د پښتنو په ستوني د یوې بلې پښې اېښودل!
27.09.2010 01:49دوه اونۍ د مخه مې د یو شمیر رسنیو نه د قسیم فهیم د مړینې خبرونه واوریدل چې د چاپي رسنیو تر څنګ د چینل یک تلویزیون هم د عاجل خبر په توګه خپور کړ ، خو وروسته بیا په ډاګه شوه چې ښاغلي باید نور هم د دنیا په سر لږه جزا وویني او وکړېږي.
پدې اړه مې دا اوازې هم واوریدې چې دولت ګواښ کړی چې بینوا او ټول افغان به تړي خو د تیرې اونۍ دوه ورځې د یو لړ کورنیو ستونزو له امله خپلې دندې ته نه وم راغلی کله چې د شنبې په ورځ خپلې دندې ته راغلم او د خپل کمپیوټر تر شاه کښیناستم نو د معمول سره سم مې د بریښنا لیک تر څنګ د پژواک، بینوا ، ټول افغان او یو شمیر نورو پښتو سایټونو د خلاصولو نیت وکړ چې بینوا پکې خلاص نشو .او په ټول افغان کې مې د بینوا او ټول افغان ته د دولت د ګواښونو او یو شمیر وطنوالو لیکنې ولوستې چې د بینوا د تړل کېدو غندنه یې کړې وه .
راځم اصلي خبرې ته هغه پدې مانا چې بینوا او ټول افغان ته په داسې حال کې د تړلو ګواښونه کېږي چې افغان دولت په کورنیو او بهرنیو غونډو کې د بیان او مطبوعاتو د ازادۍ د لاسته راوړنو په برخه کې نړیوالو ته ټټر ډبوي او د بیان ازادۍ د هر افغان حق بولي .
خو دادی اوس افغان دولت په خپله د مطبوعاتو د ازادۍ د ریښو د له مینځه وړلو دپاره تبرګی په لاس او د مطبوعاتو ازادۍ له بیخ او بنیاده ورکوي. تر دې وړاندې د ایران د سفارت په غوښتنه د امروز د خصوصي تلویزون تړل هم په هېواد کې د مطبوعاتو د زندۍ کولو په مانا دی، په داسې حال کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې د رسنیو نه د څار او سرغړونې کمیسون شتون لري خو د امروز په نوم خصوصي تلویزیون د تړلو پریکړه د وزیرانو شورا کوي ایا داد دوزیرانو د شورا دنده ده که د کمیسون.
د افغان دولت له لوري د بینوا او ټول افغان د ویبپاڼو تړل د بیان د ازادۍ او د مطبوعاتو د قانون خلاف عمل دی او موږ یې په کلکه غندنه کوو.
د ټول افغان او بېنوا د بندېدو په اړه نورې ليکنې: