د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دټول افغان او بینوا بنديدل ښيي چې رژيم د حق د اوریدو توان نه لري

هيښ 23.09.2010 23:22

دټول افغان او بینواب ریښناپاڼو د بندیدلو خبر چې دکابل دمزدورې ادارې دجنګي جنایتکارانو ، ملي خائینانو او وطندښمنه عناصرو له لوري لکه فهیم او ایراني اجنټ رهین له لوري ئې فرمان صادرشوئ دئ دا مسئله ښه په ډاګه کړه چې دکابل مزدوره او په فساد ککړه اداره دحق اورښتیا ویلو داوریدو او لوستلو توان نه لري اوهمدارنګه ددې واقعیت واضح ثبوت دئ چې په افغانستان کې دبیان دازادۍ ادعا چې غربي تجاوزګرانو او ددوئ کړۍ په غاړه غلامانو به یوه لویه لاسته راړنه بلله بیله فریب ،دروغو او دخلکو په سترګو کې دخاورو شیندلو نه بله مانا نه لري.

فهیم او رهین په دا ډول بزدلانه او ننګینو فیصلو سره خپله زبوني ،بې منطقي او خیانت نور هم روښانه کړاو دټول افغان او بینوا پاڼې چې دیوه میړني وولس دزړونود اواز منعکس کوونکي دي ،دملي ګټو او ملي ارزښتونو په سر هیڅ ډول معاملې اوسازش ته نه تسلمیږي او دجنایت کارانو او خائینانو دجنایت او خیانت په مقابل کې چوپه خوله نه پاته کیږي او تل به حقایق او واقعیتونه دخپل وولس ذهنونو او فکرونو ته رسوي خپل اعتبار په ملي او بین المللي کچه نور هم لوړ کړ .دا ډول اقدام دټول افغان او بینوا دپاره دافغانستان درسنیو په ډګر کې یو لوئ برئ دئ او زه ټول افغان او بینوا ته ددې بري مبارکي وایم .بد بختي به هغه وخت وه چې چپړاسي فهیم او ټکسيوان رهین دټول افغان او بینوا صفت کړئ وئ او خپل رضایت ئې لکه دنورو مزدورو رسنیو په شان ورڅخه ښکاره کړئ وئ. ددې خائینانو داډول دوارخطایئ نه ډک عکس العمل دا ښئي چې دوئ دټول افغان او بینوا دنشراتو نه ویریږي او په ټول افغان او بینوا کې یوڅه شته چې نه غواړي وولس هغه ولولي او پرې خبرشي.
ټول افغان اوبینوا به دافغانستان درسنیو په ډګر کې نور هم په ډیر جراات او وړتیا سره دخپل وولس تر څنګ دفاسدو،اجیرو او خائینو عناصرواو څیرو په رسوا کولو کې خپل ملي او انساني رسالت ادا کړي او د تل دپاره به دخپل وولس په زړونو کې ځائ ولري.

دکابل دخائینانو دعمر شپې په شمار دي اوپه دا ډول اقداماتو سره خپلو ګورونو ته فاصله په خپله لنډوي او خپل قبرونه په خپله کیندي. الله تعالی د هغه وخت ژر راولي چې افغان وولس ددې پلیدو عناصرودوجود نه خلاص شي.

د ټول افغان او بېنوا د بندېدو په اړه نورې ليکنې:

ليکنه ليکوال ليکنه ليکوال
نن د وزيرانو په شورا کې د ټول افغان د تړلو په رسوايۍ بحث کېږي کمال الدين رنځور  قانع: مخدوم رهين د تعصب په رنځ اخته دی  (له ششماد تلويزيون څخه)
د افغاني رسنیو ازادي رژیږي  (د وال سټريټ ژورنال د مقالې پښتو ژباړه، حبيب توتاخېل)  د پښتنو په ستوني د یوې بلې پښې اېښودل! (نجیب الله پیمان)
دبېنوا او ټول افغان ويبپاڼو بندول دډيمو کراسۍ پر مخ څپېړه ده  (حميد راز) ولې رهین او نور غواړي د وطن دوستو رسنیو پر ستونې پښه ورکیږدي  (محمدالله ارین احمدزی)
 کاغذی دیموکراسی که اوسپنیزی زورکراسی  (ا٠ف٠صافی)  د بینوا او ټول افغان ویبپاڼو بندول د آزادی زیندۍ کول دي  (عبدالباري جهاني)
وبچه سرت بوی قورمه میته!  (عبدالرووف لیوال حسین خیل)

افغان حکومت په تدريجي توګه د رسنيو ازادي کمزوري کوي يا یې له منځه وړي 

(وال سټريټ جورنال)

د افغانستان ضد یوه بله توطیه 

(احمدجان اریوزی)

د ملي ويبپاڼو د بندولو د پلان په اړه سر خلا صه لیک او وړاندیز

(ولی محمد نورزی)

موږ د ( بېنوا ) او ( ټول افغان ) د سایټونو بندول په کلکه غندو 

(د خپلواکۍ د فرهنګي مرکز) له پښتو ويبپاڼو ملاتړ  (حاجي امين باوري)
ملي سایټو ته د توره بان دیوانو ګواښونه  (سرلوڅ مرادزی) په افغانستان کې د ټول افغان او بېنوا پښتو ویبپاڼو د بندیز حکم  (د دعوت د خپلواکو رسنیو مرکز غندنه)

 دټول افغان او بینوا بنديدل ښيي چې رژيم د حق د اوریدو توان نه لري 

هيښ د ټول افغان بندېدل، د نه باور خبر! حاذق نرنګی
 دټول افغان او بينوا ويب پاڼوتړل غندو٠٠٠  (حکمت الله حکمت)  د پوره دیموکراسی دعویدار ...  (سمیع الله ایلم)
د فهیم او مخدوم رحیم اقدامات په کلکه سره غندو! (عبدالله افغان)  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ټول افغان او بېنوا د بندولو امر کړی دی ټول افغان