د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دبهر نيو چاو وزارت دنظار شورا د اوباشانو په ولکه کې

حميد راز 23.02.2010 13:55

ګران هيوادوال په دې خبره با ندې ښه پو هيږي چې د کو مې ور ځې نه چې عبد الله عبد الله د افغا نستان په بهرنيو چارو کې وزير شو نو له هما غه ورځې نه دغه وزارت د نظار دبد نامې او اوبا شې ډلې لاس ته ورغی٠ عبد الله دلو مړۍ ورځې نه دخپلې نظار شورا د بد نامې ډلې د بيسواده غړو په ټا کلو او تقرر با ندې پيل وکړ٠ عبد الله ته دا خبره مطرح نه وه چې هغه څوک چې زه په ديپلو ما تيکو دندو ټا کم ايا د دې وړتيا لري چې په دغو پو ستو نو کې کار وکړي او که نه؟ خبره روښا نه او واضح ده چې ده ته دغه څيزو نه مطرح نه وو٠ ده دغه وزارت تر څو يې له لا سه کيدل دبيسيوادانو ، پنچر مينا نو، ډريورانو ،کو پي کشانو او کلينر انو نه ډک کړ، دا ځکه چې دوی دده دسيمې او سمت خلک وو٠ په والله زما ښه په ياد دي چې په بمبئي کې يې يو قو نسل ټا کلی و چې هغه پخوا په دهلي کې دافغا نستان په سفارت کې چايدار باشي و او دسفارت غړو ته به يې چا يو نه دمول او مطلق يو بيسواده سړی و، خو ددې له پاره چې دپنجشير و ده ته دغه دنده ور کړل شوې وه٠ عبد الله نه يوازې په سفا رتو نو کې داسې کسان دسفير انو، قو نسلانو او دسفارت دسکر ترانو په تو ګه وګو مارل چې نه دديپلو ماسۍ نه خبر وو او نه هم په کو مې خارجي ژبې پو هيدل ، بلکې داسي بد اخلا قه ،متعصب، په فحشاوو ککړ، رشو تخوره او اختلا سګر خلک وو چې نه ورته افغا نستان مطرح وو نه افغا ن او افغا نيت، بلکي دوږو شر مښا نو په څير د خپلو جيبو نو دډکو لو په فکر کې وو اواوس هم دغه نا ولي پر وسه ادامه لري٠
زما په اند څوک چې د هيواد نه بهر دپلو ما تيکې دندې تر لا سه کوي لو مړی با يد په دغه بر خه کې لوړ ې زده کړې ولري نه دا چې هر خر او غوايي د بازار دسره راولي اوپه ديپلو ماتيکو دندو يې وګو ماري نو هغه به په څه ډول په بل هيواد کې د خپل هېواد او دولت استازيتوب وکړای شي٠ له بده مر غه دبهر نيو چارو په وزارت کې ٨٠ په سلو کې ديپلو ما تيکي دندي همدغسي خلکو ته ور کړل شوي دي چې ديوه سمت او يوې ژبې پورې اړه لري ، نه دپو هې او ليا قت پر بنسټ٠ لنډه داچې دعبد الله دوره په دغه وزارت کې يوه ډېره نا وړې دوره وه چې هر څه دپنجشير يا نو په لاس کې وو او ټول پوه کسان چې ښې ديپلو ما تيکې زده کې او کاري تجر به يې هم در لوده ددې لپاره چې پنجشير يان او دنظار او دجمعيت د لو ټپلو غړي نه وو د هر څه نه بې بر خې او محروم ول٠
د بهر نيو چارو په وزرت کې دعبد الله تر ورکيدو ورو سته يو بل متعصب وزير چې وروسته دپا رلمان د غړو له خوا د سلب اعتماد شو دغه څو کۍ ونيو له چې نو موړي هم تر عبد الله بد تر کا رونه وکړل٠ ده هم په ډېرې بيشر مۍ سره خپل دسمت خلکو ته ديپلو ما تيکي څو کۍ ور کړي او دعبد الله په څېر يې په دغه وزارت کې د پښتنو په وړاندې کر که او نفرت را وپاراوه٠ دغه سړی داد فر رنګين سپنتا وچې داخلاقي کمز ورتياووسره سره يې په دغه وزارت کې د نورو مليتو نو پر حقو قو پښې کيښودلې٠ ده چې ځانته متر قي او کمو نست او شعله يې هم وايه په عمل کې يې دا ثا بته کړه چې د عبد الله په څير يو متعصب او پښتون دښمنه انسان و٠
که چيرې په بهر کې ددبهر نيو چارو وزارت سفا رتو نو دندو ته وګورو نو دنړۍ په ټو لو هيوادونو کې دخپلو اتبا عو دحقو قو دسا تنې له پاره يې هيڅ هم نه دي کړي، بلکې دهر پا سپورټ، وکالت خط او نورو په جوړولو کې يې د خلکو نه رشو تو نه اخيستي دي٠ دا فغا ني محصلينو مددمعا شو نه يې په جيبو نو کې اچولي دي او په زرهاوو نور غير قا نو ني کا رونه يې سر ته رسو لي دي٠ همداراز ددغو سفا رتو نو يو شمير بد اخلا قه او متعصبه تش په نا مه بيسواده ديپلوما تا نو د خپلو مر اجعينو سره ډېره ناوړه سلوک کړې دی چې ښه بېلګه يې په لندن کې دافغا نستان په سفارت کې ديوه تن افغان احمد زي سره ددغه سفارت د يوه بد اخلا قه او متعصب ديپلو مات ناوړه چلند دی ٠ داحمدزي ګناه داوه چې په خپلې مو رنۍ ژبې پښتو يې خبرې کولې چې دافغا ني سفارت دغه لچک او بد اخلا قه ديپلو مات يې هم ژبې ته ښکنځلې کړي دي هم يې نو موړي ډبولی دی چې بيا ورو سته ده دبر تا نيې پو ليسو ته شکا يت کړی دی چې دبر تا نيې پو ليسو هم دغه مو ضوع تر څيړنې او تحقيق لاندې نيولې ده ٠
موږ په داسې حال کې چې په لندن کې دافغا ني سفارت ددغه لچک او بد اخلا قه ديپلو مات دغه و حشيا نه عمل غندو دافغانستان د بهر نيو چارو د وزير نه په کلکه هيله کوو چې دغه مسا لې ته خپله ځا نګړې پا ملر نه واړوي او دغه بد اخلا قه ديپلو مات بر طرف او له کاره ګو ښه او کا بل ته را وغواړي او څا رنوالۍ ته يې ور وپيژ ني تر څو په را تلو نکي کې دا ډول لچک عنا صر ددې جر ئت ونکړي چې دخپلو افغا ني اتبا عو سر ه داسې نا وړه چال چلند وکړي ٠
زما په اند دبهر نيو چارو نوی وزير که په رښتيا سره هم غواړي چې دغه وزارت دنظار دلو چکې ډلې د ما فيا نه وژغوري نو با يد جر ئت وکړي ونه ډار شي او په دغه وزارت کې يوه سمه تصفيه را مينځ ته کړي څو دغه وزارت او ديپلو ما تيکې څا نګې يې در زيلو و او باشوا و بيسواده تش په نا مه ديپلو ما تانو د وجود نه پاکې او تصفيه شي او که داسي ونکړي نو دی به هم دعبدالله او سپنتا په څير خپل ملت ته مسئول او تور مخی وي٠ په پای کې با يد ووايم چې په دغه وزارت کې يو شمير لايق او په کار پوه ديپلو ماتان هم شته خو دلته زما مقصد دهغو تش په نا مه ديپلو ما تانو نه دي چې عبد الله او سپنتا دقومي، ژبنيو او سمتي ملحو ظا تو پر بنسټ پر دغه وزارت تپلي او مقرر کړي دي او هيڅ ډول ديپلو ما تيکې زده کړې او سواد نلري او نه هم په بهر نيو ژبو پو هيږي٠