دبېنوا او ټول افغان ويبپاڼو بندول دډيمو کراسۍ پر مخ څپېړه ده
27.09.2010 01:55حميد راز-ننګر هار
په ډېرې خو اشينۍ سره مو خبر تر لا سه کړ چې دبېنوا او ټول افغان پښتو سا يټو نه دخورد ضا بط فهيم په امر د ايران دتالي څټي ااو دپښتو ژبې او پښتنو ددښمن يعني مخدوم رهين له خوا په افغا نستان کې پرې بنديز لګيدلی دی٠ دغه عمل په رښتيا سره هم د ازادو رسنيو پر خلاف عمل ګڼل کيږي او دا د ډيمو کر اسۍ پر مخ يوه څپېړه ده ٠ جنګسا لار فهيم چې دده جنا يتو نه ، غلا ګاني، وژنې او نورې رسوايۍ له هيچا هم پټې نه دي په دې پلمه چې ګواکې دی له هېواده بهر و او دغو دواړو ويب سا يټونو دده دمړ ينې خبر خپور کړ ی و ددغو ويب پا ڼو په بند ولو لاس پورې کړ ٠ دا يوازې تشه پلمه وه چې خدای په لاس ورکړه٠ په اصل کې خورد ضا بط فهيم او مخدوم رهين هغه څوک چې يو ځل پار لمان چغه کړ او بيا په ډېرې بېشر مۍ ، بې حيا يۍ او ټيټو ستر ګو بېر ته راغی او داطلا عاتو او فر هنګ پر وزارت يې ددويم ځل لپاره تکيه ووهله، له پخوا نه دبېنوا او ټول افغان دملي سا يټو نو سره ژوره دښمني او کر که در لوده٠ دليل يې داو چې دغه دوه ويبپاڼې له يوې خوا په پښتو ژبه خپر يږي چې دوی يې د خپر ونو زغم نلري او له بله پلوه همدا ويب پا ڼې دي چې دفهيم او رهين غو ندې جنا يتکارانو او افغان دښمنه عنا صرو ناولي او کر غيړن عملونه په ډاګه کوي٠
جنګسا لار خورد ضا بط فهيم او دده تالي څټی رهين ولې دخاوران، تاجيک ميډيا، اريايي، اريا نا نيټ ، تاجيک پريس او نورو سا يټو نه مخه نه نيسي چې په شعوري تو ګه افغا نستان او افغا نا نو په تېره بيا پښتنوته پکې ښکنځلې ليکل کيږي،د افغا نستان پر تجزيې خو ښي څر ګندوي او دملي يووالي او وحدت پر خلاف په لسګونه مقا لې او مضا مين پکې ليکل کيږي ، خو يوازې دغه دوه پښتو ويبپا ڼې بندوي چې ګواکې د خورد ضا بط فهيم دمړ ينې خبر يې ليکلی و٠
موږ افغانان او په تېره بيا پښتا نه پو هيږو چې تا سوڅو مره کر غيړن او ذليل حيوا ن صفتان يا ست چې دازادۍ او ازادو مطبو عاتو مخه نيسئ٠ تا سو څو مره دپښتنو نه ژوره کر که او نفرت لرئ٠ ايا درسنيوا زادي همدا شوه چې د يو جنګسالار دمړينې خبر يې خپور کړی وي او بيا يې بنده کړي؟ ايا ډيمو کر اسي همدې ته وايي؟٠ موږ افغانان که دافغا نستان دننه يو او که له افغا نستانه بهر د جنګسالار فهيم او دايران د جا سوس رهين دغه ملي ضد عمل چې دډيمو کر اسۍ د ټو لو اصو لو او پر نسيبو نو پر خلاف عمل دی غندو او له ټو لو ازادو افغاني رسنيو او ژو رنا ليستانو او مطبو عاتي کړيو نه په جدي تو ګه غواړو چې په ټول افغا نستان کې دبېنوا او ټول افغان دملي سا يټونو دخپرونو پر خلاف زموږ سره همغږي شي، څو چې دغه دواړه ويبسا يټونه بېر ته فعال شي اوخلک ورځيني ګټه واخلي٠ په پای کې وايم
٠ مړدي وي جنګسالاران او د ټو لو افغا نانو او په تېره بيادپښتنو دښمن!
مړدي وي په افغا نستان کې دايراني کلتور او فر هنګ رواجوونکی!
د بيان ازادي زموږ ډيمو کر اټيک حق دی!
مه پرېږ دئ چې څو تنه لو چکان او زورواکا ن ستا سې ازادي سلبه کړي!
د ټول افغان او بېنوا د بندېدو په اړه نورې ليکنې: