د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

طالبانو په جرمني کې د جنګسالارانو غونډه وغندله

کمال الدين رنځور 16.01.2012 13:08

د دولت او بهرنيانو مخالفې وسلوالې ډلې (طالبانو) د جرمني په برلين ښار کې د يو شمېر جنګسالارانو سره د د امريکا د کانګرس د غړو غونډه وغندله. په دې غونډه کې په افغانستان کې د سياسي نظام په بدلولو خبرې شوې وې او د امريکا کانګرس غړو جنګسالاران هڅولي وو چې خپلي ليکې د دې موخو لپاره منظمې کړي.

د طالبانو غورځنګ په يوه اعلاميو کې ويلي دي چې دوی د ((د یو موټي افغانستان غوښتونکی دي، او د بن غونډه په کلکو ټکو غندي)). دا لومړی ځل دی چې طالبان دا ډول غونډې ته په داسې سختو ټکو غبرګون ښيي. امکان لري دا غبرګون ځکه شوی وي چې امريکايان داسې مهال د طالبانو سره جنګېدلو جنګسالارانو سره خبرې کوي چې د طالبانو سره یې هم مذاکرات پيل کړي دي.

طالبانو د فدرالي نظام مخالفت کړی دی او ويلي یې دي چې ((افغانستان د ټولو مشترک کور دی او هرڅوک چې تر فدرالي نظام لاندې د دغه مشترک کور د وېشنې او تجزیې لپاره لار اواروي، اسلامي امارت د هیواد د ځمکني تمامیت د مدافع په توګه،  هغه ته د دښمن په سترګه ګوري او په وړاندي  یې له هیڅ راز عکس العمل څخه ځان نه دریغوي.))

طالبانو د خپلې واکمنۍ په مهال په شمال کې جنګونو ته په اشاره ويلي دي چې دوی د ((هیواد د امن او یو موټیتوب لپاره  په دشت لیلی کې د خپلو زرګونو غړو قرباني ورکړې ده.)) کابو دولس کاله وړاندې چې کله طالبانو د دوستم او احمدشاه مسعود ځواکونه مات کړل په پايله کې یې د ايران او د افغاني جنګسالارانو تر منځ هغه منل شوې دسيسه چې له مخې یې افغانستان ويشل کېده ناکامه شوه. د احمد شاه مسعود نږدې ملګری ليکوال رازق مامون موده مخکې له دې پرده پورته کړه چې ايران سره له احمدشاه مسعوده پرته د برهان الدين رباني، محمد محقق، کريم خليلي، عبدالرشيد دوستم او نورو په شمول جنګسالارانو موافقه کړې وه چې افغانستان وويشي او د دې لپاره یې په مزار کې د ايران په کونسلګرۍ کې یو شمېر د ايران د استخباراتو مامورين ګمارلي و چې د طالبانو د بريد په مهال په مرموزه توګه ووژل شول.

طالبانو ويلي دي چې څوک د افغانستان تجزیه کول او یا فدرالي نظام غواړي، د افغانستان دښمنان دي.

په اعلاميه کې طالبانو په جرمني هم نيوکه کړې ده چې دې غونډې ته یې ځای ورکړی او یو شمېر جرمنيانو په کې برخه اخيستي ده. دوی وايي چې که جرمني د افغانستان خیر غواړي نو د افغانستان د ټول ولس د هیلو احترام دې وکړي.

د برلين په غونډه کې جنګسالارانو د طالبانو سره د مذاکراتو په اړه ويلي وو چې دوی حق لري په دې مذاکراتو کې د يو طرف په حيث برخه واخلي او دا مذاکرات له دوی پرته ناشوني دي. خو شنونکي وايي چې جنګسالاران پخوا امريکايانو سره موافقې ته رسېدلي او که امريکا مذاکرات کوي نو اړتيا نشته چې دوی ته د طرف په توګه وکتل شي.

د يادونې ده چې په جرمني کې يو شمېر هغه جنګسالاران او د بشر د حقوقو په پايمالولو تورن کسان د امريکا د کانګرس د څلورو غړو سره غونډ شوي وو چې ځانونه د لږکيو استازي بولي. په واقعيت کې دې جنګسالارانو د خپلو شخصو ګټو لپاره د لږکيو مشرولي اختطاف کړې ده او داسې کومه پروسه نشته چې له لارې یې دوی د کوم توکم استازي ټاکل شوي وي.

د يادونې ده چې په افغان دولت، مدني ټولنو، رسنيو، ملي شخصيتونو، افغان ملت ګوند، او اوس طالبانو په جرمني کې ناسته غندلې ده.