د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

عبدالله غواړي ځا نته د خټو پوزه جوړه کړي

حميد راز 13.09.2009 10:09

عبد الله غواړي چې ځا نته دخټو پوزه جوړه او دکرزي په ائتلا ف حکومت کې ځا ن ور دننه کړي


په ورو ستيو ټولټا کنو کې د خپل انتخا با تي سيال په پر تله دکرزي پر مختګ،عبد الله او د هغې ډلې ټپلې ته دا مفکوره په ذهن کې ور واچوله چې بايدکرزی په دې ټولټا کنو کې په درغلی تورن کړي٠ که څه هم په دې خبره کې شک نشته چې په ټو لټا کنو کېدېدرغلۍ نه وې شوې،نو نه په دغه اندازه چې عبد الله او ډله ټپله يې دخپلې ډلې دبر يا ليتوب نارې سوري وهي او وايې چې کرزي په سلو کې دېرش نه زيات ووټونه نه شي خپلو لای ٠ناکا مه عبد الله په دې پو هيږي چې ده ته بله لاره نه ده پا تې پر ته له دې چې کرزی او دهغه د ټولټا کنو خپلواک کميسيون په دې متهم کړي چې دکرزي په ګټه يې دکرزي په صندو قو نو کې رايې ا چو لي دي٠
و يل کيږي چې عبد الله په خپل انتخا با تي کمپاين کې ٢٠ مليو نه ډالره لګولي دي چې دغه پيسې دايران او رو سيې دو لتو نو ور کړي وې٠ له بلې خوا داسې ګو نګو سې دي چې د امر يکې متحده ايا لتونو او انګرېزانو پر کرزي ډېر فشار راوستی دی چې عبد الله او ډله ټپله يې په خپل حکو مت کې شا مله کړي او دهغه سره په ګډه يو ائتلافي حکو مت جوړ کړي٠ اوس به را شو دې خبرې ته چې ولې امر يکا ئيان او انګرېزان غواړي داسې وکړي٠ يو خو د هېواد داخلي و ضعه ډېره کړ کيچنه ده ، ځکه چې وسله وال طا لبان په پر له پسې تو ګه خپل برېدونه ګړندي کړي دي٠ که چيرې عبد الله او ډله ټپله يې دټو لټا کنو نتيجه ونه مني نو د يوې خوا امر يکه په ځان کې داسې اقتصادي توان نه ويني چې ددويم ځل انتخا باتو له پاره بيا پيسي ولګوي، له بلې خوا ددويم ځل له پاره دانتخا باتو له پاره ز مېنه نه ده مسا عده ،ځکه چې سوړ ژمی راروان دی او دراتلو نکې کا له پورې انتخا بات ممکن نه دي٠
داسې ګو نګو سې او اوازې هم شته که دغه دواړه دښمنې ډلې يعنې کرزی+ عبد الله په خپلو کې کو مې پر يکندې نتيجې ته و نه ر سيږي نود امر يکې کا نګرس به هم ددې نظام مشرو عيت ته ګو ته ونيسي٠ لکه چې همداوس د امر يکې په کا نګرس کې پخپله د ډيمو کر اټا نو تر مينځ دا اختلاف را پيدا شوی دی چې نور سر تيري افغا نستان ته وليږي او که نه؟ چې په دې اړوند دامر يکې دکا نګرس مشرې نا نسي پلو سي دوې ور ځې دمخه دا خبره بر بنډه کړه چې د امر يکې په کا نګر س کې به ډېره ستو نز منه وي چې افغا نستان ته دنورو سر تېرو دليږلو له پاره رايې تر لا سه شي، ځکه چې اوس د امر يکې د کا نګر س دډيمو کراټ ګوند غړي افغا نستان ته دنورو سر تېرو په لېږلو يوه خو له نه دي٠
د اسې هم ويل کيږي که چيرې په افغا نستان کې دټولټا کنو پر سر د کرزي او عبد الله تر مينځ جوړ جاړی را نه شي نو امر يکا به په افغا نستان کې ديو پو ځي حکو مت په فکر کې شي او يا به په افغا نستان کې اضطراري حالت اعلان شي او کيدای شي چې خليزاد ته دې زمينه بر ابره شي چې په راتلو نکي کې ددې هيواد په بر خليک کې يو ستر رول ولو بوي٠