د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کريکټ د مافيا په ولکه کې

کمال الدين رنځور 11.04.2012 22:02

 هېوادوال هيله مند وو چې کريکټ به له ګډوډیانو نه راووځي او اداره به یې جوړه شي. خو کلونه وشول چې کله يو مشر ورته وټاکل شي او کله ورته بل مشر وټاکل شي. په کريکټ دا دومره وخت لانجو د کريکټ مافيا زېږولي ده. دا مافيا هغه کسان دي چې په هره قيمت غواړي په کريکټ اداره کې پاتې شي او لکه غوا کريکټ اداره ولوشي چې دوی ته هميشه پۍ وکړي. همدا د کرکټ مافيا وه چې کله کريکټ کوچنی و او يواځې د ايشيا کرکټ کونسل پیسې ورته راتللې بې ځايه به یې مصرفولې. دسيسې به یې جوړولې تر دې چې په ځينو یې ايشيا کرکټ کونسل او ای سي سي بندیزونه هم ولګول. خو بيا حامد کرزي ته د نږدې کېدو او دسيسو له لارې په کريکټ کې شامل شول. بيا یې هم په کريکټ کې ډول ډول فسادونه وکړل. د کريکټ بورډ وظيفې یې نااهله کسانو ته وسپارلې.

په دې مافيا کې مهم غړی چې همیشه په هره لانجه کې يوې خوا ته ولاړ وي او کله لا دواړو خواو ته ولاړ وی د سلاکار وزير په نامه يو بې کاره کس د شهزاده مسعود په نامه دی. دی د رشتیا شهزاده نه دی خو نوم یې شهزاده دی. په بشپړه توګه بې سواده دی خو د امريکايانو د ظالم او جابر رژيم د راتګ سره په مظلومو افغانانو لکه د نورو جنګسالارانو دی هم نازل شو. په هره لانجه کې دا کس موجود وي او نه پرېږدي چې کريکټ جوړ شي. په نوم شهزاده هم له دولت څخه معاش اخلي او هم له کرکټ بورډ څخه په زرګونه ډالر هره میاشت اخلي چې د افغانستان د هغه قوانينو څرګنده مخالفت او اداري فساد دی چې له دولته دوه معاشونه اخيستل جرم ګڼي. خو په فاسد رژيم کې دی اول سړی نه دی چې دا رنګه دوامداره فساد کابو د لسو کلونو دپاره کوي او څوک ورته غږ هم نه شي کولای.

شهزاده د هغو یو سل او لسو سلاکارانو وزيرانو له جملې يو سلاکار دی چې په تېرو ورځو کې پرې رسنيو رپورټونه جوړ کړل او په دې سلسله یې د ولسمشر کرزي په اداره کې پراخه فساد روښانه کړ چې دا سلاکاران هيڅ کار نه کوي خو تر شپږو مليونو ډالرو پورې مصرف لري. د پژواک په رپوټ کې شهزاده ښکاره ويلي و چې دی د سلاکارۍ کوم کار نه لري او د ولسمشر سره بغير د کريکټ له غونډو بل چېرته نه ګوري. مطلب دا چې دا د شهزاده بل فساد دی چې کريکټ د ولسمشر سره د کتلو لپاره استعمالوي.

په مافيا کې یو شمېر نور کسان هم شامل دی چې يو یې د نسيم الله دانش په نامه يو کس دی چې په سوانحو کې یې غټه کارنامه دا ده چې د امريکايانو او نورو ښکېلګرو کانټرکټر او ايجنټ پاتې شوی دی. چې زاخېلوال د پارليمنټ د غړو له ويرې مقرر کړی دی او کريکټ پرې لګيا دی بربادوي. دانش نو څومره چې وسعه رسيدله هغه ټوله مافيا چې له کريکټ بورد څخه لرې ساتل شوې وه بېرته په بورد کې د قدرت په ګدۍ کېنول. اوس د همدې مافيا له کبله په کرکټ بورډ کې يوه روپۍ نشته او کرکټ بورډ قرضداری دی.

دې فاسدو کسانو په ولايتونو کې هم فاسد کسان په کريکټ حاکمان مقرر کړی دي او دا وړې مافياګانې بيا د لویو مافياګانو د پاتې کېدو لپاره منډې وهي او په کانتنننتل کې ورته جلسې کوي او کوشش کوي.

همدا مافيا ده چې په دې اونۍ کې یې په انترکانتننتل هوټل کې په هغه غونډه کې چې د افغان ملي لوبډلې په افتخار جوړه شوې وه دوی د دانش صفتونه کول او د امريکايانو او کفارو دا ايجنټ چې خپل ولايت خوست ته له ويرې نه شي تللی دوی داسې معرفي کولو چې ډېر ستر مدير او د کريکټ عظيم خدمتګار دی. فاسد چارواکي او د مافيا مشران په همداسې چلبازۍ په فاسدو رژيمونو کې په قدرت پاتې کېږي.

اوس اورېدل کېږي چې داسې فاسده درګاه او دروازه نشته چې د مافيا مشر په نوم شهزاده او د مافيا سرپرست مشر دانش نه وي ټکولي چې په کريکټ بورد کې په قدرت پاتي شي. دوی سره د دې مافيا نور کوچني غړي هم شامل دي. په انترکانتننتل غونډه چې چا د لوبغاړو ياده هم سمه ونکړه بلکه د مافيا وړو چمچو او غوړه مالانو د مافیا د مشرانو او سردارانو صفتونه کول.

افغانان يواځې د فاسد سرپرست اجرايوي مشر د لرې کېدو غوښتنه نه کوي. همدارنګه ورسره د شهزاده په شمول د ټولې مافيا د رخصتولو او محاکمه کولو غوښتنه کوي. شهزاده بايد ټولې هغه پيسې بېرته کريکټ بورډ ته وسپاري چې ده د قانون په مخالفت کې له د معاش په ډول له کريکټ بورډ نه اخيستي دي. او نور د مافيا غړي هم بايد د کريکټ بورډ ټولې پيسې ورکړي.