د فهیم او مخدوم رحیم اقدامات په کلکه سره غندو!
23.09.2010 19:19نن می د ټول افغان په ویب پاڼه کی ولوستل چه د فهیم له خوا د ټول افغان اوبینوا ویب پاڼو د بندیز امر شوی دی، موږ دوطن اوملت ددی دښمنانو دغه اقدام په کلکه غندو.
اصلا کرزی صاحب نپوهیږم دکومی مجبوری په اساس داسی خلک له ځانه سره ساتلی دی که نه نو داخلک خو په غلا قتل اونورو جرمونو باندی مشهور خلک دی،داخلک ددی پرځای چه محاکمه شی لاهم په قدرت کی دی نور خویی هرڅه وکړل اوس دخلکو غږ هم وربندوی په داسی حال کی چه ځانونه د بیان دآزادی پلویان هم بولی . موږ له فهیم څخه ګیله ځکه نه کوو چه داخلک خو موږ ته ښه معلوم دی او سړی خو ګیله له سړی نه کوی . په دولت کی څه نشته کنه نو یو غلام سخی نورزاد( دکابل پخوانی ښاروال) یی هم بس ده چه په رڼا ورځ یی دده دموټرو پلورنځی دکابل په کارته پروان کی ورته ړنګ کړ.
دا اول ځل نده چه پر آزادو رسنیو بندیز لګول کیږی تردی دمخه دامروز په تلویزیونی شبکه باندی هم له دی کبله بندیز ولګید چه د ایرانیانو او دهغو د لاسپوڅو لمن یی پرسر ور اړولی وه، او اوس دادی دپښتنو په دی دوو ویب پا ڼو بندیزلګول کیږی.
زه له کرزی صاحب څخه هیله کوم چه مکوه خدای ته ګوره ددی خلکو څخه ځان لری کړه که دی له دی خلکو نه ځان بیل نه کړنو دا لږ اوډیر عزت چه درته پاتی ده دابه هم له لاسه ورکړی. دی خلکو تردی دمخه هم له هزاره ګانو او ازبکانو سره ایتلافونه کړی وو او حتی دشمالی له تاجکانو سره یی هم ډیری ناځوانی کړی دی دوی دهیچا طرفداران ندی یواځی خپل غم ده ورسره داخلک یواځی پنجشیر او پنجشیریانو ته خدمت کو ی لیری کړه له ځانه دا دایران او روسیی نوکران په دی وطن کی اوس هم داسی په دین اووطن مین کسان شته دی چه د زړه له اخلاصه خدمت کول غواړی ولی دی خلکو ته فرصت نه ورکوی ؟ اوزما خپلو هغو طالبانو ورڼو ته هم دا درخواست دی چه په اخلاص اوصداقت سره ددی وطن لپاره جهاد کوی راشی له دی مفسدو خلکونه سیاسی قدرت ترلاسه کړی دجهاد بڼی ته مو بدلون ورکړی دسیاسی قدرت په لاسته راوړلو سره تاسو تر جنګی میدانه زیاتی لاسته راوړنی لرلی شی او قربانی به موهم بی ځایه نه ځی.
په آخر کی دادعا کوم چه خدای دله دی وطنه خاینان، رشوت خوران، اوظالمان ورک کړی
آمین
په درنښت
عبدالله افغان
د ټول افغان او بېنوا د بندېدو په اړه نورې ليکنې: