د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دفساد پرضد فساد

غفور لیوال 21.02.2012 20:54

زما فکري ملګری ، ډاکتر درمل ، وايي :  که  انتي بایوتیکو درملو مېکروب لاپسې پیاوړی کاوه او یا یې   ننوتیو وایرسونو ته معافیت ورباښه ،نو ښايي ددرملنې بله لاره وسنجول شي . ډاکتر یار مې داهم ورزیاته کړه ، چې دا فورمول په ټولنیزو چارو کې هم د تطبیق وړدی . خبره یې ریښتیا ده ، زموږ په ټولنه کې ، په تیره بیا په وروستیو لسو کلونو کې ، د اداري فساد مېکروب له خپلو ښکرونو او لکیو سره  لروبر کیږي او ددې پر ځای چې د راپیل کړې مبارزې له برکته کمزوری شي ، ورځ په ورځ پیاوړی کیږي ، یو دلیل یې دادی چې دفساد پر وړاندې مبارزه او تبلیغات هم په فساد اخته شوي دي . څه موده مخکې مې له راډ‌یو څخه یو عجیب پېښلید ( ګزارش ) اوریده ، پېښلیدپه کابل کې د کوڅه ډبو سپیو د ډیریدو په اړه و ، او دا ویره یې ښودله چې ددې سپیو د لیوني کیدو شونتیا ډیره ده او کیدای شي یوه لویه ښاري ستونځه رامنځته کړي ، خبریال دښاروالې یاکوم بل مسئول ارګان له کوم چارواکي سره په دې اړه مرکه کوله چې ولې دا کوڅه ډبي سپي له منځه نه وړئ، هغه غریب په ډيره بېچاره ګۍ وویل ، دسپیو لپاره مو کوچوله ( دسپیو زهر) راوغوښته چې دکوڅه ډبو چاره پرې وکړو ،خو هیڅ تاثیر یې ونه کړ، ځکه   وروستیو څېړنو وښوده ،چې کوچوله تقلبي وه او په قرارداد کې یې فساد شوی و، دې کوچولې سپي ونه وژل ، بلکې لا یې پیاوړي کړل . دفساد او فاسد ضد کوچوله هم تقلبي  وختله او په افغانستان کې یې تاثیر سرچپه راوخوت .
دفساد په اړه ټول مبصرین نه ښییم ، خو یو شمېر یې یوازې شعار ورکوي ، خپله غوسه ښيي او زړه یخوي خو پر حل لاره خبر هم نه وي او چاره یې نه شي سنجولی . یونیم  خو،چې په سرکار کې څوکۍ له لاسه ورکړه، نو په سبایې په تلویزیونونو کې راشین شو او خوله  يې خلاصه  کړه، بس بل څه نه ،همدا پرله پسې یې تکراروله ، چې دا فاسد حکومت او دا فاسد حکومت .... تش په نامه سیاسي اپوزیشن هم په همدې ناروغۍ اخته دی ، نه کومه سیاسي ـ اقتصادي طرحه لر ي او نه هم کومه فکري برنامه او ان دفساد دله منځه وړلو چل یې هم نه زده ، بس نارې وهي ، چې فاسد نظام او فاسد حکومت ....  
... او په دې توګه په  نظام کې  فسادکوونکي هره ورځ ددې غږونو په وړاندې معافیت اخلي او پیاوړی کیږي.
دا به ساده ګي وي که ووایو ، چې فساد نشته ، خبره له فساد سره په مبارزه کې ده . که یو څوک پرمهمه څوکۍ ناست وي او تر غوږونو په فساد کې ډوب وي خو چې له کاره وشړل شو او بیا فساد ضد نار ې وهي ، نو دخلکو غبرګون به څه وي؟ که یوڅوک غواړي مقرر شي  او د فساد په روان بخور بخور او بزن بزن کې ځان ورګډ کړي  او ددې لپاره چې سرکار ته ځان ورپه یاد کړي ، یا هم فشار پرې راوړي ، نو په مېډیا کې فساد، فساد نارې وهي نو اوریدونکي به څه فکر کوي؟؟
بېچاره ولس ، کله یوې خولې او کله بلې خولې ته ګوري او اوس د فساد او فسادضد فساد په فوټبال کې لکه توپ دېخوا او هاخوا سرګردان دی .

وړاندیځ :

تر هرڅه مخکې باید پر علمي بنسټ د موجود فساد دعواملو تشخیص وشي ، دا مېکروب څه ډول شی دی او له کومه راغلی دی؟ ښه ، بیا ددې ښکارندې ( پدیدې) د ورکولو لارې چارې څه دي ، په دې کې باید حکومت څه وکړي ؟ کارپوهان څه وکړي ؟ مدني ټولنه څه وکړي ؟ سیاسي جوړښتونه، مخور شخصیتونه ، دیني علما او ولس څه کولای شي ؟  فساد په سمندر کې د کنګلین غره په څېر دی ، موږ یې یوازې د څوکې یوه برخه ،چې له اوبو څخه راوتلې ده، وینو ؛ دا چې غر لاندې څومره دی ،پرې نه یو خبر ، آیا دا فساد ، لکه ددې دورې ډیموکراسي ، له بهر څخه ډیزاین شوی او راوارد شوی نه دی؟ که هو ، نو چاره یې څه ده؟
یو هغه کار، چې افغانان یې باید پخپله دځان لپاره وکړي ، پر داسې مهمو ملي مسئلو باندې فکر او کار کول دي . آیا موږ په ملي سطحه د زړه سواندو ، ژمنو ، هوښيارو او بېپرې روښانفکرانو داسې اصلاحي  فشار ډله نشو رامنځته کولای چې دولس او حکومت تر منځ عمل وکړي، پورته وړاندیځ شوې پوړۍ ګام پر ګام ووهي او بیا پرته له دې ،چې پخپله څه وغواړي ، احساسات وښيي ، کنځلې وکړي   او خلک سرګردانه کړي ، دمعقولو او عملي طرحو په وړاندې کولو او عمل ته راوستلو سره داصلاح لوري ته لاره پرانیزي؟
زه فکر کوم داسې فشار ډله به هومره زوروره وي چې په نظام کې به یې هیڅ فاسد وګړی په وړاندې ځان ټینګ نه شي کړای او تر زرګونو شعارونو او چیغو څخه به یې اغېز ډیر وي .
زما د‌ډاکتر ملګري هغه خبر چې (( ... نو ښايي ددرملنې بله لار وسنجول شي .))  همداسې یوه چاره ده .
هیڅ ټولنیز مېکروب پخپله له منځه نه ځي ، اخلاق دومره پیاوړي نه دي ،چې یو څوک دې دناسم کار کولو پر مهال دشرم احساس وکړي ، او بله دا چې لویه برخه ناسم کار ونه  په مجبوریت کې ریښه لري ، په هېواد کې د فساد یوه لویه برخه جرړې په مادي فقر کې دي ، احتیاج اخلاق وژني . که یوڅوک له تندې څخه دمرګ په حال کې وي او کوم ګېلاس او به پیدا کړي ، پرته له دې چې بل چا ته یې ست وکړي نو دژوند بچ کولو لپاره یې څښي ، په دې بیا وروسته فکر کوي ، چې اوبه پاکې وې که ناپاکې ، له مشروع لارې ترلاسه شوې وې که له نامشروع ؟  موږ ډیر فکر په دې کوو ، چي فساد څنګه کیږي ؟ دې پوښتنې ته ځواب نلرو، چې فساد ولې کیږي ؟
راځئ په معقولو لارو چارو د فساد زمینه  وپیژنو ، د ټولو لپاره د مادي فقر علاج وکړو ، هله به له دې ټولو ستونځوڅخه  د خلاصون افق ته کړکۍ پرانیستل شي .
په دې اړه ستاسو قدرمنو لوستونکیو دغبرګون په هیله .