د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کمال الدين رنځور

06.10.2013 07:49    |   کمال الدين رنځور د افغان ملي غورځنګ د مشرتابه د پام وړ

ګوندونه او تحريکونه هغه وخت پياوړي کېږي، اغېز کوي، او هدفونو ته رسېږي چې له همفکره او متجانسو اشخاصو جوړ شوي وي او د يو ګوند يا خوځښت د جوړونې اصول په پام کې ولري. افغان ملي غورځنګ چې د خورو ورو ملت پالو د راغونډولو يوه هڅه ده هم له دې قاعدې استثنا نه دی.

04.07.2013 15:02    |   کمال الدين رنځور په مصر کې د اسلامپالو پرزول او افغانانو ته سبقونه

په مصر کې پوځي کودتا وشوه او ولسواکي پوځ زندۍ کړه. هغه ولسواکي چې اسلامپالو منله او اسلامپال یې د قدرت ګدۍ ته په سولييزه توګه رسولي وو. خو د ډيموکراسۍ دروغژنو سيکولرو دعوه ګيرو ته دا ډول ولسواکي د منلو نه وه نو د يو سيکولر پوځ په مرسته یې يو کلنه ځوانه ولسواکي ووژله. په مصر کې د ۲۵ جنوري ۲۰۱۱ کال د ولسي پاڅون په پايله کې د ولسواکۍ په موخه يو شمېر ګامونه واخيستل شول. ټولپوښتنه وشوه او په پايله کې یې پخوانی اساسي قانون تعديل کړای شو، اسلامپالو یې پلوي وکړه او ټولپوښتنه بريالۍ شوه. ورپسې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې ټاکنې وشوې چې اسلامپالو ډلو په کې اکثريت وګاټه. بيا ورپسې ولسمشريزې ټاکنې وشوې او ولس اسلامپال محمد مرسي د ولسمشر په توګه وټاکه. اساسي قانون وليکل شو او د اسلامپالو په پلوۍ ولس په غوڅ اکثريت ومانه. دا ټولې برياوې د خلکو په خوښه او په جمهوري او ډيموکراتيکه توګه اسلامپالو ترلاسه کړې.

22.06.2013 08:37    |   کمال الدين رنځور د سولې عالي شورا به څنګه سوله راولي؟!

په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر د افغانستان د اسلامي امارت په نامه او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د سپين بيرغ د سيوري لاندې پرانيستل کېدل د کابل حکومت په غوصه کړ. داسې ښکاري چې ټولو خواو پر دې مخکې موافقه کړې وه چې دا دفتر به د طالبانو د تحريک د سياسي دفتر په نامه پرانيستل کېږي. د کابل د حکومت د غوصې تر څنګ د سولې عالي شورا (د ولسمشر کرزي سره له کتنې وروسته) هم په غوصه شوه او اعلان یې وکړ چې قطر ته به طالبانو سره د مذاکراتو لپاره ولاړه نه شي. د اړيکو او فشارونو په پای کې د طالبانو له دفتره لوحه لرې کړای شوه او بيرغ یې ټيټ کړای شو. خو د سولې شورا لا هم په غوصه ده او ټينګار کوي چې د افغان حکومت ټولې غوښتنې منل شوي نه وي نو مذاکرات نه کوي.

19.06.2013 08:00    |   کمال الدين رنځور په ناروی کې د طالبانو او امريکا پټې خبرې شوې دي

د ناروی د بهرنيو چارو وزير ويلي دي چې په تېرو څو مياشتو کې طالبانو او امريکايانو په دې اروپايي هېواد کې په پټه مذاکرات کړي دي. اسپين بارت د ناروي حکومتي تلويزيون ته څرګنده کړې ده چې دې پټو مذاکراتو په قطر کې د طالبانو دفتر پرانيستنې ته لاره هواره کړې ده. نوموړی وايي چې د مذاکراتو د قطر دفتر په جوړېدو کې مهم رول لرلو.

10.12.2012 15:16    |   کمال الدين رنځور کريکټ د مافيا په ولکه کې

هېوادوال هيله مند وو چې کريکټ به له ګډوډیانو نه راووځي او اداره به یې جوړه شي. خو کلونه وشول چې کله يو مشر ورته وټاکل شي او کله ورته بل مشر وټاکل شي. خو په کريکټ دا دومره وخت لانجو د کريکټ مافيا زېږولي ده. دا مافيا هغه کسان دي چې په هره قيمت غواړي په کريکټ اداره کې پاتې شي او لکه غوا کريکټ اداره ولوشي چې دوی ته هميشه پۍ وکړي. همدا د کرکټ مافيا وه چې کله کريکټ کوچنی و او يواځې د ايشيا کرکټ کونسل پیسې ورته راتللې بې ځايه به یې مصرفولې. دسيسې به یې جوړولې تر دې چې په ځينو یې ايشيا کرکټ کونسل او ای سي سي بندیزونه هم ولګول. خو بيا حامد کرزي ته د نږدې کېدو او دسيسو له لارې په کريکټ کې شامل شول. بيا یې هم په کريکټ کې ډول ډول فسادونه وکړل. د کريکټ بورډ وظيفې یې نااهله کسانو ته وسپارلې.

11.04.2012 20:02    |   کمال الدين رنځور کريکټ د مافيا په ولکه کې

هېوادوال هيله مند وو چې کريکټ به له ګډوډیانو نه راووځي او اداره به یې جوړه شي. خو کلونه وشول چې کله يو مشر ورته وټاکل شي او کله ورته بل مشر وټاکل شي. خو په کريکټ دا دومره وخت لانجو د کريکټ مافيا زېږولي ده. دا مافيا هغه کسان دي چې په هره قيمت غواړي په کريکټ اداره کې پاتې شي او لکه غوا کريکټ اداره ولوشي چې دوی ته هميشه پۍ وکړي. همدا د کرکټ مافيا وه چې کله کريکټ کوچنی و او يواځې د ايشيا کرکټ کونسل پیسې ورته راتللې بې ځايه به یې مصرفولې. دسيسې به یې جوړولې تر دې چې په ځينو یې ايشيا کرکټ کونسل او ای سي سي بندیزونه هم ولګول. خو بيا حامد کرزي ته د نږدې کېدو او دسيسو له لارې په کريکټ کې شامل شول. بيا یې هم په کريکټ کې ډول ډول فسادونه وکړل. د کريکټ بورډ وظيفې یې نااهله کسانو ته وسپارلې.

16.01.2012 12:08    |   کمال الدين رنځور طالبانو په جرمني کې د جنګسالارانو غونډه وغندله

د دولت او بهرنيانو مخالفې وسلوالې ډلې (طالبانو) د جرمني په برلين ښار کې د يو شمېر جنګسالارانو سره د د امريکا د کانګرس د غړو غونډه وغندله. په دې غونډه کې په افغانستان کې د سياسي نظام په بدلولو خبرې شوې وې او د امريکا کانګرس غړو جنګسالاران هڅولي وو چې خپلي ليکې د دې موخو لپاره منظمې کړي.

15.01.2012 12:39    |   کمال الدين رنځور ضعیف: مطلق اکثریت له پامه غورځول شوی و

د طالبانو پخواني چارواکي عبدالسلام ضعيف نن پژواک خبري اژانس سره په يوه اوږده مرکه کې ويلي دي چې په احتمالي مذاکراتو کې د طالبانو پر رښتينولۍ شک نه لري او که طالبان سياسي پروسې ته داخل شي نو بايد يو مثبت ګام وي. ضعيف ويلي دي چې د ځينو پروتوکولونو له مخې په تېرو لسو کلونو کې د افغانستان مطلق اکثریت له پامه وغورځول شو او معاملې د نورو تر منځ وشوې.

04.01.2012 20:48    |   کمال الدين رنځور افغان حکومت د امريکايانو او طالبانو د خبرو هرکلی کوي

افغان حکومت د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو او په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانیستلو يو ځل بيا هرکلی کړی دی. دا هرکلی له جمهوري رياست څخه په يوه خپره شوي اعلاميه کې شوې ده. په اعلاميه کې راغلي دي چي د افغانستان اسلامي جمهوریت له کلونو را په د یخوا په تکرار سره دا په ډاګه کړې ده چې د ترهګرۍ پرخلاف د جګړې اصلي علتونه د افغانستان د خلکو په کورونو او کلیو کې نشته، نو ځکه دغه جګړه نشي کولای د افغانانو پر کورونو باندې د بریدونو په کولو سره بري ته ورسیږي.

03.01.2012 14:36    |   کمال الدين رنځور طالبانو او حزب اسلامي دواړو د مذاکراتو پخلی وکړ

نن د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ اسلامي ګوند او د طالبانو وسلوال غورځنګ د سولې د مذاکراتو د ترسره کېدو پخلی کړی. په دې ترڅ کې طالبانو ويلي دي چې په قطر کې يې د خپل دفتر د پرانېستلو له پاره د قطر او یو شمېر نورو هېوادونو سره هوکړه کړې ده. حزب اسلامي هم د دې پخلی کړی دی چې يوې ډلګۍ یې په ارګ کې د ولسمشر کرزي سره کتلي او ګټورې خبرې یې کړي دي.

02.01.2012 17:18    |   کمال الدين رنځور په ۲۰۰۸ کال کې د لغماني مزدورانو يو وژونکی نيول شوی دی

د مشال راديو د راپور په اساس د کندهار د ملي امنيت کارکوونکي وايي چې د پلټنو پر مهال يې د وسله والو يوه پېنځه کسيزه ډله نيولې ده چې په کورنيو او بهرنيو سرتېرو په بريدونو سربېره يې قومي مشرآن او عام وګړي هم وژلي دي . د ملي امنيت کارکوونکي وايي چې په نيولو شويو کسانو کې هغه کس هم شامل دى چې دوه کاله وړاندې يې د کندهار او هرات تر مېنځ پر غزېدلې لاره له يو درې سوه درې ډوله موټر څخه څلوېښت تنه افغانان ځوانان چې د مزدوري د پاره ايران ته روان وو کښته کړي او وژلي وو.

02.01.2012 16:10    |   کمال الدين رنځور د کانونو د استخراج په تړونونو کې شفافيت ته اړتيا ده

ويل کېدل چې د عينکو د مسو کان يواځې کولای شي چې د افغانستان د حکومت عادي بوديجه تمويل کړای شي خو اوس چې د کان د استخراج د تړون په اړه او د دې کان د عايداتو په اړه کومې څرګندونې لولو بل ډول دي. له يو خوا په کابل بې له شکه چې مافيايي کړۍ واکمني کوي او له بلې خوا د همدې واکمنۍ له وجې فساد په ټولو ادارو کې لکه سرطان ريښې کړي چې د کانونو د استخراج په اړه د نه شفافيت له وجې وېره شته چې عايدات به یې هم د دې کړیو او د دوی د کوچنيو دلالانو په منځ کې وويشل شي.

01.10.2011 09:13    |   کمال الدين رنځور لوی درستيز: د ډيورڼد کرښه په رسميت نه پېژنو

د افغانستان د اسلامي دولت لوی درستيز (ارکان حرب) ستر جنرال شېر محمد کريمي په يوه تلويزيوني مرکه کې ويلي دي چې افغانستان د ډيورنډ کرښه چې افغان وطن یې وېشلی په رسميت نه ده پېژندلې. کريمي وويل چې پاکستان کوښښ کوي د دې بريدونو له لارې د ډيورند کرښه په افغان حکومت په رسميت وپېژني ځکه چې د په افغانستان کې سوله ساتي نړيوالو ځواکونو (ايساف) له هغې وروسته چې پاکستان د افغانستان په خاوره کې څو کيلومتره نور هم ننوتی دی يوه نقشه چمتو کړې ده چې په کې د ډيورنډ پخوانۍ کرښه او د پاکستان له خوا د نوي اشغال شوو سيمو کرښه رسمه شوې ده چې ايساف یې د حلولو هڅه کوي. کريمي وايي چې که چېرته د ايساف له لارې که موږ د ډيورنډ پخوانۍ کرښه او يا اوسنۍ کرښه په رسميت وپېژنو د پاکستان په ګټه ده او پاکستان خپلو موخو ته رسوي. لوی درستيز ستر جنرال شېر محمد کريمي زياته کړه چې ((موږ بايد خپله سياسي او ټولنيزه هوښياري له لاسه ورنکړو. د ډيورنډ معاهده د امير عبدالرحمان خان په وخت کې په ۱۸۹۳ کال لاسليک شوې ده او له سلو ډېر کلونه پرې تېر شوي دي چې موږ ته حق راکوي چې دا تړون رد کړو او د خپلې خاورې په اړه چې اوس زموږ په لاس کې نه ده او د پاکستان پورې تړلې ده تصميم ونيسو او پرېکړه وکړو.))

06.09.2011 06:55    |   کمال الدين رنځور د ايران ځمکنی مساحت زيات شوی دی

ايران په يو حيرانونکي اعلان کې ښکاره کړې ده چې د هېواد مساحت یې ۲۲۶ زره کيلومتره زيات شوی دی. دا په داسې حال کې چې رپوټونه وايي چې ايران د افغانستان په خاوره کې ننوتی او ډېرې ځمکې لاندي کړي دي. ايران همدا راز له عربي متحده اماراتو څخه درې ټاپوګان (طنب الکبری، طنب الصغری، او ابو موسی) هم په ۱۹۷۱ کال کې ښکېل کړي دي.

05.09.2011 15:53    |   کمال الدين رنځور په روغتون کې د ملي اردو پوځيان له ولږې مري

د وال سټريټ جورنال نن په يو رپوټ کې ويلي دي چې په داود ملي عسکري روغتون کې فساد دومره خپور دی چې ډاکتران او نرسان د ملي اردو ټپيانو ته دوا او ډوډۍ په رشوت ورکوي او له کبله یې ډېر پوځيان مړه شوي دي. په رپوټ کې راغلي دي چې د روغتون مشر جنرال احمد ضیا یفتلي دی چې د شورای نظار غړی دی او دا چې سياسي اړيکي او واسطه لري نو د دفاع وزير عبدالرحيم وردګ وايي چې څه ورته نه شي ويلي. داسې ښکاري چې په افغانستان کې د شمالي ټلوالې او د پردو په زور راغلو او واکمن شوو ډاکوانو مخه څوک نه شي نيولی او نړۍ دا غواړي چې افغان ولس د دې فساد خلاف پخپله راپاڅېږي.

24.07.2011 11:35    |   کمال الدين رنځور ډېر تلويزيونونه او معيار ته نه پام

په تېرو لسو کلونو کې په هېواد کې لسګونه ورځپاڼې، راډيوګانې، او تلويزيونونه جوړ شول تر دې چې په کابل کې د دولت سره د راديو او تلويزيون فريکونسيانې پای ته ورسېدې او اوس هغو خلکو چې مخکې له مخکې یې جر کړي دي په تور بازار کې یې قاچاقي پلوري. د رسنيو په دې طوفان کې په لسګونه تلويزيونونه هم جوړ شول چې بې له يو څو تلويزيونونو کابو ټول یې مزدورې او د افغانستان د ملي وحدت، ټولنيز جوړښت او اسلامي متانت خلاف د مزدورو کسانو له خوا جوړ شوي. خو د ملي فکر څښتنو تلويزيونونه تر اوسه نه دي توانيدلي چې د افغاني هويت خلاف جوړ شوو تلويزيونونو معيار ته ځان ورسوي.

10.07.2011 17:35    |   کمال الدين رنځور افغانۍ ولې ولويده او د توکو قيمتونه ولې لوړ شول؟!

د تېرې اونۍ راهيسې افغانۍ په لويدو ده او د توکو بيې په لوړېدو دي. د امريکايي ډالر په مقابل کې افغانۍ له ۴۴ څخه ۴۹ ته ولويدله. پخوا به يو ډالر د ۴۴ افغانيو سره تبادله کېده خو اوس يو ډالر د ۴۹ افغانيو سره تبادله کېږي. په بل عبارت په درې اونيو کې د کابل حکومت په اعتراف افغانۍ د بهرنيو کرنسيو په مقابل کې ۱۲٪ بيه له لاسه ورکړې ده. دا په تېر لس کلن تاريخ کې بې ساري تاوان دی چې د ګران هېواد پولي واحد یې ګالي. دا داسې لويدنه ده چې افغانانو هغه وختونه يادوي چې يو ډالر به د لسګونو زرو افغانيو سره تبادله کېده. خو وجه یې څه ده؟

01.07.2011 11:21    |   کمال الدين رنځور د فرنود او فېرزوي ګرفتاري د پټي سر دی

کابل اعلان وکړ چې د کابل بانک له سلګونو غلو څخه یې دوه غله (شېر فرنود او خليل الله فېروزي) د څېړنو په موخه ګرفتار کړل. طبيعي خبره ده چې ((دا د پټي سر دی او پټی وروسته سورور دی)). له سلګونو غلو له جملې د غلا انجنيران نيول ښه زېری دی خو عمليات بايد همدلته ونه درول شي. ولس د کابل بانک په رسوايۍ کې د قربانۍ ګډوري نه غواړي، د کابل بانک غلا د بشريت په تاريخ کې تر ټولو ستره غلا ده او ولس د ټولو سترو او کوچنيو غلو او ډاکوانو علني او شفافه محاکمه غواړي. دا لړۍ بايد دوام ومومي.

28.06.2011 10:22    |   کمال الدين رنځور عبدالقدیر فطرت وتښتېد که ځان یې بچ کړ!

عبدالقدير فطرت چې د افغانستان د مرکزي بانک مشر و د امريکا په ويرجينيا کې اعلان وکړ چې دنده یې پرېښوده. پوښتنه دا ده چې فطرت وتښتېد او که یې ځان بچ کړ ځکه په کابل کې له پښو تر ويښتو په فساد کې ډوب رژيم وايي چې فطرت هم د کابل بانک په لړلې غلا او ډاکه کې ککړ و.

25.06.2011 15:42    |   کمال الدين رنځور د حج پيسې غلا کول د کابل بانک د غلو اخري ډاکه وه

ټول افغان ته يوې باوري سرچينې - چې د کابل بانک يو پخواني څښتن او نړيوال قمار باز شېرخان فرنود ته نږدې ده - ويلي دي چې په کابل بانک کې اخري ستره غلا هغه وخت وشوه چې د حج او اوقافو وزارت د حج له مينه والو وغوښتل چې د حج د داخلې پيسې دې په کابل بانک کې ډيپازيټ کړي.

17.06.2011 23:28    |   کمال الدين رنځور افغان دولت په يوه مياشت کې مفلسېدونکی دی

د کابل بانک د غلاو په نتيجه کې چې نړيوالو د کابل په رژيم کوم شرطونه ايښي دي، د کابل رژيم یې په پلي کولو کې باتې راغلی چې په پايله کې یې نړيوال مالي صندوق او بهرنيو هېوادونو د کابل په رژيم مرستې او قرضې ودرولي دي. د دې مرستو د بنديدو په پايله کې د کابل رژيم ممکن په يوه مياشت کې مفلس شي او وبه نکړای شي چې د خپلو مامورينو معاش ورکړي. تر دې مهال نړيوال مالي صندوق يا ای ايم ايف په کابل رژيم ۷۰ مليونه ډالر چې بايد ورکړې یې وای ودرولي دي او له همدې کبله به برتانيه هم پرې خپلې مرستې ودروي.

17.06.2011 22:34    |   کمال الدين رنځور افغان دولت کابل بانک ته په پټه ۸۵۰ مليون ډالر ورکړي

په يو نوي او حيرانونکي انکشاف کې پته لګېدلې ده چې د افغانستان مرکزي بانک (د افغانستان بانک) په کابل بانک کې له خپل احتياطي پيسو څخه ۸۵۰ مليون ډالر د کابل بانک د ړنګېدو د مخنيوي لپاره په دې بانک کې پمپ کړي دي. پخوا داسې ويل کېدل چې په دې بانک کې مرکزي بانک ۳۰۰ مليون ډالر پمپ کړي دي چې حکومت د دې خبرې ترديد هم کړی و. دا نوی اکتشاف نن د ګارډين ورځپاڼې په ننۍ ګڼه کې شوی دی.

16.06.2011 22:03    |   کمال الدين رنځور د عمران خان په باور پښتانه انسانان نه دي

د پاکستان د کرکټ لوبډلې پخوانی کپتان او په پوره مانا تر اوسه ناکام سياستوال عمران خان د پښتنو ځانګړی تعريف لري. د ده په باور خدای پاک دوه قامونه پېدا کړي دي: يو یې انسان يې پيدا کړی او بل یې پټان پيدا کړی دی. عمران خان د ا خبره هر چېرته په دې موخه کوي چې خلکو ته ووايي چې پښتانه انسانان نه دي نو ځکه دې نړۍ ورڅخه د انسانانو په ډول چلند تمه نه کوي، نړۍ دې له پښتنو بې له جګړې له بل څه تمه نه کوي نو ځّکه به پښتانه به په سيمه کې امريکايان ماتوي.

10.06.2011 07:58    |   کمال الدين رنځور بسم الله غواړي د فوزيه کوفي ورور خوشې کړي

د افغانستان د کورنيو چارو وزير بسم الله په بدخشان کې په پوليسو فشار راوړی دی چې د ولسي جرګې د غړې فوزيه کوفي ورور هدايت الله کوفي چې د ۴۹ کيلو ګرامه هيروينو سره نيول شوی خوشې کړي. د بدخشان د امنيه قوماندان وياند خان شیرین وايي چې هدایت کوفي د شنبې په ورځ په 15 د جوزا د بدخشان مرکز فيض اباد په چته سيمه کې د ۴۹ کيلو ګرامه هيروينو سره پوليسو نيولی چې اوس هم د پوليسو سره بندي دی.

08.06.2011 21:21    |   کمال الدين رنځور قانوني او عبدالله ايساف ته د افغانانو وينه په ۲۰۰۱ کې وربښلې وه

په هېواد کې خپرېدونکې د ويسا ورځپاڼې او په انترنت د شمشاد تلويزيون ويبپاڼې داسې اسناد خپاره کړې دي چې له مخې یې په ۲۰۰۱ کال کې د وخت د کورنيو چارو وزير محمد يونس قانوني او د بهرنيو چارو وزير عبدالله عبدالله چې د شورای نظار غړي دي د نړيوالو ځواکونو (ايساف) سره تړون لاسليک کړی دی چې له مخې یې ايساف د افغانستان په خاوره کې هر ډول ځمکني او هوايي بريدونه کولای شي او د ايساف پرسونل که په افغانستان کې جرم وکړي د دې تړون له مخې به هغوی په افغانستان کې نه محاکمه کېږي.