د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ضعیف: مطلق اکثریت له پامه غورځول شوی و

کمال الدين رنځور 15.01.2012 13:39

د طالبانو پخواني چارواکي عبدالسلام ضعيف نن پژواک خبري اژانس سره په يوه اوږده مرکه کې ويلي دي چې په احتمالي مذاکراتو کې د طالبانو پر رښتينولۍ شک نه لري او که طالبان سياسي پروسې ته داخل شي نو بايد يو مثبت ګام وي. ضعيف ويلي دي چې د ځينو پروتوکولونو له مخې په تېرو لسو کلونو کې د افغانستان مطلق اکثریت له پامه وغورځول شو او معاملې د نورو تر منځ وشوې.

عبدالسلام ضعيف د طالبانو د واکمنۍ په مهال په پاکستان کې د افغانستان سفير و چې پاکستانيانو د طالبانو د سقوط په مهال امريکايانو ته لاس تړلی ورکړ او ګوانتانامو ته په ځولنو کې يووړل شو. هغه وروسته د افغانستان د حکومت په هڅو ازاد شو او تر اوسه د افغان واکمن رژيم او د بهرنيانو د شتون سره په مخالفت کې دی.

ښاغلي ضعیف نه ده روښانه کړې چې له مطلق اکثريت څخه مطلب پښتانه دي او که طالبان. پښتنو سره د تېرې لس کلنې واکمنۍ په مهال دښمني شوې ده او طالبان د بهرنيانو او واکمن رژيم سره په جګړه کې دي. د دوی پر ځای د افغانستان د لږکيو په استازيتوب د يو شمېر جنګسالارانو سره معاملې وشوې چې تر ډېر یې په افغانستان کې د بهرنيانو د موخو لپاره مناسب خلک و. دا جنګسالاران په حقيقت کې د قامونو استازي نه خو ماهر معاملګر دي چې یو شمېر یې تېره اونۍ د جرمني په برلين کې هم د کانګرس د څلورو غړو سره راغونډ شوي وو او په افغانستان کې د نظام په بدلولو خبرې کولې.

کېدای شي همدا لامل وي چې ضعيف په مرکه کې ويلي دي چې ((دغه مهال هم يادې معاملې روانې دي، خو اوس چې حقيقت رابرسېره شوى، دغه پروتوکولونه لغوه کېږي او بايد لغوه شي.))

ضعيف همدا رازد پاکستان سره د طالبانو په تړلو نيوکه کړې ده او ويلي یې دي چې د پاکستان پورې د طالبانو دا ډول تړل ناسم و. د ده په اند، په سياسيت کې د طالبانو ورګډول يوه اړتيا ده.

ضعيف وايي، چې نړيواله ټولنه طالبانو ته په سياست کې د ګډون لپاره د اساسي قانون د منلو شرط د يوې وسيلې په توګه کاروي. نوموړی وايي: ((زه فکر کوم تر اوسه اساسي قانون د يوې وسيلې په توګه هم خارجيانو استعمال کړى او هم په افغانستان کې واکدارانو له دې څخه استفاده کړې وه ... طالبان نه حکومت په رسميت پېژني او نه يې اساسي قانون.))

ضعيف وړانديز کړی دی چې په اساسي قانون دې بيا له سره غور وشي. د يادونې ده چې په اساسي قانون کې د ښځو د حقوقو برسېره ډېر داسې نور ټکي دي چې طالبان یې د شريعت سره په ټکر کې بولي. ښه بېلګه یې د ازادو ټاکنو له لارې د ولس استازي او واکمن ټاکل دي. طالبان دا ډول نظام د د وی ((شرعي افکارو)) سره په ټکر کې بولي.

د طالبانو د ټکولو په بهانه په تېرو لسو کلونو کې پښتانه د ډيورنډ دواړو خواوو ته سخت وټکول شول، خو د طالبانو په فکر کې د پښتو او پښتنو په نامه هم کوم ټکی نشته او لا روښانه نه ده چې ګنې طالبان به د هېواد دې غوڅ اکثريت سره د ظلمونو پوښتنه او د دې ستر قام د حيثيت بېرته برحالولو په اړه په خپلو مذاکراتو کې څه وکړي.