ټول افغان مقالې
هېڅ يوه مقدمه بغير د وکيل نه نه جوړېږي_ خو د بده مرغه د پاکستان د زېږېدو نه وړاندې او وروسته زموږ مقدمه نه چا جوړه کړې ده، نه يې چاته وړاندې کړې ده.
فقط يو ځل افراسياب خټک چې ځان سره په لومړي ځل د خپل ګوند مشر اسفنديار ولي خان امريکا ته بوتلو نو و یې ويل چې د پښتنو مقدمه مو امريکا ته وړاندې کړه.
د مقدمې پايلې پښتنو ولسونو د پنځو کالو د حکمرانۍ په شکل کې وليده خو تاوان يې دا وشو چې د پښتانه مشران پنځه کاله د خپلو ولسونو نه لرې پاتې شول.
په ايران کې ولسمشر لکه د نورو هېوادونو ولسمشران واک نه لري. د ولسمشر واک محدود دی او تر ډېره په جمهوري سيستمونو کې د لومړي وزير منصب ته ورته دی.
د واک سرچينه او مطلق واکمن د هېواد ستر لارښود یا ((ولي فقیه)) دی چې د ژوند تر پايه په دې دنده کار کوي. ولي فقيه د خلکو له خوا د ټولټاکنو له لارې نه غوره کېږي بلکه د امامي اثنا عشري شیعه عقيدې په اساس د نوموړي مذهب د دولسم ورک امام (مهدي) استازی بلل کېږي.
د هېواد ستر لارښود کولای شي چې د هېواد ولسمشر له دندې لرې کړي او یا بل هر رنګ بدلون راولي. مطلق واک لري او آن که ولسمشر وټاکل شي او ستر لارښود باور ولري چې مناسب سړی نه دی، لرې کولای یې شي. دا مهال علي اکبر خامنيي د هېواد ستر لارښود دی. تر نوموړي دمخه روح الله موسوي خوميني د هېواد ستر لارښود و. خامنيي ، خوميني او نورو مذهبي مشرانو لکه محمد منتظري په ګډه د ايران په پخواني پاچا رضا شاه پهلوي په ۱۹۷۹ ز کال کې تخت چپه کړ او د واک ګدۍ یې خپله او د ايران نوم یې د ايران اسلامي جمهوريت ته واړاوه. منتظري د خوميني ځای ناستی ګڼل کېده خو د خوميني د ژوند په اخرو کې بې واکه کړای شو او علي اکبر خامنيي د خوميني ځای ناستی وټاکل شو.
«اولاګلونه سوځي» دهغه نوي چاپ شوي کتاب نوم دی چې دافغانستان دمظلوموښځودتریخ ژوندتاریخ اوزوریدوبیلابیل اړخونه روښانه کوي اوځای،ځای مستنددلایل هم ورته راوړل کیږي.دا اثر دښاغلي ابراهیم نعیمي دکلونوڅیړنو،پوښتنو،سفرونواوخولوتویولوپایله ده.
د افغانستان قومی او ملیتی جوړښت ته په کتو ، د ولس د سواد کچی او کمزوری اقتصاد ته په پام ، او بالاخره ورستیو څه د پاسه دری لسیزو ناامنۍ او ورانۍ ته په کتو تر ټولو وړاندی با ید په هیواد کی بنسټیز اړتیا ته پام واړول سی ترڅو امن ته لاره پرانیستل سی.حکومتی جوړښت روبینایی عمل دی اما ټولنیز جوړښت زیربینایی کاردی که ټولنه جوړه سی دولت د هغه مولد یازیږنده ده خاماخا به ښه دولت وی ، په داسی حال کی چی په تیرو پنځه دیرشو کلونو کی هڅه سویده د حکومتونو پر
له تېرو اوه کالو راهیسې چې دافغان کلتوري ټولنو جرګه د افغانانو د فرهنګي او پوهنیزو حقونو د لاس ته راوړلو لپاره کار کوي، دې مسئلې ته له لومړي سره متوجه وه. په بېلابېلو فرصتونو کې یې ددې ضرورت د حل اړتیا له ولسمشر، د هغه له مشاورینو، د پوهنې له وزیرانو (قرقین صاحب، اتمر صاحب او وردک صاحب)، د ملي شورا له غړو او نورو سیاسي، علمي او قومي مشرانو سره شریکه کړې او د دوی مرستې یې پدې برخه کې غوښتې دي.
دوه کاله مخکې موږ په کابل انټر کانټننټال هوټل کې له سیاسي، دولتي، فرهنګي او ولسي مشرانو سره یوه لویه غونډه وکړه او د هیواد او ولس د نورو ژورو ستونزو په لړ کې مو ورته دا ستونزه او د نه حل په صورت کې د هغې ناوړه عواقب تشریح کړل. ټولو مشرانو په ګډه سره د تعلیمي عدالت تأمین د هیواد او ولس لپاره یوه حیاتي مسئله وګڼله او په ګډه ولسمشر ته یو وړاندیز واستول شو چې په هیواد کې د تعلیمي عدالت د تأمین لپاره دې لوړو زده کړو ته د شمول سهمیه د ولایتونو او سیمو د نفوس په تناسب تنظیم شي.
د هېواد تاریخ پوهان، ملي او ژور فکر کوونکي وطنوال په دې اند دي چې د افغانستان غمیزه په ۱۳۵۲ ه.ش کال کې د سردار محمد داود خان په پوځي کودتا سره پیل او د هرې راتلونکي سیاسي واکمنۍ او رژیمونو په بدلېدلو او په تيره بيا د شوروي او امريکا د يرغلونو سره يې نوي، پراخ او لا نوي او لا پراخ ابعاد پیدا کړي دي. ښکاره ده چې هره ټولنیزه پدیده او پروسه د علتونو سر بیره عاملین هم لري. د لیکنې موخه دا نه ده چې غمیزه ولې او څنگه منځ ته راغلې ده، بلکې دا ده چې د غمیزې عاملینو (بهرني اوکورني)او هغه هم کورني عاملین چې په ټولیزه کې سیاسي گوندونه دي، د هغوی د رول په اړوند لنډ ټکي وړاندې کړم؛ دا ځکه چې یو ډېر شمېر رون اندي او په تېره بیا پخپله سیاسي گوندونه داسې انگېري چې گواکې یوا زې همدوی دي چې خلکو ته لوري ورکولی شي، نېکمرغې او سوکالي ورته راوړي شي او د هېواد ملي گټې خوندې کولی شي. دا ډول
عدالت د نياو، برابرۍ او انصاف په معنا دی؛ خو په دې وروستۍ لسيزې کې د انتقالي عدالت په نوم يوه نوې اصطلاح رامنځته شوې ده، چې لا هم ډېر وګړي يې په کره معنا نه پوهيږي. ځينې وايي، چې د عدالت لېږد او انتقال ته انتقالي عدالت وايي او ځينې نور ورته له خپل انده تعريفونه کوي؛ ولې هغه څه چې د انتقالي عدالت تر مفهوم لاندې راځي، ښکاره ده. راځئ! لومړی ځان پر دې پوه کړو، چې د عدالت د دې ډول کره پېژند او معنا څه ده؟
له پخوا امریکا داسې پلان درلود چې بالاخره د افغانستان دننه له مخالفینو سره یو جوړ جاړی ته ورسیږي، آن په لومړیو کې د اوباما په پالیسیو کې دا خبره ځای شوې وه چې له وسلوالو سره سیاسي حل لاره هم له پامه ونه غورځول شي او د یوه انتخاب په توګه دې لیکلی و ساتل شي، خو هغه مهال دا خبره ورکه شوه، او افغانستان ته د نورو سرتیرو په لیږلو سره خبره چپ شوه، خو په وروستیو ورځو کې د ځینو رسنیو لخوا داسې خبرې خپرې شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري له ولسمشر کرزي سره پدې اړه خبرې کړیدي چې د هغه په خوښه دې د قطر دولت طالبان په رسمیت و پیژني، نوموړي رسنۍ چې ادعا کوي د ارګ له نژدې سرچینو نه یې دا خبره ترلاسه کړی وايي: د کرزي او جان کیری خبرې زیات
منډوی چی د یوی خوا یی یوه تنګه سوړه شهزاده سرایی او پل خښتی جومات ته، بله یی پامیر سینما ته، او دوه دری کوچنی کږی وږی لاری یی سر چوک ته وتلی دی د هیواد په کچه د توکیو د راکړی ورکړی یوه ستره او نامی کوڅه ده. په دی کوڅه کی د ورځی ملیونون روپی او مال ښکته پورته کیږی. خو چی څومره دا کوڅه بډایه ده له هغه نه په وارونو بدرنګه ، ګډه وډه، فقیره، تنګه، او د مرداریو نه ډکه ده. د ورځی په دی کوڅه کی ګڼکړپان، جیب وهونکی، ډوپه ماران، مړز او قماربازان، سوداګر، او هم سرګردانه پیرودونکی ګډوډ د ټیلو تمبو په یو سیل کی یو پر بل سره نښتی وی. او هو د سرچوک قرقلیان چی معمولا شنی فیروزی غمی یی په ګوتو او یو چارخطه دستمال یی هم په اوږو وی په دی کوڅه کی د ګاک په لټه کله ناکله لیدل کیږی.
که د افغان په اصطلاح حکومت ډانچې ته لږ قدرې په دقت سره وکتل شي د روغتيا سرلوړى او آبادۍ نښه به په نظر در نشي، د انساني ژوند ټولو اړخونو کلک او نه جيره کيدونکى گذارونه خوړلي، د هېواد بادرده انسانان څه چي بوټې او کاڼې هم پدې حالت د حال په ژبه ژاړي د يرغلگرو وحشيانو د جناياتو تر څنگ افغانيت بايللي مادي پرست خېټه پرستان د هېواد د عليا منافعو په خلاف له امريکايانو، انگريزانو او د هغوى له مؤتلفو وحشيانو څو گامه مخکي او وړاندې دي، ډالرو او مادياتو ئې سترگو ور پټې کړي، د قدرت په ګدۍ نصب کړي شوې څيرې په مختلفو او بيلا بيلو لارو روان، هرې ډلگۍ ځانته، ځانته مربيون پيدا کړي، د هغوى په مادي ورکړه او شا ټپولو سره له اخلاقي پلوه لويدلو کارونو سر ته رسولو ته په دوو پښو ولاړ دي
زه پوهيږم چې هند نه ددي توانايې لري، نه کولای شي او نه هم غواړي چې دافغانستان پوځ دي ځواکمن وي، هند د خپل پوځ تجهيزات په هغه ډول چې لازم ده نه شي کولای، پريږده دا چې زموږ د هيواد دغه له هري نقطې ضعيف او کمزوری پوځ به په پښو ودروي.
و تمسک اتباع به حقوق طبیعی و قانونی شان، و احترام به قانون و انجام مکلفیت ها، و مقاومت با ظلم، ذلت و قوانین غیر منصفانه، میتواند مبانی استبداد و استعمار را نابود سازد
حسن نثار چې اوس د پاکستان په جیو تلویزیون کې خپل پروګرام په مخ وړي او پخوانی جورنالست او کالم لیکونکۍ دی په یوه تلویزیونې پروګرام کې د پاکستان د تیر او اوس تاریخ په هکله په ډیرو ترخو حقایقو رڼا اچوې. دا چې زمونږ پخوانۍ مجاهد، پیر او اوسنۍ طالب دواړه ددغه ترخو حقایقو زیږنده ده نو ددغه مرکې د پام وړ ټکې تاسې ته په پښتنو ژبه اړوم.
هر څومره مې چې د شيعه ګانو ارزښتونه او افراط راوسپړل، همدومره ډېر له خرافاتو (ارزښتونو) او افراط سره مخ شوم . ځان مې وپوښت چې پيل او پای يې چېرته راوړم . داسې احساس را ته پيد شو چې که چېرې د شيعه ګانو پر خرافاتو، افراط، جرم، جنايت او شرک سل زره پاڼې وليکل شي، بيا هم لږ دي . ډاډه يم چې هر وګړي ته به د شيعه ګانو ارزښت او افراط ښه ترا مالوم وي، نو ځکه يې يوازې يو څو بېګلې راوړم . خو په لنډه توګه دومره وايم چې په خپله د شيعه ويی (کلمه) انسان ته، په تېره اسلام ته سپکاوی دی او بس .
اخیرا" ویلیام برنز معاون وزارت خارجۀ ایالات متحدۀ امریکا در یک نشست خبری در کابل ، موقف دولت متبوع خودرا پیرامون برسمیت شناختن خط دیورند به عنوان سرحد رسمی میان افغانستان و پاکستان تائید کرد. اما سخنگوی وزارت خارجۀ افغانستان این اظهارات را ، اثر گذار برمشی دولت افغانستان ندانست
په دې وروستیو کې چې اسحاق ګیلاني د یو شخصي تلویزیون له لارې د بې شخصیتۍ کوم ریکارډ ټینګ کړ، نو زه یې دې ته اړ کړم چې هېوادوالو په تېره پښتنو ته، چې ده او د ده کورنۍ ته د تقدس په سترګو ګوري، او په انتخاباتو کې ورته صندوقونه ډکوي، د ده د کرغېړنې څېرې په بربنډولو کې ده سره مرسته وکوم.
د ۲۰۱۲ ز کال د می په دولسمه نېټه د ماليې وزير ډاکټر عمر زاخېلوال په يوه خبرې ناسته کې وويل: په وزارت کې د کارکوونکو په ګمارولو کې له ستونزه سره مخ يم. يو زيات شمېر خلک په ګمرکاتو، مستوفيت او د عوايدو په اداراتو کې د خپلو کسانو په ګمارولو باندې پر موږ زور راوړي. خو موږ د هغوۍ غوښتنې رد کړي دي. دا ستونزه يوازې په همدې وزارت کې نه وه بلکې ټول وزارتونه او ادارې په ورته ناروغۍ اخته وی او د وخت په تېرېدو سره خبره دومره زياته شوه چې د کورنيو چارو وزير هم په تنګ شو او په زغرده يې وويل: چې له کله څخه نوموړی وزير شوی دی نو يوازې ۱۵۲۰۰ عريضې ورته د اولسې جرګې د وکيلانو له خوا وړاندې شوي دي چې ورڅخه د مقرريو او د خپلو خلکو د ګمارلو د غوښتلو سربېره د ټکسي امرونه د خلکو د خوشې کولو امرونه هم شامل دی او هيڅ په هيڅ ۳۱ ځلې اولسې جرګې ته غوښتل شوی دی.
په دې لیکنه کې دا پوچه مفکوره رد کړل شوی ده چې پښتانه دپوهی مخالف دي
دیوه هیواد اویوې ټولنې پرښوونیزنظام باندې غږیدل نه تمامیدونکې اونه زړیدونکې خبره ده، هرکله باید دوخت له غوښتنوسره سم دملي اوهیوادنیوګټوپه پام کې نیولوسره خبرې پرې وشي اواړین بدلونونه په کې راوستل شي.
زما ويده وروره! زما د هېواد د شريکې مور بچيه! د وزارت او ولايت او پر نورو چوکيو ناست هېوادواله! د کاپر صليبي تر څنګ ګوته په ماشه ولاړ زلميه! د ګوډاګۍ ادارې کارکوونکيه ځوانه! لږ غور وکړه، ماغزه په کار واچوه! خپلې ناروا کړنې په يو سالم عقل وارزوه! د مکار دښمن له خدمته لاس واخله.

