د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان حکومت په تدريجي توګه د رسنيو ازادي کمزوري کوي يا یې له منځه وړي

وال سټريټ جورنال 25.09.2010 04:35

له امريکا څخه خپرېدونکي ورځپاڼې وال سټريټ جورنال وايي چې د رسنيو د څارنې کميسيون  غړو -چې مشري یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزير سيد مخدوم رهين کوي - ورته ويلي دي د ټول افغان او بېنوا ملي ويبپاڼو د بندولو غوښتنه د ولسمشر حامد کرزي مرستيال مارشال قسيم فهيم کړې ده چې له وزارته یې غوښتي دي چې ويبپاڼو ته سزا ورکړي.

په رپوټ کې چې نن په وال سټريټ جورنال کې خپور شوی او په کابل کې یې خبريال يارسلاف ترفموف ليکلی راغلي دي چې ((کابل ته له راستنيدو سره سم غاښلي فهيم - چې ژوندی دی - د رسنيو د څارنې له کميسيون څخه - د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مشرۍ لاندې يوه تقنيني څانګه ده - غوښتنه وکړه چې ويبپاڼو ته دې سزا ورکړي، د کميسيون غړي او د وزارت چارواکي وايي.))

په رپوټ کې ويل شوي دي چې د رسنيو د څارنې د کميسيون غړي وايي چې ((د ښاغلي فهيم دفتر له کميسيون څخه غوښتي دي چې د ټول افغان.کام خلاف دې ګام پورته کړي. ټول افغان په کابل بانک کې د ښاغلي فهيم د ورور د کړنو په اړه څېړنيز رپوټونه خپاره کړي دي او د ولسمشر په مرستيال [قسيم فهيم] او د هغه په ملګرو دوامداره نيوکې کوي.))

په رپوټ کې راغلي دي چې د ټول افغان ويبپاڼه لا تراوسه په افغانستان کې لوستونکي کتلی شي او په اړه یې اخري پرېکړه نه ده شوې خو د بېنوا ويبپاڼه د مخابراتو وزارت بنده کړې وه او د مخابراتو وزير اميرزي سنګين وال سټريټ جورنال ته ويلي دي چې دا کار یې د لویې څارنوالۍ په غوښتنه ترسره کړی دی. سنګين چې په خټه پښتون دی او وزارت ورته د پښتنو په حساب وررسېدلی دی وايي چې ملي ويبپاڼې ((د بندولو امر يې له هغې وروسته ورکړ چې د لوی څارنوال لارښونه ورورسېده)). سنګين وايي چې ((موږ چې هر څه کوو د قانون په چوکاټ کې یې کوو)). سنګين نه دي ويلي چې د کوم هېواد کوم قوانين ښيي ځکه چې د افغانستان اساسي قانون چې د هېواد تر ټولو لوړ قانون دی رسنيو ته ازادي ورکړې ده.

د وال سټريټ جورنال په رپوټ کې د ټول افغان.کام دا اند ياد شوی دی چې د دې ملي او په هېواد مينې ويبپاڼې او د افغانستان دنني او بهرني دښمنانو په وړاندې مورچل ځکه نړول کېږي چې ((له نړيوالو رسنيو یې د کابل بانک د تاوانونو په اړه رپوټونه ژباړلي و)). ټول افغان وال سټريټ جورنال ته ويلي و چې پر ويبپانه يې د افغانستان دښمنان ځکه بريدونه کوي او نه پرېږدي چې په افغانستان کې افغانان د دې ويبپاڼې له خوا خپاره شوي حقيقتونه وپېژني چې دا رسنيز پورتال په افغانستان کې د مافيا، مفسدينو، او جنګي جنايتکارانو سره مقابل کې سنګر نيولی او د دوی له جنايتونو پرده پورته کوي.

وال سټريټ جورنال ته د ولسمشر حامد کرزي وياند وحيد عمر ويلي دي چې ((د هغه سايټونو خلاف کار کوي (بندوي یې) چې غيراخلاقي شيان خپروي، د ترهګريزو ارګانونو له خوا چلول کېږي، او يا د سخت دريځي ښودنه کوي.))

داسې ښکاري چې د ولسمشر وياند وحيد عمر په افغانستان کې نه بلکه په کوم بل هېواد کې اوسېږي او په پښتو او دري يا نه پوهېږي او يا هم د افغانستان د هغه دښمنانو سره غاړه شوی دی چې په باور یې پښتانه ټول ((ترهګر)) دي. که نه نوموړی چې په ټول افغان او بېنوا ويبپاڼه څو دقيقې لوستل هم وکړي نو سره به یې خلاص شي چې دا ويبپاڼې له هغه افغانستان څخه دفاع کوي چې د دوی په مشرۍ کې رژيم پرې دا وخت داو لګولی او په جنګي جرمونو تورنو کسانو تر منځ یې ويشلی دی. وحيد عمر ته به نه وي معلومه چې په دې ويبپاڼو کې يواځيني غيراخلاقي ټکي په حکومت کې د ده سره د شريکو جنګسالارانو او فاسدو عناصرو نومونه دي چې دا ويپپاڼې یې په يادولو هم شرمېږي او بې له دې چې په غندنه یې ياد کړي بله چاره نه لري. دا چې وحيد عمر ملي ويبپاڼې د ترهګرو په کتار کې ودروي نو دا د دې مانا لري چې افغان دولت د هغو دښمنانو سره همغږی دی چې ټول پښتان ترهګر بولي او د دې وياړلي قام د تباهۍ پسې یې راخيستې ده او هر څوک چې ترې دفاع کوي د سخت دريځۍ ښودونکي یې بولي.

د وال سټريټ جورنال په رپوټ کې د رسنيو د څارنې د کميسيون يو غړی چې عبدالشکور دادرس نومېږي وايي چې ((دواړه ويبپاڼو [ټول افغان او بېنوا] د ملي شخصيتونو سپکاوی کړی دی او د قانون خلاف دي. که کومه رسنۍ په قصدي توګه اشتباه کوي نو بايد چې سزا ورکړل شي)).

د دادرس څرګندونې له تعصبه ډکې دي او ملي ويبپاڼې ورسره همدا توپير لري چې هغه کسان چې دادرس ته ملي شخصيتونه ښکاري، په حقيقت کې په جنګي جنايتونو او د افغان انسان په وژنه او له حقوقو یې په سرغړونه تورن دي. که د ملي شخصيتونو ساتنه دادرس او افغان حکومت ته ارزښت لري نو په افغانستان کې د ماندګار او پيام مجاهد غوندې ستمي رسنۍ خو د افغانستان يووالي ته ژمن نه دي، ولسمشر حامد کرزي او مېرمن پسې یې بدې خبرې ليکي، يو شمېر نورې رسنۍ احمد شاه بابا او مېرويس نېکه ته سپکې سپورې وايي، پوښتنه دا ده چې ايا دادرس ته دا خلک هم ملي شخصيتونه ښکاري او که نه! که ملي شخصيتونه وي نو بيا ولې دا ستمي رسنۍ تر اوسه فعاليتونه کوي او د افغانستان پر ځای د ايران، روسيې او نورو هېوادونو ګټو ته کار کوي.

د وال سټريټ جورنال اندېښنه ښودلې ده چې ((افغان حکومت د رسنيو د يو څه ازادۍ مخه نيسي)). دا اندېښنه یې هم ښودلې ده چې ((افغان حکومت په تدريجي توګه د رسنيو ازادي کمزوري کوي يا یې له منځه وړي)).

وال سټريټ جورنال ليکلي دي چې بېنوا ويبپاڼه په پښتو ژبه يو مشهوره ويبپاڼه ده او ټول افغان.کام یې د رښتيوني او په ټولنه کې د فساد د رسوا کونکي ژورناليزم ويبپاڼه بللې ده چې په پراخه کچه یې خلک تعقيبوي. دا لومړي ځل دی چې په افغانستان کې د ويبپاڼو په دا ډول مثبت رول او غښتلتيا نړيوالې رسنۍ اعتراف کوي چې بې له شکه افغان ولس ته به لا ډاډ ورکړي چې په ټولنه کې داسې زړور بچي شته چې د افغانستان له ملي ګټو په هره بيه دفاع کوي.

د والس سټريټ جورنال انګليسي رپوټ د دې ورځپاڼې په ويبپاڼه دلته لوستلای شئ. دلته یې هم لوستلای شئ.

د وال سټريټ جورنال رپوټ په ژباړه کار روان دی او ډېر زر به یې ژباړه لوستونکو ته وړاندې کړل شي. موږ په هېواد ميين ليکوالان رابولو چې د وال سټريټ جورنال په رپوټ کې په راغلو څرګندونو خپلې ليکنې ټول افغان ته راولېږي.

د ټول افغان او بېنوا د بندېدو په اړه نورې ليکنې:

ليکنه ليکوال ليکنه ليکوال
نن د وزيرانو په شورا کې د ټول افغان د تړلو په رسوايۍ بحث کېږي کمال الدين رنځور  قانع: مخدوم رهين د تعصب په رنځ اخته دی  (له ششماد تلويزيون څخه)
د افغاني رسنیو ازادي رژیږي  (د وال سټريټ ژورنال د مقالې پښتو ژباړه، حبيب توتاخېل)  د پښتنو په ستوني د یوې بلې پښې اېښودل! (نجیب الله پیمان)
دبېنوا او ټول افغان ويبپاڼو بندول دډيمو کراسۍ پر مخ څپېړه ده  (حميد راز) ولې رهین او نور غواړي د وطن دوستو رسنیو پر ستونې پښه ورکیږدي  (محمدالله ارین احمدزی)
 کاغذی دیموکراسی که اوسپنیزی زورکراسی  (ا٠ف٠صافی)  د بینوا او ټول افغان ویبپاڼو بندول د آزادی زیندۍ کول دي  (عبدالباري جهاني)
وبچه سرت بوی قورمه میته!  (عبدالرووف لیوال حسین خیل)

افغان حکومت په تدريجي توګه د رسنيو ازادي کمزوري کوي يا یې له منځه وړي 

(وال سټريټ جورنال)

د افغانستان ضد یوه بله توطیه 

(احمدجان اریوزی)

د ملي ويبپاڼو د بندولو د پلان په اړه سر خلا صه لیک او وړاندیز

(ولی محمد نورزی)

موږ د ( بېنوا ) او ( ټول افغان ) د سایټونو بندول په کلکه غندو 

(د خپلواکۍ د فرهنګي مرکز) له پښتو ويبپاڼو ملاتړ  (حاجي امين باوري)
ملي سایټو ته د توره بان دیوانو ګواښونه  (سرلوڅ مرادزی) په افغانستان کې د ټول افغان او بېنوا پښتو ویبپاڼو د بندیز حکم  (د دعوت د خپلواکو رسنیو مرکز غندنه)

 دټول افغان او بینوا بنديدل ښيي چې رژيم د حق د اوریدو توان نه لري 

هيښ د ټول افغان بندېدل، د نه باور خبر! حاذق نرنګی
 دټول افغان او بينوا ويب پاڼوتړل غندو٠٠٠  (حکمت الله حکمت)  د پوره دیموکراسی دعویدار ...  (سمیع الله ایلم)
د فهیم او مخدوم رحیم اقدامات په کلکه سره غندو! (عبدالله افغان)  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ټول افغان او بېنوا د بندولو امر کړی دی ټول افغان