د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان حکومت د امريکايانو او طالبانو د خبرو هرکلی کوي

کمال الدين رنځور 04.01.2012 21:48
افغان حکومت د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو او په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانیستلو يو ځل بيا هرکلی کړی دی. 
دا هرکلی له جمهوري رياست څخه په يوه خپره شوي اعلاميه کې شوې ده. په اعلاميه کې راغلي دي چي د افغانستان اسلامي جمهوریت له کلونو را په د یخوا په تکرار سره دا په ډاګه کړې ده چې د ترهګرۍ پرخلاف د جګړې اصلي علتونه د افغانستان د خلکو په کورونو او کلیو کې نشته، نو ځکه دغه جګړه نشي کولای د افغانانو پر کورونو باندې د بریدونو په کولو سره بري ته ورسیږي.
له ارګ څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي دي چې افغانستان د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د مذاکرې په اړه چې طالبانو ته به په قطر کې د دفتر په جوړېدو منتج شي، موافق دی تر څو چې زموږ بې ګناه خلک د بهرنیانو او د هغوی د عمالو له هغو پلمو څخه نجات پیدا کړي چې دوی یې د افغانانو د وژلو او وینې تویولو لپاره کاروي.
خو حکومت همداراز ويلي دي چې ((د سولې په مشورتي جرګه او په وروستۍ عنعنوي لویه جرګه کې زموږ د خلکو استازو په څرګند ډول سولې او ثبات ته د رسیدو لپاره زموږ د خلکو هیلې څرګندې کړې او پر هغوی یې ټینګار وکړ. د یادو جرګو د توصیو له مخې، سولې ته رسیدل او د وروستیو لسو کلونو د لاس ته راوړنو او د اساسي قانون د ارزښتونو په ساتلو باندې ټینګار، له ملي یووالي او د افغانستان له اسلامي جمهوري نظام څخه حراست، کولای شي دغه هیلې په واقعیت بدلې کړي.))