د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په مصر کې د اسلامپالو پرزول او افغانانو ته سبقونه

کمال الدين رنځور 04.07.2013 17:02

په مصر کې پوځي کودتا وشوه او ولسواکي پوځ زندۍ کړه. هغه ولسواکي چې اسلامپالو منله او اسلامپال یې د قدرت ګدۍ ته په سولييزه توګه رسولي وو. خو د ډيموکراسۍ دروغژنو سيکولرو دعوه ګيرو ته دا ډول ولسواکي د منلو نه وه نو د يو سيکولر پوځ په مرسته یې يو کلنه ځوانه ولسواکي ووژله.

په مصر کې د ۲۵ جنوري ۲۰۱۱ کال د ولسي پاڅون په پايله کې د ولسواکۍ په موخه يو شمېر ګامونه واخيستل شول. ټولپوښتنه وشوه او په پايله کې یې پخوانی اساسي قانون تعديل کړای شو، اسلامپالو یې پلوي وکړه او ټولپوښتنه بريالۍ شوه. ورپسې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې ټاکنې وشوې چې اسلامپالو ډلو په کې اکثريت وګاټه. بيا ورپسې ولسمشريزې ټاکنې وشوې او ولس اسلامپال محمد مرسي د ولسمشر په توګه وټاکه. اساسي قانون وليکل شو او د اسلامپالو په پلوۍ ولس په غوڅ اکثريت ومانه. دا ټولې برياوې د خلکو په خوښه او په جمهوري او ډيموکراتيکه توګه اسلامپالو ترلاسه کړې.

د افغانستان اسلامپالو او سيکولرانو ته دا پوځي کودتا ډېر مهم پيغام لري او هغه ځکه چې د مصر اسلامي نهضت د افغانستان په اسلامي تحريک مهمې اغېزې لري او دوی دې تجربې ته کتل چې بريالۍ کېږي او که څنګه، خو په الجزاير کې د ۱۹۹۲ کال د ټاکنو د نه منلو (چې اسلامي ګوند ګټلې وې) دا دويم ځل دی چې سيکولر ډلې يو داسې ولسواکه نظام ړنګوي چې اسلامپال یې په سر کې وو. دا به دا خبره سخته کړي چې په راتلونکي کې اسلامپاله په سيکولرو، غربپاله، او قام پرستو ډلو په اسانه باور وکړي او دا ومني چې ګنې دا ډلې به د اسلامپالو سره د ټاکنيزو صندوقانو پايلې ومني.

سيکولرو، غربپالو، او قامپرستو ډلو ته هم مهم پيغام لري ځکه چې دا ډلې خلک هم په ټولو اسلامي هېوادونو کې ډېر فکري توپيرونه نه لري او د افکارو سرچينه یې يوه ده. دوی بايد پوه شي چې د ډيموکراسۍ د پايلې د منلو په اړه یې باور ته ډېر زيان ورسېد. دوی يواځې د اسلامپالو مخنيوی او ځپل غواړي او دا نه مني چې ګنې اسلامپال دې هم په ولسواکۍ کې شريک وي. دوی ولسواکۍ او ډيموکراسۍ ته مخلص نه دي او لکه د اخوان المسلين موسس حسن البنا چې ويل دي: ډيموکراسي سيکولرانو ته د خرما د بت مثال لري، چې د دوی په ګټه وي عبادت يې کوي، خو چې په زيان یې وي بيا یې خوري.

دا چې افغانستان په جګړه کې دی او د سولې خبرو ته خلک پېشبينه دي، د غرب په پلويانو او د کابل په حکومت ډېر ستر مسوليت پروت دی چې طالبانو او اسلامپالو ته اطمنان ورکړي چې څنګه به په يو جمهوري او ولسواکه سيستم کې هغوی ژوند وکړي. ځکه تر اوسه په نړۍ غربپالو دا په زبات ورسوله چې ولسواکي ورته هيڅ مانا نه لري او خبره ټوله زور بالای زور ده.

اسلامپالو ته پام کول په کار دي چې خوشې په وعدو ونه غولېږي، که ډيموکراتيک او جمهوري لارې او ژوند د سيکولرانو او غربپالو سره مني نو دا بايد په ذهن کې ولري چې يواځېنی تضمين یې د دوی خپل زور دی. د دوی اراده به په زور ساتل کېږي، نه د غربيانو او د هغوی د ملګرو په تشو وعدو. دوی ته جمهوريت او ډيموکراسي د خورما بت دی چې وږې شي خوري یې.