د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کانونو د استخراج په تړونونو کې شفافيت ته اړتيا ده

کمال الدين رنځور 02.01.2012 17:10

په هېواد کې د کانونو د استخراج خبرونه ډېر شوي دي او ورسره هيله هم پيدا شوې ده چې افغانستان به خود اکتفا شي او په راتلونکي کې به یې بوديجه په بهرنیو مرستو او سوالونو ولاړه نه وي بلکه خپله به دومره عایدات ولري چې د حکومت عادي بودیجه او پرمختيايي پرژوې تمويل کړای شي.

ويل کېدل چې د عينکو د مسو کان يواځې کولای شي چې د افغانستان د حکومت عادي بوديجه تمويل کړای شي خو اوس چې د کان د استخراج د تړون په اړه او د دې کان د عايداتو په اړه کومې څرګندونې لولو بل ډول دي. له يو خوا په کابل بې له شکه چې مافيايي کړۍ واکمني کوي او له بلې خوا د همدې واکمنۍ له وجې فساد په ټولو ادارو کې لکه سرطان ريښې کړي چې د کانونو د استخراج په اړه د نه شفافيت له وجې وېره شته چې عايدات به یې هم د دې کړیو او د دوی د کوچنيو دلالانو په منځ کې وويشل شي.

دا کان چې استخراج به یې راتلونکې کال پيل او ورسره به د دولت هميانۍ ته نغدې راتويدل پيل شي د پژواک خبري اژانس د يو تازه رپوټ له مخې د کانونو وزيروحيدالله شهراني ويلي دي چې د افغانستان حکومت به له دې کان څخه دوه ډوله عايد ترلاسه کوي، چې يو يې د پروژې له ګټې څخه ٢٠ سلنه ماليه او بل يې له توليداتو څخه د حکومت ځانګړى حق الامتياز دى. هغه زياته کړه: ((په دې پروژه کې د افغان حکومت حق الامتياز د بدلون وړ دى؛ که چېرې په نړيوال بازار کې د يو پاو مسو بيه يو ډالر وي، د افغانستان حق په کې ٣ سلنه دى؛ که چېرې ٢ ډالره وي، د افغانستان حق ٨ سلنه دى او که چېرې د يو پاو مسو بيه ٣ ډالره وي، د افغانستان حق الامتياز به ١٩،٥ سلنه وي.))

بيا وايي چې افغانستان به وکولاى شي، چې د خپلې اړتيا د پوره کېدو تر څنګ د يو ميليارد ډالرو په ارزښت مس صادر کړي. په کال کې د عينکو د مسو کان له توليد څخه تر ٣٠٠ ميليونه امريکايي ډالره عوايد ولري.

اوس نه دا روښانه نه ده چې وزير صيب دې حساب ته څنګه رسېدلی دی ځکه که چېرته افغان حکومت په دې کان کې يواځې ۲٪ يا ۳٪ او يا حتی ١٩،٥٪ او پاتې نور د ام سي سي چينايي شرکت حق ولري نو که د کال د يو مليار ډالرو د صادراتو ۳٪ خو ۳۰۰ مليونه ډالر نه کېږي.

بل مصيبت خو دا دی چې که چېرته افغان حکومت د دې کان په توليداتو کې دومره کوچنۍ برخه ولري نو ايا پاتې ۹۷٪ یې دې کمپنۍ ته ورکړې ده. که کيسه داسې وي نو بيا خو د افغان ولس دا کان د توتانو په بيه خرڅ شوی دی. په يو مليارد ډالرو کې به افغانان یواځې ۳۰ مليونه ډالره ترلاسه کوي او که حکومت خپله ماليه د دې کمپنۍ له ګټې ۲۰٪ واخلي نو لا خو معلومات نشته چې د دې کمپنۍ ګټه به څومره وي خو فرض کړه ۵۰٪ یې ګټه وه نو حکومت به ۱۰۰ مليونه نور عوايد ترلاسه کوي چې ټول ۱۳۰ مليونه ډالر شو. فکر کوم له زر مليونو څخه ۱۳۰ مليونه ترلاسه کول به د هېواد سره یو ستر ظلم وي.

دا کان چې ۳ مليونه ټنه مس لري او د کال به ۲۵۰ زره ټنه استخراجوي تر ۵۰ کالو به یې دا استخراج روان وي چې که چېرته یې افغانستان ښه عايد ترلاسه کړي نو يو کان بس دی چې د افغانستان حکومت وچلوي او د مافيا سترګې مړې کړي او پاتې کانونه د افغانستان پر پرمختګ ولګول شي.

يا خو کيسه داسې نه ده لکه وزير صيب چې رسنيو ته ويلي دي او که داسې وي نو بيا خو د افغان ولس دا کانونه کابو په وړيا توکه بهرنيو کمپنيو ته ورکول کېږي.

په دې موضوع کې شفافيت ته اړتيا ده او دولت بايد د دا ډول تړونونو په اړه ټول معلومات د رسنيو سره شريک کړي چې موږ پوه شو چې د کانونو له استخراجه ولس ته ګټه رسېږي او که نه دا هم د روان لوټ مار يوه برخه ده.