د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دهند دپونې په پو هنتون کې دپښتنوزده کوونکو په وړاندې دسيسو کې دچا لاس دی؟

حميد راز 13.10.2010 11:34

هندو ستان هغه هېواد دی چې دتاريخ په اوږدو کې دافغا نستان سره ژورې تاريخي، سياسي او فر هنګي اړيکي لري ٠ دافغا نانو او هند يانو تر مينځ دغه دوستا نه اړيکي سلګو نو او زرګو نو کلو نو ته رسيږي٠ په هندوستان کې ډېرو پښتنو واکمنانو پا چا هي کړې ده چې ښه بېلګه يې دغلجيانو(خلجيانو)،لو ديا نو ، سوريانواو په بنګال کې دکر لا ڼيو پا چا هانو نو مو نه يا دولای شو٠ سر بېره پردې په هندو ستان کې دپټا نانا نو يا پښتنو ډېر شمېر ريا ستونه او علمي مر کزونه مو جودوو چې رامپور،مالېر کو ټله، ټو نک، بهو پال،لو هارو،شولا پور،خان پور، فرخ اباد،جو ناګړه،کهمبي،منير پور،رادهن پور،جاوره،کرنال، کنجپوره، باوني،پالن پور، بالا سنور، کوروايي او نوروو ٠
پټا نانو يا پښتنو دهند دازادۍ په غو رځنګ کې فعال رول لو بو لی دی او دهندو ستان په ازادۍ کې ډېرو پښتنو خپل سر ونه قر بان کړي دي چې يوه بېلګه يې دهند دازادۍ يو مشهور اتل پښتون شهيد اشفا ق الله خان دی چې انګرېزي سا مراج له خوا يې دشهادت جام څښلی دی چې د هند ازادۍ په هره کالېزه کې يې ويا ړلی نوم په وياړ سره يا ديږي٠
په دې بر سېره فخر افغان خان عبدالغفار خان چې دمهاتما ګا ندهي نږدې ملګری ، دعدم تشدد دفلسفې پلوی او هند يا نو ورته دسر حدي ګاندهي لقب ورکړی و دال انډيا کا نګرس فعال غړی او دانګرېزي سا مراج سر سخته دښمن و٠
همداراز په هندي ټو لنه کې پټان دصداقت، زړورتيا، په ملګر توب کې ټينګ او دوفادارۍ سمبول ښودل شوی دی٠ ان تردې چې دهند مشهور ليکوال او دنو بل دجايزې ګټونکي بنګالي شاعر رابيندرانات ټيګور په خپل مشهور اثر کابلي والا کې ديوه پټان رحمت خان انځور په ښه شان کړی دی چې څو مره د سپيڅلتوب ، وفاداري او مينې سمبول دی٠
لکه چې دمخه مو وويل هندو ستان دتاريخ په اوږدو کې دافغانانو سره فر هنګي اړ يکي لري او ډېر شمېر افغاني محصلين او زده کوونکي دهندوستان دبور سونو نه په ګټې اخېستلو سره دهندوستان په بېلا بيلو پو هنتو نو لکه دحيدر اباد په عثمانيه پو هنتون ، دپنجاب په پو هنتون چانديګړ ، را جستهان پو هنتون جيپور، پو نې پو هنتون مهاراشټرا،ډهلي پو هنتون ،جا معه مليه اسلا ميه پو هنتون ډهلي،جواهر لال نهرو پوهنتون ډهلي، عليګړه مسلم يو نيورسټي يو-پي،دبنګلور په پوهنتون او نورو علمي مؤ سسو او انسټيوټونو کې په زده کړو بو خت دي چې موږ د هند ددولت ددې مر ستو نه چې دځوانو افغا نانو په رو زنه کې يې کوي دزړه له کو مې مننه کوو٠
هغه ستو نزه چې دپو نې پو هنتون کې دافغاني زده کوونکو په وړاندې را مينځ ته شوې ده په هغه کې زه هغه نا پو هه او مغرض کسان ګرم او ملا مت بو لم چې په اصل کې د متعصبو ستمي کړ يو اود شمال دټلوالې پورې اړه لري٠ دوی دپښتنو په وړاندې ژبني تعصبات لري او دا خبره نه شي زغملی چې ولې پښتا نه زده کوونکي لکه : رياض سادات، عمر الدين، عبيدالله،شفيع الله، مصطفی،قيس شينواری، عبد الر حيم،عبدالعظيم،فهيم سادات ،فيض افغان دومره ليا قت او پو هه لري٠
دبلې خوا دغه متعصبه ستميان او دشمال دټلوالې سره تړلي محصلين چې اکثره يې دجنګسالارانو او قاتلينو زامن دي په واسطو باندې هند ته راغلي دي او بو رسو نه يې اخيستي دي او په فحا شيو او عيا شيو او نورو غير اخلا قي رذالتو نو بو خت دي او شپه ورځ د شر ابو نشې کوي او دنجو نو پسې لا لهانده وي،دوی نه درس ويلای شي او نه هم ددې جو ګه دي چې څه زده کړي نو دوی چې ددغسي تکړه او لا يقو پښتنو ځوانانو پو هه او علمي پر مختګ ګوري نو دانه شي زغملای نو بله چاره نه ويني پر ته له دې چې دغه پښتا نه محصلين او زده کوونکي په بېلا بېلو نو مو نه بد نا مه کړي او د هند پو ليسو ته دوی ناوړه معر في کړي ٠
زما په اند دافغا نستان دولت په دې اړه با يد کو ټلي ګا مو نه پو رته کړي او دهند دولت سره د مو ضوع په اړوندبا يد جدي تما سو نه ټينګ کړي٠ ځکه بې له کو مه دليل او جر مه ديو محصل په بر خليک او سر نوشت با ندې لوبې کول يو ستر جنا يت دی٠
په هند کې افغاني سفارت بايد مو ضوع دنږدې نه بررسي کړي، داسې ويل کيږي چې په بمبئ کې افغاني قو نسل مراد علي هم دپښتنو محصلينوپر خلاف تحر يکات کوي٠
هندي پو ليس که څوک ډيپورټ کوي با يدد هغه پر خلاف کافي شواهد او اسناد ولري، نو که هسې دچا په شيطانۍ باندې څوک له خپل هېواده شړي نو دا به دقا نون خلا ف کاروي٠
د هند دولت او پو ليس با يد دافغاني محصلينو سره د پښتون او تا جيک پر بنسټ دمور او ميرې چلند ونکړي ٠

په پای کې وايم چې ګر انو محصلينو! تا سو يوازې نه پرېږدو، موږ له تا سو سره يو او ستا سو غږ به هم افغاني مقا ماتو ته رسوو او هم هندي مقا ما تو ته ٠