کتابونه پاڼې پاڼې
« ټلویزیوني خبریالي» د لیکوال او ژورنالیست نذیراحمد سهار نوی کتاب دی، چې په ۲۲۸ مخونو او ۱۰۰۰ ټوکونو کې په کابل کې سپوږمۍ راډیو خپور کړی دی. دغه کتاب، چې د ښاغلي سهار له څوکلنو ټلویزیوني تجربو سرچینه اخلي، د افغان ژورنالیستانو او محصلانو لپاره د نوې ټلویزیوني خبریالۍ او دود ژانرونو او قواعدو په تړاو یو ګټور کتاب دی. په دغه کتاب کې د ټلویزیوني خبریالۍ پر دود ژانرونو، ټلویزیوني خبري سبکونو، انټرنیټي او انلاین ټلویزیوني تولیداتو، مخاطب پوهنې او ګڼو نورو مسایلو خبرې شوې، چې د افغان ژورنالیستانو او د ژورنالیزم د نویو لارویانو لپاره یې لوستل بې ګټې نه دي.
پر تقوا ولاړه کورنۍ ګټور اسلامي کتاب له چاپه راووت
پر تقوا ولاړه کورنۍ چې د عربي نړۍ د یوه نوښتګر،لیکوال فاضل شخصیت او
عالم عبدالله بن عبدالله عایض القرني کتاب دی، لیکوال او ژورنالست جعفر
هاند تازه پښتو کړی اوپه ننګرهار کې ختیځ خپرندویه ټولنې په لوړ کیفیت
که څه په پښتو کې بېلابېل کتابونه ليکل شوي دبېلګې په توګه: شاعري، ادبي کتابونه، تاريخ، لنډې کيسې، ساينسي کتابونه
د ځوان، هڅاند او نوښتګر شاعر محمد جعفر هاند نوې شعري ټولګه ولې مې نه هېرېږې، له چاپه راووته، ولې مې نه هېرېږې شعري ټولګه په جلال اباد کې د ختیځ خپرندويې ټولنې په زرو ټوکو کې خپره کړې ده .
سيند په اوښکه کې، د نظيف الله نظيف لومړۍ شعري ټولګه ده چې څه موده مخکې د ۱۰۵ مخونو او د ۱۰۰۰ ټوکو په شمېر د حسين احمد چاپخونې له خوا په خوست کې چاپ شوه، سيند په اوښکه کې، ښايسته پښتۍ لري چې له نوم سره سم يو روڼ بهانده سيند، واورين غرونه او د سيند په ژۍ ښکلي ولاړ نښترونه لري. د کتاب پر شا د شاعر وړوکی انځور او پېژندګلوي راغلې ده. په دې کتاب کې خواوشا ۱۰۰ غزل او د ګوتو په شمېر بيتونه د منځنۍ درجې پر کاغذ چاپ شوي دي.
اغزن سیم د ښاغلي نصیر احمد احمدي ناول دی، چې تیره اوونۍ دچاپ په ګاڼه سینګار شو.
اغزن سیم یوسلو شپيته مخه دی، په جلال اباد کې مومند خپرندويې ټولنې دزرو ټوکو په شمیر چاپ کړی.
ژبه يې روانه، په ښه صحافت او سپين کاغذ چاپ شوی.
يکوال: سالنګ کتاب خپروونکي
سالنګ کتاب خپروونکي Salang Book Publishers چې له تېرو څو کلونو راهيسې کتابونه چاپوي اوس تازه تازه يې دوه نور کتابونه هم چاپ کړي دي .
کتاب ټولټال له سريزې پرته ۱۱۰ مخونه او څلور څپرکي لري. په دې کتاب کې ډېر ګټور او تازه اقتصادي معلومات په خوږه پښتو ليکل شويدي. دا کتاب په خپله څانګه کې لومړنی کتاب دی، چې په پښتو ژبه کې د کاروبار مينه والو او کاروباريانو ته زيات ګټور معلومات وړاندې کړي. ښاغلي نيازي له دې وړاندې د (( بانکوالي)) په نامه په پښتو يو کتاب ليکلی و، چې په ياده څانګه کې يې د ډېرو مينه والو ستونزې هوارې کړې دي.
(د ویر سندرې) د ګران ملګري قدرت الله لټون په هڅو راټوله شوې د شعرونو ټولګه ده چې په نږدې دوه سوه مخونو کې په ننګرهار کې د ختیځ خپرندویه ټولنې له خوا په ښکلي کاغذ او ډبلې پښتې سره چاپ شو .
پوهنمل محمود نظری نوی کتاب د« شیطان پیژندنه» په نامه کتاب چې شیطان یې دفیلسوفانو ، ادیانواو پوهانو د نظریاتو او دساینس د شواهدو په اساس څیړلی دی په دې وروستیو کې د دانش خپرندويې ټولنې لخوا چاپ شوی دی.
دا د ښاغلى صيام الدېن پسرلي راټول کړى او لېکلې کتاب دی، چې په پښتو ژبه مونږ ته دافغانستان او نړۍ مهمې او مشهورې انټرنټې پاڼې يا وېب سايټونه را پېژنې لېکوال هڅه کړې، چې په دغه کتاب کې تر ډيره هغه انټرنټي پاڼي راوپېژنې چې افغانانانو پورې تړاو لري او يا يې لوستنه او اړيکه د افغاني ځوانانو لپاره مهمه او په زړه پورې ده.
د ځوان ژونالېست، ليكوال او شاعر نورولي سعيد شينواري (( رشوت د اسلام له نظره )) له اردو څخه ژباړل شوى كتاب د چاپ په ګاڼه ښكلى شو.
د استاد اجمل خان زاهد د لومړي کتاب ( هارډ وییر او نیټ ورکینګ ) نه وروسته دا دی نوی کتاب چې ( خپله کمپیوټر خپله زده کړئ ) نومیږي بازار ته راوتی.
د ناټو د بې ځايه څرګندونو په اړه څېړنه شوې.
د انجينري پوهنځۍ محصلينو او ساختماني انجينرۍ مسلک خاوندانو لپاره ښاغلي انجينیر محب الله "رحمت" د ډېر زيار او زحمت وروسته د ساختماني موادو د آزموينو لارښود په نامه کتاب لیکلئ، چه د افغان ښووني او روزني موسسې لخوا چاپ او خپور سوئ او مينه والو ته ېي د لوستلو بلنه ورکوي. هېوادوال کولای سي يادسوئ کتاب په کندهار کي د ارګ بازار د کتاب پلورنځيو څخه ترلاسه کړي او يا هم د زياتو معلوماتو لپاره په لاندي گرځنده ټليفون شمېرو باندي اړيکي ټينگي کړي.
د فضايل اعمال کتاب د شيخ الحديث حضرت مولانا محمد زکريا (رح) ليکنه، چه ښاغلي مولوي عبدالهادي "حماد" په ساده او روانه پښتو ژباړلئ دئ د افغان ښووني او روزني موسسې په ښکلي صحافت او ترتيب سره چاپ او خپور کړئ مينه والو ته ېي د لوستلو بلنه ورکوي.
د وتلي خوږ ژبي ملي شاعر شهید امان الله سیلاب ساپي د شعرونو نوې ټولګه چاپشوه.
په دې کتاب کې چې (( کنډولی )) نومیږي ټول ۳۲۵ شعرونه راټول شوي. شعري برخه یې ۵۷۴ مخه ده او په لومړي ځل پکې د شهید سیلاب ۱۸ په زړه پورې انځورونه هم خپاره شوي.
د اسلامي فکر اتلان د زاهد جلالي نوی او لومړی اثر دی چې د شپاړس مسلمانو شخصيتونو مفصل ژوند او اند پکی ليکل شوی دی. د دغو څېرو په هکله په پښتو نړۍ کې کافي اندازه معلومات نه شته او د اسلامي نړۍ وتلې څېرې دي. ياد کتاب کابل خپرندويه ټولنې خپور کړی دی او د شپاړسو څېرو په هکله معلومات راغونډ شوي چې نومونه يې دا دي:
د پښتو کیسه ډایجست شپږمه ګڼه تر يو كلن ځنډ وروسته په کابل کې دشپون پروډکشن له خوا خپره شوه چې په دې ګڼه كې د ښاغلي رزين انځور ، صفيه حليم،ايمل پسرلي ،وكيل شينواري، اجيت کور، روشن لال ملهوترا ، صديق الله بدر، پروين ملال ،طوبا ندا ،احسان الله ارينزي، لينا شريفي ، ګلزار ، ميرويس افغان ، ثنا ساپۍ ، نصير احمد احمدي ، باز محمد عابد، فريبا ظاهر رحيم الله بشارت ،نجيب منلي ،زليخا عزيز ،محمود نظري، قاضي حسن حقيار، بي بي سيده عارف، خالد نويسا اوډاکتر محب الله زغم په زړه پورې کیسې د پیاوړي انځورګرعبدالهادي تپاند دښکلو انځورونو سره راټولې شوې دي . د یادونې وړده چې کیسه ډایجست دمحبوب الله خان او راحلې نوري په زیار په کابل کې ددانش خپرندويې ټولنې په تخنیکي څانګه چاپ شوې ده او په دې ګڼه کې ټول ټال پينځه ويشت لنډې کیسې راټولې شوې دي.

