د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دملي جبهې کر غيړن ما هيت څه دی؟

حميد راز 05.12.2008 23:15

-په ملي متحده کر غيړ نه جبهه کې د جنا يتکار دو ستم غړ يتوب:

ددو ستم کر غيړ نه څيره د افغا نستان ټو لو خلکو ته ښه څر ګنده ده٠ دغه بيسواده او بد نا مه ځناور صفته انسان په پيل کې د کو مې فا بر يکې يو عا دي کا رګر و چې بيا وروسته د يو څو لو چکو، قمار با زانو په ملګر تيا يې د مليشه وو يوه ډله جوړه او د کمو نستا نو د واکمنۍ پر مهال پو ځ ته ور داخل شو٠ ددې له پاره چې ده او ملګرو يې په قسا وت او بير حمۍ کې ډېر شهرت تر لا سه کړ ،نو نجيب ده ته د جنر الۍ رتبه ور کړه٠ ده او دده و حشي مليشو په کند هار ،پغمان، لو ګر او پکتيا کې بيساري جنا يتو نه وکړل او مليشې يې په غلا،و ژ نو او د کو رونو په چور او تا لان کې مشهور وو٠ کله چې ددوی مليشو په پغمان او لو ګر کې عمليات وکړل نو د خلکو د کو رو نو دروازې او حتی ونې يې هم له ځا نو نو سره کا بل ته راوړې او په شا ه شهيد او مير ويس مينه کې يې پر خلکو با ندې په ار زانه بيه پلو رلې او بيا به يې په دې پيسو قمار وا هه٠

ددوستم او ګلم جما نو نه د کا بل خلک په ر ڼا ورځ ډا ريدل٠ دوی به د ښوونځيو پر نجو نو تيری کاوه او په زور او جبر سره به يې په خپلو پو ځي مو ټر ونو کې له ځا نو نو سره جګولې او د شپي له خوا به يې په کا بل کې د شتمنو خلکو کو رونه په نښه کول او غلاوې به يې تر ينه کو لې٠

کله چې نجيب غو ښتل چې له هيواده ووځي او هند ته ولاړ شي نو ده دکابل په نړيوال هوايي ډګر کې نجيب ته اجازه ور نکړه،نو ځکه نجيب مجبور شو او په کا بل کې يې دملګرو ملتو نو په د فتر کې پناه وا خيسته چې بيا تر مر ګه هما غلته پا تې شو٠ ويل کيږي چې دوستم د ا ټول کارونه د ببرک کا ر غل دورور محمود بر يالي په مشوره تر سره کول٠

کله چې په کا بل کې تنظيمو نو قدرت ونيو نو د نورو تنظيمونو سره يو ځای د دوستم او ګلم جما نو ډله د کا بل په چور او تا لان کې شر يکه وه٠

حضرت صبغت الله مجددي ده ته د خالد بن وليد لقب ورکړ او ويل به يې چې دو ستم د اسلام سپهسا لار دی او پر دې بر سيره يې دستر جنرال په رتبې ووياړه٠

دربا ني د واکمنۍ په دوران کې د هغه د ځو اکو نو سره جنګيده، خو د طا لبانو په وخت کې د هغه په ائتلاف کې شا مل شو٠ د طا لبا نو په سقوط کې د امر يکا ئيا نو سره ملګری شو او په کلای جنګي او دشت ليلي کې يې څه دپا سه ٥٠٠٠ طالبان په کا نتنرونو کې ووژل او ډير شمير يې ژوندي ښخ کړل،چې بيا ورو سته د بشر د حقو قو سا ز ما نو نو پرې ډير اعتر اضو نه او نيوکې وکړې٠ داسي و يل کيږي چې په د غو ټو لو وژنو کې دده يو بل ملګری جنرال عبد الر ؤف بيګي هم شا مل و ٠ داسي شو اهد او اسناد شته چې دو ستم او دده ډله په جو زجان، سر پل او بلخ کې پښتنو د مشر انو په و ژنه کې هم لاس لري٠

دده بل حر يف جنرال ملک و چې دهغه ورور ددوستم له خوا وژل شوی و٠ پخپله ملک هم په مزار کې ډير طا لبان له تيغه تير کړي وو٠

جمهور رئيس حا مد کرزی دو ستم په لوړه پو ځي دنده و ګو ماره، خو ده چندانې د هغه پروا نه سا تله، ځکه چې د تر کيي هيواد او او زبيکستان له خوا حما يه کيږي او حتی پخپله کر زي ويلي و چې زور مې پرې نه ر سيږي٠ څو ميا شتي د مخه يې په رڼا ورځ د تر کتبا رانو د شورا د مشر اکبر بای پر کور يې بر يد و کړ او دی او دده کو رنۍ يې ښه و ډبول ٠ دکرزي حکو مت او دده پخواني لوی څا رنوال عبد الجبار ثا بت غو ښتل چې دی محا کمې ته را کش کړي ،خو نه د کرزي او نه هم د لوی څا رنوال زور پر ې ورسيد٠ په دې ورو ستيو وختو کې حضرت صبغت الله مجددي ددوستم او اکبر بای تر مينځ سو له وکړه٠ دی دوه ورځې د مخه تر کيې ته لاړاو داسي ويل کيږي چې کرزي د تر کيې د مشر رجب طيب اردغان او عبد الله ګل نه غو ښتنه کړې وه چې دو ستم د يوې مو دې له پاره په تر کيه کې وسا تي چې سر خوږی يې کم شي٠

له بلې خوا دو ستم د فدراليزم پلوی دی چې په دې کار کې دده اصلي مشوق او ملګری ستمی لطيف پدرام دی٠

٤- په ملي کر غيړ نه جبهه کې ستميان او تجز يه غو ښتو نکي:

د ستم ملي د ګو ند مؤ سس او بنسټ ا يښو دونکی طا هر بد خشي و چې په پيل کې د افغا نستان د خلک ديمو کر اتيک ګو ند د مؤ سسې کنګرې غړی و،خو ورو سته له دغه ګو نده جلا شو او د ستم ملي په نا مه ګو ند يې جوړ کړ چې د خپل تا سيس او جوړيدو له وخته يې د پښتنو پر خلاف پا ليسي لري٠ دوی وايې چې موږ يعني تا جيکان تر ستم لا ندې يو او پښتانه پر مو ږ ظلم کوي٠ دوی په افغا نستان کې د فيد راليزم

نارې سورې وهي٠ ددوی سا يټونه خر اسان،تا جيک ميډيا،جا ويدان،اريايي، اريا نا نيت،پيمان ملي،خاوران او نور پښتانه فا شيستان بولي٠ دوی د افغا نستان له نا مه نه کر که لري، ځا نو نه افغا نانه بلکې افغا نستا نيان بولي او د خر ا سان بزرګ دعوې کوي، په داسي حال کې چې د خر اسان بزرګ يوه بر خه په اوسني تا جکستان، يوه بر خه يې په او زبيکيستان، يوه بر خه يې په تر کمنستان او بله بر خه يې په ايران کې ده نو څر نګه کيدای شي چې د غه هيوادونه به دې ته حا ضر شي چې ستميانو ته خپله خاوره ور کړي چې لوی خر اسان پکې جوړ کړي٠

ددغې ډلې او سنی مشر لطيف پدر ام دی چې دپر چميانو او په تيره بيا د محمود بر يالي له نږدې همکارانو نه و او د پر چميانو د ور ځپا ڼې حقيقت انقلاب ثور د چلو و نکو او اډيټرانو له جملې نه و٠ دا هغه پدرام دی چې زموږ ملي مشر او دخپلو اکۍ اتل اعليحضرت امير اما ن الله خان ته يې سپکې سپورې او ښکنځلې وکړې٠ همدا راز دوی د افغا نانو مشرانو لکه مير ويس نيکه، احمد شاه با با، وزير محمد ګل خان مو مند او نور افغاني مشران په بدو نو مو نو يادوي٠ ويل کيږي چې د ا يران دو لت دوی دې ته هڅوي چې د پښتنو پر خلاف پر و پا ګند وکړي او ملي مسا ئلو ته لمنه ووهي٠

خو مو ږ ور ته ووايو چې موږ ٦٥ په سلو کې پښتا نه تر ملي ستم لا ندې يوځکه موږ تر اوسه حق نه لرو چې په خپله ژبه درس ووايو او نه مو په دو لتي ادارو کې زموږ ژبه کا رول کيږي٠ همدا تا سو ستميان يا ست چې د تخار په خو اجه بهاؤالدين کې مو د پښتنو ځمکې غصب کړي او هغه خوا رکيان ستا سو تر ستم لا ندې دي ٠داو په ملي جبهه کې د ستميانو او د خر اسان بزرګ د پلو يانو ما هيت٠

٤- په ملي کر غيړ نه جبهه کې د خلق او پر چم غړي:

لکه څر نګه چې په پيل کې وويل شول ملي کر غيړنه جبهه د نا متجا نسو عنا صرو يو تر کيب دی ،په د غه نا متجا نس تر کيب کې پخواني کمو نستان او دروس جا سو سان هم شته٠ دخلق او پر چم ګو ندونو تور او نا ولی ريکارډ ټو لو خلکو ته معلوم دی ٠ د غو يې د اړودوړ په نتيجه کې ز موږ ٢ مليو نه هيوادوال شهيدان او په همدې شمير ټپيان او معلول شول، خو دغو بيشر مانو د تيرو و ختو نو نه عبرت نه دی اخيستی او دادی چې دروس په اشاره يې علومي او خورد ضابط ګلا بزوی په ملي جبهه کې درباني، ستميانو او دوستم سره يو ځای کړي دي چې نوې فتنې و زيږوي٠ زه ګلابزوې او علو مي ته وايم چې تا سو په هغه و خت کې چې په قدرت کې وئ څه جنا يتو نه او وطن پلو رنه نه وه چې و مو نکړه، نو نور شرم و کوئ او چير ته غلي کښينئ٠ ددې هيواد خلک تا سې ښه پيژ ني او دومره احمقان به نه وي چې بيا يې و غو لوئ٠ ستا سو وخت او س تير دی، خو شي نه خپل وخت ضا يع کړئ او نه د نورو٠ ستا سو کر غيړن ما هيت خلکو ته د لمر په څير رو ښا نه دی٠ روسانو ته نوره خوش خد متي مه کوئ؟

٦- په ملي کر غيړ نه جبهه کې د پخواني پا چا د لمسي شتون:

که ملي کر غيړ نه جبهه داسي سو چ کوي چې په جبهه کې به د مصطفی ظا هر په شتون سره د جبهې وزن زيات کړي او دده دنيکه د نوم او کو رنۍ نه په راتلو نکې ټا کنو کې ګټه او چته کړي نو اين خيالست ومحا لست و جنون٠

که مصطفی ظا هر دا سو چ کوي چې د افغا نستان خلک په پر ما راټول شي نو دا نا شونې خبره ده٠ ځکه اوس د افغا نستان شر ايط بدل شوي دي٠ هغه نسل چې دظا هر خان پا چا هې يې ليدلې وه يا خو مړه دي، يا خو زاړه دي او يا دګور پر غاړه ولاړدي٠ نوی نسل نه ظا هر خان پيژني او نه ددې کو رنۍ سره کو مه اشنا يې لري٠ فکر کوم چې ښا غلی مصطفی ظا هر هم ددې ټو لنې د واقعيتو نو نه يو بې خبره انسان دی لو مړی خو ده ته دا نه ښا يې چې ددغې نا متجا نسې جبهې سره چې دقا تلينو، غلو، داړه مارانو،رشوت خورو،مختلسينواوپه جنسي تير يو ککړو عنا صرو نه جوړه ده يو ځای شوی وای٠ مصطفی ظا هر با يد و پو هيږي چې د کو مو خلکو سره په جبهه کې ګډون لري هغوی يې هره ورځ په خپلو نشر اتو او انټر نيټي ويب پا ڼو کې نيکه( ظا هر خان) او غو ر نيکه(نا در خا ن) ته ښکنځلې کوي او د نادر غدار په نا مه يې يا دوي٠ نو زه نه پو هيږم چې دی ولې له دغسي نا ولې جبهې سره يو ځای شوی چې نه ده ته کو مه ګټه شته او نه هم جبهې ته٠

له دې پر ته يو شمير نور خلک چې حتی د شورا په ټا کنو کې پا تې راغلل د ملي کر غيړ نې جبهې سره يو ځای شوي دي چې يو يې انجنير احمد شاه احمدزی دی چې د سياف په ګو ند يې اړه درلوده او بل يې هم قا ضي محمد امين و قاد چې يو وخت د حکمتيار معاون و٠ څر نګه چې په انتخا با تو کې بخت له دوی سره ياري ونکړه نو دواړو جبهې ته پناه يووړه، په دې طمعه چې که په ر ا تلو نکي کې جبهه قدرت ونيسي نو يوه نيمه څو کۍ تر لا سه کړي چې دا دواړو ته د شرم وړ خبره ده چې له دغسې مردارې جبهې سره په يوه ليکه کې ولاړ دي٠

موږ افغا نان په داسي حال کې چې ددغې جبهې غند نه کوو، د افغا نستان د ټو لو با شرفه خلکو نه هيله لرو چې ددغې جبهې په غړ يتوب سره ځان بد نام نکړي، ځکه دا جبهه دروسانو او اير انيانو له خوا جوړه شوې او هدف او مو خه يې دافغا نستان د خلکو غو لو نه ده او بس٠

ژوندی دې وي افغا نستان
مړه دې وي پردي پالي عنا صر
( پاي)