د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سولې عالي شورا به څنګه سوله راولي؟!

کمال الدين رنځور 22.06.2013 10:37

په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر د افغانستان د اسلامي امارت په نامه او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د سپين بيرغ د سيوري لاندې پرانيستل کېدل  د کابل حکومت په غوصه کړ. داسې ښکاري چې ټولو خواو پر دې مخکې موافقه کړې وه چې دا دفتر به د طالبانو د تحريک د سياسي دفتر په نامه پرانيستل کېږي.

د کابل د حکومت د غوصې تر څنګ د سولې عالي شورا (د ولسمشر کرزي سره له کتنې وروسته) هم په غوصه شوه او اعلان یې وکړ چې قطر ته به طالبانو سره د مذاکراتو لپاره ولاړه نه شي. د اړيکو او فشارونو په پای کې د طالبانو له دفتره لوحه لرې کړای شوه او بيرغ یې ټيټ کړای شو. خو د سولې شورا لا هم په غوصه ده او ټينګار کوي چې د افغان حکومت ټولې غوښتنې منل شوي نه وي نو مذاکرات نه کوي.

دا ډول دريځ د سولې شورا اعتبار بېخي له منځه وړي. مخکې هم د سولې شورا په اړه ويل کېدل چې دنده یې د سولې راوستل نه بلکه د ناټو او کابل حکومت په ګټه د طالبانو په منځ کې درځ اچول دي. همدا کار او هڅې د دې لامل شوې چې پخوانی مشر یې (برهان الدين رباني) ووژل شو. د نوموړي وژنه ناټو او د ولسمشر حامد کرزي حکومت ته سخت پيغام و چې د طالبانو په ويشلو کې به بريالی نه شي.

اوس دا خبره نوره هم په زبات رسېږي چې د سولې شورا د سولې لپاره نه بلکه د ناټو او کابل حکومت د دريځ د خدمت لپاره جوړه شوې ده. که نه په کار خو دا وه چې تر هر چا زيات دا شورا د طالبانو دفتر پرانيستنې ته خوشاله شوې وای او د طالبانو د سولې د وړانديز هرکلی یې کړی وای.

د سولې عالي شورا ته بهرنيانو تر يو نيم سل مليونه ډالر ډېر ځانګړي کړي دي. دا پيسې په خلاصېدو دي. او که سوله وشي نو بيا خو بېخي بندېږي. امريکايان هم په دې پوهېږي چې دا شورا په خپل هدف کې پاتې راغلې ده. د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري ولسمشر کرزي ته ويلي دي چې دوی د طالبانو سره ځکه مستقيمي خبرې کوي چې د ده حکومت کلونه وشول د طالبانو سره د مذاکراتو خبره کوي خو تر اوسه یې هيڅ ونه کړل.

د دې شورا ډېرې پيسې برهان الدين رباني ووهلې او اوس یې د نوموړي زوی صلاح الدين وهي. د دې شورا د يو غړي خبره ده چې کوم مهال برهان الدين رباني د دې شورا مشر شو نو سمدستي يې امر وکړ چې د شورا له بوديجي دې پنځه مليون ډالر د ده بانکي حساب ته ولېږل شي. دا غړی وايي چې هغه مهال ورسره دوی دا کار ونه مانه. وروسته د شورا په ثبت شوي کتابچو کې راغلي دي چې په بدخشان کې رباني پنځه ويشت زره طالبان تسليم کړي دي. د دوی په سر چې کومې پيسې شورا مصرف کړي دي هغه نو روښانه ده ټولې د مرحوم رباني له لارې مصرف شوي دي.

د شورا د غړو او مامورينو معاشونه په ډالرو او ډېر لوړ دي. د دې کسانو په سوله کې تاوان دی ځکه چې په دې شورا بيا بهرنۍ بوديجه ودرېږي او کار یې پای ته رسي.

يوه شورا چې د غړو ټول پام او فکر یې په خپلو معاشونو کې وي او بې پري نه وي بلکه د کابل د حکومت دريځ يې خپل دريځ وي نو بيا خو د جګړې يوه خوا ده، منځګړيتوب نه شي کولای او نه د سولې لپاره چا سره اړيکي نيولی شي.

ښه به دا وي چې دا شورا پخپل چوکاټ کې د امريکايانو په شمول د طالبانو بهرني او دنني مخالفين ټول سره راغونډ کړي او په يو دريځ د طالبانو سره مذاکرات وکړي، او خپل نوم هم (د طالبانو د مخالفينو شورا) ته واړوي. که د افغانستان خدمت ونکړي لږ تر لږه د جنګسالارانو او د هغوی د بهرنيو ملاتړ کونکو ځواکونو خدمت خو به یې کړي وي او د هغوی د ورکړو پيسو حق به يې ادا کړی وي.