له پښتو ويبپاڼو ملاتړ
24.09.2010 12:01د بینوا ، ټول افغان ، لراوبر ، تل افغان ، روهي ، تاند ، جرمن انلاین ... بریښناپاڼو لوستنکو ته درناوی
تاسي به خبر یاست چي د افغانستان د اسلامي ! جمهوریت د جمهور ریس د لومړي مرستیال مارشال قسیم فهیم په مستقیمه قومانده او د اطلاعاتو او کلتور وزیر ښاغلي رهین په مستقیمه مداخله ، د بینوا بریښناپاڼي د تړلو او بندولو بندوبست شوی چی په مستقیم ډول د بیان د ازادی پر ستوني پښه ایښودل دي . د خبرنو له مخي دی کار ته د ښاغلي رهین لیوالتیا د ښاغلي فهیم په انډول لس برابره وه او د خدای نه یی داسي یوه خبره لټول چي پښتو بریښناپاڼي په یوه نه بل ډول د افغانانو پر مخ وتړي . ښاغلي رهین د پښتو او پښتنو پر ضد خپل عمل په ثبوت رسولی دۍ . ښاغلي رهین او د ښاغلي لوړ او کښته ملګري یی د پښتو ورځ پاڼو ، پښتو مجلو ، پښتو راډیو ، پښتو ټلویزیون او د پښتو بریښناپاڼو د سر دښمنان دي موږ له ښاغلي کرزي څخه چي د افغانستان د تاریخي جبر پر وخت د مملکت چاري ورپه غاړه دي ، پوښتنه کوو ؟
تاسي ښاغلی کرزی ، په افغانستان کښي د ملي وحدت چي د هر وطنپال افغان ږغ دی ، معتقد او ریښتینی یاست ؟ چي باید ووسۍ
تاسي د افغانستان د ملي وحدت ساتلو او د دموکراسۍ پلي کولو ته تر ښاغلي رهین بل ښه کدر نه درلو ؟ په یقین چي درلوده مو
د بینوا د یوه خبر له وجهي چي هغه هم د ژورنالیزم له اوصلو سره سم بیرته تصحیح شوی دۍ ټوله افغانان د دی پاڼي د خدمتونو بی برخي کول ، سم کار بولۍ ؟
ګرانو لوستونکو ؛
موږ افغانان د یوه تاریخي نابرابره او ویجاړ تدبیر سره مخ یو . یوه طرف ته د پاکستان ، ایران ، ازبکستان او نورو ګاونډیو د تیري او ګټو قربانیان یو ، او له بله اړخه په دننه کښي د جناب کرزي د نا سالم مدیریت له وجهي زموږ افغانانو هر څه په اوبو لاهو دي . زه نه پوهیږم چي د اوس د تاریخي جبر مسولین به ځانونه د سبا د ملامتیا خلاص کړای شي ؟
. دوی به فکر کوي چي پرون یی د یوه ټلویزیون دروازه وتړل نن به د بلي رسنۍ او سبا به د بلي
زما هیله د ټولو افغاني رسنیو او په خاصه توګه د بریښناپاڼو څخه دا ده چي په یوه اواز او یوه خوله د ښاغلي رهین او ښاغلو رهینیانو داسي اعمالو ته خنډ شي چي هغه زموږ ملي ګټي زیانمي تمثیلوي ، هغه زموږ کلتور او ملي اتحاد ته ضرر رسوي . پری نږدي چي ښاغلی رهین او ښاغلي رهینیان زموږ د ازادو او خپلواکو رسنیو مخه ونیسي ، ویی تړې ، مصادره یی کړي او یا هم چي څه غواړي هغه وکړي
د یوه قوي افغانستان په هیله
تل دي وي افغانستان
ژوندي دي وي افغانان
حاجي امین باوري
د ټول افغان او بېنوا د بندېدو په اړه نورې ليکنې: