جروم برونر د هاروارډ او اکسفورډ د پوهنتونونو استاد د يوه ارواپوه او د ښوونې او روزنې د متخصص په توګه د روزنيزې ارواپوهنې په برخه کې د دوو نظرونو څرګندولو پواسطه ډير زيات شهرت وموندلو. لومړی داچې هغه مدعي دی چې، « هر شی په هر سن کې کولی شو هرکس ته ورزده کړو» دغه عبارت هغه ادعا ده چې په ظاهر کې د پياژه د نظريې مخالف ده هغه باور درولودو چې په هر عمر ياسن کې خاص مطالب د هرشخص د عقلي رشد مرحلې مطابق کولی شو چې زده کړه ورکړو، خود برونر منظور له دې عبارت څخه دادی که چيرته وکړای شو د خپل مطلب سطحه د خپل مخاطب د پوهې سطحې څخه ټيټه راوړو او په خپله د مخاطب په ژبه خبرې وکړو نو کولی شو چې هر مطلب تر يوې کچې هغه ته ور زده کړو، په همدې اړه برونر د مطالبو د جوړښت پر اهميت باندې ټينګار کوي او باوري دی چې د زده کړې په برخه کې مهمترينه مسئله د مطالبو جوړښت دی، دغه جوړښت بايد په داسې ډول وي چې د زده کوونکي د درک له سطحې سره مطابق وي. دوهم داچې برونر وايي چې ښوونکی بايد ټول اطلاعات د زده کوونکو په اختيار کې ورنکړي، بلکه زده کوونکو ته بايد دا فرصت او امکان ورکړي چې د اطلاعاتو پسې لټه وکړي. د برونر دغه نظر د روزنيزو ارواپوهانو ترمنځ په اکتشافي روش يا اکتشافي زده کړې سره مشهور دی.