علمي لیکنې
علمي لیکنې
د کیفیت(Quality) بحث لوئ تاریخ لری او د اقتصاد/مدیریت پوهانو په نظر له هغه وخت نه پیل شوئ ده کله چې تجارت(Business) منځته راغئ. مثلآ کله چې تاجرانو وغوښتل ترڅو خپل خرڅلاو(Sales) کچه داسې ډیره کړی چې هم ښه محصولات(Products) خلکو ته وړاندی کړی او هم خپل ځانونو ته یې ډیره ګټه(Profit) ورسیږی دغه د کیفت د بحث پیل وو ځکه چې کیفت د محصولاتو سلامتی سره اړه لری.
سنتي ماليې د اصل په اساس د اقتصادي بحران بنسټيز لامل د پيسو د توليدولو اړتيا او پور ورکولو دی بې بغير له دې چې ارزښت لرونکي څيزونه د بشر د استفادې لپاره توليد کړي
لوی څښتن چې هر څه پیدا کړي دي د انسان د ګټې لپاره یې پیدا کړي دي او انسان یې پدې مکلف کړی چې د ټولو هغه شیانو څخه چې الله جلاله پیدا کړي دي د ټولنې د رفاه لپاره وکاروي . که څه هم انسان د پخوا راهیسې تر ننه پورې پدې تکل کې دی چې د خپلو اړتیاو د رفع کولو په موخه او د ټولنې لپاره د اسانتیاو د رامنځته کولو په موخه ټول وسایل په مثبته توګه پکار واچوي خو لا هم د نړئ په ټولو برخو کې دغه کار شونی شوی ندی ، اوس هم د افغانستان په شان هیواد کې ډیری زیرمې بیکاره پرتې دي او ترینه کار ندی اخستل شوی .الله جلاله په خپل قدرت سره د انسان لپاره طبعي زیرمې پیدا کړي دي او اللهج خپل بنده گان د ځمکې پرمخ شتوذخايرو ته ځير کړي او له هغو څخه يې دخپل خير او با عزته ژوند لپاره استفادي کولوته هڅوي چې مونږ دخداي ج دراکړي پو هي اوشعورپه کومک د ا خام موادپروسيس کوو اويوه صنعتي پروسه ورباندي پرمخ بيا يو اوبياپه اجناسو بدليږي چې انسانانو ضرورتونه پري رفعه کيږي .
زموږ تعليمی نظام د زده کوونکي په ښوونځي کې له شاملېدو پيليږي او له پوهنتونه پر فراغت پای ته رسيږي، دلته له دې مواردو صرفنظر چې څومره افغانانو ته دا امکان برابر دی چې د تعليم دا لړۍ همداسې بې له خنډه پوره کړي، پوښتنه داده چې دا فارغيدونکي دې هېواد پرمختګ، ځان ساتنې او په ښه لور رهبري کولو ته اوږه ورکولای شي يا نه؟ آیا زموږ له دې تعليمي نظامه فارغيدونکي زده کوونکي د هېواد له تاريخه، ارزښتونو او نواميسو خبر دي؟ آیا دا فارغين په يوازې تنه کولای شي دا هېواد وچلوي؟ پدې لسو کلونو کې پوهنتونه فارغ شوو زده کوونکو څومره کشفيات کړي؟ څومره يې په نړيوالو سياليو کې بريالي شوي دي؟ هڅه به وکړو پدې لیکنه کې دې او ورته نورو پوښتنو ته يو خوځښت ورکړو.
په دې وروستیو کې د ډېرو نورو پرمختګونو سره یوځای افغان حکومت د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي او دارنګه د شریعاتو پوهنځیو ته دا ویاړ هم ورپه برخه کړ، چې د لسانس له زده کړو وروسته د ماسټرۍ دورې ته هم محصلین ومني او حتى په دې وروستیو کې دا سې حکم هم صادر شوى چې د دوکتورا زده کړې هم په دې پوهنځیو کې ترسره کېدای شي. زه نه غواړم د دې ګام په مثبتو او منفي برخو خبرې وکړم، بلكې غواړم د ماسټرۍ د دورې د پوره کولو په یو اړین توکې د تیزیس په لیکلو خبرې وکړم. د تیزیس معنا، ځانګړنې، ډولونه او د میعارې تیزیس د لیکلو په اړه ځینې مفاهیم وړاندې کوم. تیزیس یوناني کلمه ده چې په نوموړي ژبه کې د اېښودلو په مانا استعمالیده، خو بیا چې کله په پنځلسمه پیړۍ کې د انګلیسې
انفلاسیون او دیفلاسیون هغه دوه پدیدې دي چې د دواړو شتون د یو هیواد د اقتصادي روغتیا لپاره ښه نه بریښي بلکه هر یو یې له ځان سره په ډیرو وختونو کې ناوړه اغیزې لرې .که د خپل هیواد تاریخ ته فکر وکړو نو مونږه هم د دې دوه پدیدو څخه یې د یو یانې انفلاسیون ښکار شوي یو او په تیرو نزدې څو لسیزو کې یو وخت داسې هم راغی چې په لس زره چنده سلنه د انفلاسیون ښکار شو او د پیسو ارزښت مو په تقریبي ډول د صفر سره ضرب شوی وو ، تیرې د وهمې اخري لسیزې ته که فکر وکړو نو انفلاسیون زمونږه د هیواد اقتصاد داسې وواهه چې د خپلو افغانیو ارزښت مو بې انتها او بې حسابه له لاسه ورکړ خو اوس الحمدالله زمونږه پولي واحد یو ځانګړی ارزښت لري او یو منل شوی پولي واحد دی ، دا خبره چې څنګه انفلاسیون د یو هیواد اقتصاد له پښو نه غورځوي نن څیړو .
د یو هیواد اقتصادی سیاستونه د مختلفو سیاستونو مجموعه ته وویل کیږی چې د پیسو سیاست(Monetary Policy)، مالی سیاست(Fiscal Policy) ، د عاید سیاست(Inome Policy) ، د سوداګرئ سیاست(Trdae Policy) ، د اسعارو سیاست(Currency Policy) باندی مشتمل کیږی. دغه هر یو سیاست یا پالیسی ځانګړې موخی لری تر څو ټولنه خپلو اقتصادی موخي یعنې اقتصادی وده(Economic Growth) ، اقتصادی انکشاف او پرختیا(Economic Development) ، او ټولنیز رفاه او بهبود(Social Welfare) ته ورسیږي. د پیسو سیاست د مالی سیاستونو موخو سره سمون او هماهنګي نلری ځکه خو تضادونه او توپیرونه د اقتصادی موخو کې رامنځته کیږی چې اقتصادی موخو ته رسیدل ستونزمند کوی. د دغه برهان په اساس ټول اقتصادی سیاستونه باید هم جهت او سازګاره وی ترڅو د هیواد اقتصادی آرمانونه ترلاسه شي.
موږ و تاسو ډیر لیدلي دي چې په ذهني ډول زیاتره ځلیدونکي خلک د کار او ژوند په عملي برخه کې بریالي نه وي. داسې ملګري او ټولګیوال به د هر یوه په یاد وي چې په ښوونځي او پوهنځي کې لومړی درجه وو؛ خو د ژوند په عملي ډګر، دنده، ټولنه او حتی کورني ژوند کې بریالي، خوښ او نیکمرغه انسانان نه دي. دا ولې؟ ځکه د بریالیتوب لپاره یوازې ښه ذهن او حافظه کافي ندي او نور فکټورونه هم شته چې یو ډیر مهم پکې احساسي لیاقت دی. د ذهني لیاقت یا IQ د ډیرې لوړې درجې ځینې لرونکي له ډیر ټیټ احساسي او عاطفي حالت لرونکي وي او کله کله د ډیرو لویو منفي ناتارونو سبب شوي وي، ځکه په مغزو کې ددې دواړو لیاقتونو مرکزونه یو له بله په پوره ډول بیل دي.
په لنډه توګه ویلی شو چې کمپیوټر ساینس په ځانګړې توګه جلا علم نه دی خو د ریاضي او انجنیري یوه ګډه څانګه ده چې په راتلونکې کې به د علم خطاب ورته وشي. هغه پوهان چې وايي کمپیوټر ساینس جلا علم نه دی، د هغوی دلیل دا دی چې کمپیوټر هغه موارد تر تحلیل، څېړنې او ارزونې لاندي نیسي چې خلکو جوړ کړي دي، نو ځکه موږ نه شو کولای هغه ته علم ووایو. خو په ټوله کې د کمپیوټر ساینس پوهان کمپیوټر ساینس ته د علم د ویلو لپاره په یوه خوله نه دي، هر کمپیوټر پوه یې د خپلې څانګې په رڼا کې تعریفوي.
د روان عیسوي کال د اپرېل په دوهمه نیټه ، د لراوبر د معتبر وبسایټ د تازه خبرونو په لړ کې مې ( کندهار : « PRT د مېوې فابریکه ښاروالۍ ته سپاري » ) تر سرلیک لاندې په یوه خپاره شوي خبر کې پر دوه کلمو ( فابریکه او ښاروالي ) سترګې ولګېدې . د یوې صنعتي تولیدي تصدۍ سپارل ښاروالۍ ته ،ددغه دواړو واحدونو د کاري ځانګړتیاوو له مخې دا کار راته یو څه ناسلا غوندې وبرېښېد ، داچې د قندهارولایت بیارغونې ټیم د نوموړې فابرېکې په انګړ کې څه تاسسات لري ، چې باید ښاروالۍ ورکړل شي پوره معلومات نه لرم . خو که چېرې په یوه هېواد کې د یوې تولیدي فابرېکې تاسسات ښاروالۍ ته سپارل کیږي ، هغه کسانو ته ، چې د هېواد د صنایع سره یې کوم مهال نژدې اړېکې درلودې ، پوښتنې را پېداکېدای شي . رښتیا دا به ښایي د وخت او یا د آزاد بازار اقتصاد نه د پوره ګتې اخستنې کومه نوې غوندې غوښتنه وي . چې ، د هېواد په کچه ، د خپل ډول دغه د میوې یوه مهمه فابریکه دې د قندهار په حوزه کې د میوو د پراخه سرچینو سره سره د کنسرو د تولیدولو پر ځای ، د کالیو منځلو ( د کاليو پرېوللو) لپاره وکارول شي .
تعریف: ډیمو کراسي د یو حکومت له هغه سیستم څخه عبارت ده چې د عمومي ټا کلو نه وروسته د اکثریت رایو په ګټولو سره منځ ته راځي. ډیموکراتیک حکومت دوه ډوله دی: ریاستي حکومت اوپارلماني حکومت چې هر ډول يې ځانګړي خصوصیات لري چې هغه په دغه مقاله کې تاسو ته بیانيږي.
د قلبی ناروغيو نه وروسته سرطان (Cancer) دومه ناروغي ده چی د مرګ سبب کيږي د يوی امريکايی موسسی په وينا ۲۰۱۰ کال تر پايه امريکا کی ۴۹۰.۵۶۹ کسانو د ددی ناروغی له امله ژوند د لاسه ور کړی او دی موسسی داسی يوه وړاندوينه کړی چی په ۲۰۱۵ کال کی به ۹ ميلونه انسانان ددی بدی ناروغی له کبله وژل کيږی.
د پیسو پا لیسي له هغه مالي فعا لیتونو څخه عبارت ده کوم چه د یو هیواد د مرکزي بانک له خوا ځنې اداره او کنټرول کیږي لکه د پیسو برابرول، د پیسو موجودول، د اسعارو د تبا دلې نرخ یا ارزښت ټا کل، د پیسو ګټه او د ا سې نور اړونده دندې شوې ترڅو مرکزي بانک وکولای شي چه اقتصادي پرمختګ وکړي، د اسعارو د تباد لې نرخ ثابت وساتي، خلکو ته د کار زمینه برابره کړي، د توکو نرخونه ثابت یا ځای پر ځای وساتي او مروجې پیسې د یو هیواد په ثابته توګه وکاروي. د پیسو پا لیسۍ ډېرې موځې لري خورا مهمې دوه یې دا دي: اوله اصلي موخه د پیسو د پا لیسۍ داده چې مرکزي بانک هره ورځ باید څومره افغانۍ خپل مالي مارکیټ ته وړاندې کړي ترڅو د خپلو مشتریانو غوښتنې پوره کړای شي. دوهم اصلي مقصد د پیسو د پالیسۍ داده چې په یو هیواد کې د هر قسم توکو نرخ ثابت وساتي تر څو د لوړو نرخونو مخه ونیول شي او خلک له اقتصادي او مالي ستونزو نه وژغوري.
ځلانده ستوري په رڼه آسمان کې پړکېږي، چې زموږ کاينات ته يو ځانګړی ښايست ورکوي. ډېر ستوري لکه مرغلرې په يو او بل پسې پېيلي دي او لکه شوبينه تسبېحې ځلېږي، چې ځيني يې عجيبه بڼې او رنګونه هم خپلوي، خو په يو ستوري پسې د سرې لمبې لکۍ ورپورې شي او بل لکه آسماني کاڼی په نڅېدو شي، بل بيا لکه تالنده په لوېدو شي او لکه سره سکروټه د بشر پر سر رانسکور شي. سوځېدونکي، پړکېدونکي او نسکورېدونکي ستوري د ستورن آسمان ښايست ته د خوځېدونکي کاينات ځلېدونکی پوړنی ورواغوندي، چې اشرف المخلوقات تل د کاينات طبيعت ته په سوچونو کې لاهو کړي، بيا نو څوک پکې د نوي ژوند ننداره ګوري او څوک بيا پکې د زرو خزانه لټوي، خو زه هم چې شين آسمان ته پاس سترګې هسکې کړم، نو د ستورو د ځلېدو په ننداره شم اود پړکېدونکې نڅا په ښايست کې يې لاهو شم.
موږ ولوستل: مایع اوبلن نه دي، بهیدونکي دي. که ا وس مو د ناروغانو ځای ته نوم ټاکلی، نو ناروغتون یا رغنتون به مو نومولي وی. ،،تر ډېره بریده،، نه شته او د،،تر،، لاندې مو ولوستل، چې له خپله بریده یې پښه اړولې یعنې له بریده اووښتی( دې ته دې پام وي چې ،،تر ډېره بریده،، نه شته او ،،له بریده اووښتی،، سم دی. اوس راځو دې پورته پرېپوزیشنونو ( لنډ : پ) ته.
کله چې د روپيو او بانکونو تاريخي جوړښت ته نظر وکړو نو دوه مهم څيزونه د يادولو وړ دی. ١) مروجې روپۍ ٢) بانک (بانک هغه دى چې د خلکو څخه روپۍ اخلي او بيا دغه روپى په قرض ورکوي او گټه تر لاسه کوي)، نو راځى چې د دواړو تاريخچې ته يو لنډ نظر وکړو. په اروپا کښې د ١٧ پيړۍ څخه مخکې سره زر، سپين زر او داسې نورو ارزښناکه جنسونو د جنسي روپۍ (Commodity money) په توګه استعمالېدې. تر ٥٠٠ کالو پورې دغه جنسي روپۍ د راکړې ورکړې په معاملاتو کښې د يو معيار په توگه په اروپا او آسيا کښې جريان درلود. همدارنگه په چين کښې له ١٢٠٠ څخه تر ١٧٠٠ کالو پورې جنسي روپۍ استعمالېدې. حتى دا چې د عيسى (ع) د پيداېښت څخه مخکې د جنسى روپيو استعمال په لويه کچه مروج وو.
فيروزه
فکر کوم زموږ په ولس کې به داسې څوک نه وي چې د ( فيروز يا فيروزې ) نوم يې غوږ ته نه وي رسيدلی.
ځکه دا عامه انګيرنه ده وايي: فيرووزه ډيره سوچه وي، چې څوک يې په ګوته کړي نو د نيکمرغۍ دروازې يې پر مخ خلاصيږي.
له دې امله پلرونو په خپلو اولادونو د فيروز يا فيروزې نومونه هم ايښي دي. د فيروزې په اړه نورې انګيرنې هم شته،
شونې ده چې قانون په اقتصادي، سياسي يا ټولنيزو ارزښتونو ولاړ وي. لکه ځنګه چې ارزښتونه بدلېږي همداډول قانون هم بدلېږي. اخلاقي ارزښتونه له بنسټيزو چارو او پوښتنو سره سر و کار لري، چې څه سم دي او څه ناسم. د ساري په ډول - د قتل خلاف قوانين د ټولنې لومړنيو ارزښتونو ته ترويج او دود ورکوي – ژوند ساتنې او خونديتوب ته ترويج ورکوي. که څه هم د اخلاقو دغه ګډ ارزښتونه – د ژوندانه ساتنه مطلق او نړيوال نه دي، ځکه په محدودو شرايطو کې لکه له ځانه دفاع يا په جګړه کې قانون د عمدي او قصدي وژلو جواز ورکوي. (د افغانستان په قوانينو کې له ځانه دفاع ځانګړي شرايط لري چې مهم هغه يې بايد بالمثل ده، په دې معنی که د دوو اشخاصو تر منځ شخړه رامنځته کېږي يو خالي لاس وي او د سوک څاپېړې ګوزار کوي او بل شخص له ځانه د دفاع په خاطر ناريه او جارحه (وژونکي وسايل – اسلحه) کاروي دا له ځانه دفاع نه شي کڼل کېدای)
لومړۍ برخه د قانون او حقوقي سيستم په اړه پېژندګلوي ده چې د کوڅې او قانون د مطالعې لپاره لاره اواروي. د دې برخې څپرکي به له لوستونکيو سره مرسته وکړي چې لومړني مهم معلومات زده کړي او لاندې موارد به ولري: قانون څه شی دی؟

