د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

طالبانو او حزب اسلامي دواړو د مذاکراتو پخلی وکړ

کمال الدين رنځور 03.01.2012 15:36

نن د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ اسلامي ګوند او د طالبانو وسلوال غورځنګ د سولې د مذاکراتو د ترسره کېدو پخلی کړی.

په دې ترڅ کې طالبانو ويلي دي چې  په قطر کې يې د خپل دفتر د پرانېستلو له پاره د قطر او یو شمېر نورو هېوادونو سره هوکړه کړې ده. حزب اسلامي هم د دې پخلی کړی دی چې يوې ډلګۍ یې په ارګ کې د ولسمشر کرزي سره کتلي او ګټورې خبرې یې کړي دي. 

اسوشيتد پرس وايي چې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ورته د قطر د دفتر د پرانيستلو د موافقې په اړه خبر تاييد کړی دی او ويلي یې دي چې  دفتر د نړيوالو ټولنې سره د مذاکراتو په موخه پرانيزي. مجاهد وايي چې په افغانستان کې د پياوړي شتون تر څنګ غواړي په قطر کې دفتر هم ولري.

مجاهد تاييد کړې ده چې په ګوانتامو کې یې د بنديانو د تبادلې غوښتنه هم کړې ده. مخکې د تبادلې خبره نه وه شوې خو د طالبانو د بنديانو د مشروطې ازادۍ خبر خپور شوی و. طالبان دا مهال يو امريکايي پوځي چې بو برګهادي نومېږي له ځانه سره اسير لري.

په اروپا کې د حزب اسلامي د سياسي دفتر مسوول قريب الرحمن سعيد پژواک خبري اژانس ته ويلي دي چې تېره اونۍ د حزب اسلامي يو لوړ پوړى پلاوى کابل ته تللى و او د تېرې پنجشنبې په ورځ یې په ارګ کې له ولسمشر حامد کرزي او يو شمېر نورو دولتي چارواکو سره کتلي دي.

د اسلامي ګوند يو وياند هارون زرغون هم د دې خبرې پخلی کړی دی او پژواک خبري اژانس ته یې ويلي دي چې ((اصلي خبرې بايد له امريکايانو سره وشي، خو غواړو چې لا له وړاندې يو بين الافغاني تفاهم موجود وي، دا د دې معنا نه لري چې حتمي دې له حکومت سره وي؛ ځکه چې حکومت خو هېڅ اختيار نه لري، هغه چې د شپې بريدونه نه شي بندولی، د خبرو به څه اختيار ولري.))

د ولسمشر کرزي وياند اېمل فيضي هم منلې چې د حزب اسلامي د غړو سره یې مذاکرات ترسره کړي دي. له بلې خوا رسنيو خبرونه خپاره کړي دي چې د طالبانو سره په خبرو کې افغان حکومت هم رول لري.

شنونکي په دې باور دي چې د قطر دفتر د مذاکراتو لپاره لومړی او مهم ګام خو پخپله مذاکرات به اوږده موده ونيسي او ستړې کونکي به وي خو جګړه به سمدستي ونه درېږي بلکه شايد یو څه نوره هم توده شي ځکه هره خوا به بلې ته خپل زور ښيي.

طالبان او حزب اسلامي د دولت او امريکايانو دوه سترې وسلوالې ډلې دي چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې نفوذ لري او د امريکايانو خلاف یې جګړه تېر لس کلونه توده ساتلې ده. دواړه ډلې فکر اختلاف لري او وخت ناوخته یې پخپل منځ کې شخړې هم کړي دي او معلومات نشته چې دواړه ډلې به په مذاکراتو کې سره همغږي ولري او که به بېل بېل مذاکرات ولري.

تر اوسه له اعلان شوو پلانونو داسې ښکاري چې حزب اسلامي د طالبانو په پرتله نرم دريځ لري . د مذاکراتو او د خپل راتلونکي په اړه روښانه تصور لري او په دولت کې یې د نورو ډلو سره د يو ځای کار کولو لپاره چمتووالی ښودلی دی.

دواړه ډلې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو په ويستلو ټينګار کوي. طالبانو پخوا د خبرو لپاره دا شرط ايښی و چې له مذاکراتو مخکې بايد  بهرنيان افغانستان پرېږدي خو د قطر د دفتر په پرانيستلو ښکاري چې له دې شرط څخه تېر شوي دي.

تر اوسه لا په دې خبرو کې د پاکستان د رول په اړه څه نه دي ويل شوي. ځینې شنونکي دا مذاکرات په پاکستان د فشار نتيجه بولې خو ځینې نور بيا په قطر کې د طالبانو د دفتر پرانستل کېدل د پاکستان له دروند اغېز څخه د طالبانو د استقلال پيل او ښه فرصت بولي.