه پاکوونکیو ماشومانو ته  درې وخته ساده خواړه جوړولای شي . ....
ستونزه همدومره نده ، په ودونو کې د ښځو د جامو او ګاڼو له بېځایه سیالۍ څخه سپمېدلې پیسې دپینځه زره معیوبینو لپاره دلاسي کارونو کارځای برابرولای شي او په یوه ځانګړې ورځ پر سړکونو او کوڅوکې رازوړنده دشعارونو او بیرغونو ټوکر دټول بامیان مغاره مېشتو ماشومانو او ښځو ته، په سخته یخنۍ کې،  دځان پټولو جامې ورکولای شي .
فېشن تر ژونده ډیر ارزښت لري ، موږ په داسې یو هېواد کې ژوند کوو .  
بله ستونځه :
څوکۍ ته درسېدو لپاره دهڅو او ټېل ماټېل لامل پنځوس په سلوکې همدا په فېشن کې دسیالۍ لیونتوب او جنون دی، تاسو یوه وزیر ته یو سالم او دکار وړ کرولا موټر ورکړئ ، په وطني ټغرو فرش کوټه ، چې دوطني پوزي څوکۍ په کې پرتې وي ، یوازې یو ډرایور او یو سکرتر ( هغه هم مسلکي او دکار لپاره) ، دومره معاش ،چې دی او کورنۍ یې چاته احتیاج نه وي او دیوې کورنۍ دمنځنۍ کچې ژوند پرې وشي ،اوددې په وړاندې دورځې  پرلپسې لس ساعته تولیدي کار ورڅخه وغواړئ ، چې هره ورځ باید دخدماتو په وړاندې کولو کې دپرمختګ راپورهم  ورکړي ،  بیا به وګورئ چې څوکیو ته دور رسېدلو دلیونتوب تبه څومره راټیټيږي؟   ډیر خلک او ډلې ددې لپاره وزارتونه او معینیتونه ( په هره رسوايي) غواړي ، چې ښه موټرونه ، کش وفش او اخ وډب پکې دی .
په دې برخه کې داصلاحاتو لپاره  هندوستان ښه موډل دی ، وزیران او ټول مهم چارواکي په هندوستاني ګاډو کې ګرځي ، چې ارزښت یې زموږ د یوه کوماندان د تعقیبې ډاټسنې له ارزښته دوه ځله کم دی ، په ایران کې دبهرنیو چارو وزارت په مېلمستون کې اوسېدم ، مېلمه پال دخبرو په ترڅ کې راته وویل : ښاغلیه په دې مېلمستون کې پرته له دغه یوه جاپاني ټلویزیون څخه نور هرڅه ایراني دي ، بل ځل چې راځې انشاالله  ، نو دلته به تلویزیون هم ایرانی ایښی وي ، موږ خو بل افغاني تولیدنلرو ، خو لږ تر لږه ترټولو ارزانه خو کلک او بادوامه توکي ، چې فیشن ونلري له پاسه رانیولې تر کوزه یې باید وکاروو ، او ملي هوډ مو باید دا وي چې دهرې ورځې په تیریدو سره دا توکي افغاني شي ، ددې پرځای باید دکار خدماتي او تولیدي ارزښت ته ملا وتړو ، دلوکسو موټرو داخیستو پر ځای خپلو عادي او کاروړ موټرو ته ښه سړکونه جوړ کړو او خپلو دفترونو ته د عطروالا ایرکنډیشن پرځای د دفتر تر څنګه پراته کثافات پاک کړو . او په پاریس او لندن کې د دریشۍ دفرمایشونو پرځای ، راځئ!  یوازې له افغاني کتان یا بل ټوکر څخه ددولتي یونیفورم اغوستلو یوه مقرره جوړه کړو.
 داسلام ستر پیغمبر(ص)  دلومړني جومات د جوړولو پرمهال  په مدینې منورې کې  دکجورو(خرما)  ونو څخه ستنې وتراشلې او دهغو له څانګو اوپاڼو څخه یې د چت په جوړولو کې کار واخیسته ، پخپلو مبارکو لاسونو یې کار وکړ او دیوه ستر نړیوال اخلاقي ـ ټولنیز نظام بنسټ یې کېښود .
مهاتما ګاندي لوی هندوستان رهبري کړ، خو په خپل لاس داوبدلې خامتا لنګ  یې نوی نه شو او دخپلې روزلې اوزې شیدې یې خوراک و، دهمدې لپاره یې پلویان اوس هم له بېځایه فیشن څخه ځان ساتي او (( سارې جهان سې اچها ، هندوستان همارا )) نارې وهي .
په نړۍ کې هیڅ داسې ستر انسان نه شئ موندلای چې دفیشن په زور يې پر زړونو واکمني کړې وي او نړیوال شهرت یې ګټلی وي. بېځایه فیشن یوازې د مستبدو ، لیونیو ، ځانپرستو او بېکاره واکمنو شوق و اودی ، چې بل څه یې له وسه نه وي پوره .
وړاندیځ  :
دبېځایه فیشن په وړاندې د ملي مبارزې یوه عملي کړنلاره پکار ده . چې له سرکاري دفترونو څخه راپیل شي او ورو ورو ،دعامه پوهاوي په یوه بهیر کې ، دټولنې منځ او کورنیو ته هم ورورسول شي . ددې پر ځای باید دکار ، خدماتو او تولید سیالي پیل شي او دسرکاري څوکیو ارزښت او اهمیت بایدد افغانانو د انساني ژوند دشرایطو په ښه والي کې د ونډې څومره والی وي، نه فیشن .
 دا به درې ګټې ولري :
۱- دبې ځایه لګښت مخه به ونیول شي . او دادارو خدماتي او تولیدي وړتیا به لوړه شي
۲- دملي اخلاقو بنسټ به رامنځته شي او دفیشن دجنون ناروغي به ورسره ختمه شي .
۳- پر څوکۍ باندې به دغه انډوخر اودسپین سترګۍ تر بریده دبزکشۍ لوبه پای ته ورسیږي او کار به اهل کار ته وسپارل شي .