د افغانستان ضد یوه بله توطیه
25.09.2010 03:39په دې وروستیو کې د افغانستان خلکو او نړیوالو دا اطلاع تر لاسه کړه چې په کابل کې د ښاغلي حامد کرزي اداره نیت لری چې د بینوا او ټول افغان دوه ملي ، او اسلامی ویب پاڼې چې تل د افغانستان د خلکو او وطن د ګټو څخه د دفاع په مورچل کې ولاړې دي د هیواد په دننه کې د هغه خپرونې وتړي. دې ویب پاڼو په افغانستان اونړی کې په میلیونو لوستونکي او مینه وال درلودل . دې ویب پاڼو د افغانستان د خلکو د زړونو دردونو او ارمانونو ته یې انعکاس ورکوه.
دې ویب پاڼو د افغانستان د حالاتو په هکله لوستونکو ته سم او بې پرې معلومات ورکول. دې ویب پاڼو په افغانستان کې د ملي یووالی په ټینګښت کې مهم رول لوبولی او د افغانستان ټول قومونه او ملیتونه یې یووالی او ورورګلوی ته را بللي دی او تل یې د دموکراسي ضد کړنو څخه پردې اوچتې کړي دي.
باید وویل شی چې ددې ویب پاڼو بندول کومه یوه ناڅاپي پيښه نه ده . په دې د هیواد ویښ کسان ښه پوهیږی چې په افغانستان کې هر ډول رسنی فعالیت کولی شي خو هغه رسنی چې ملي روحیه لری او واقعیتونو ته انعکاس ورکوی اوسنیو واکمنانو ته د زغملو وړ نه دي.
په افغانستان کې داسی کړۍ حاکمې دي چې د پښتنو او د هیواد د نورو قومونو تر منځ د یووالی او وروګلوی مخالفې دي. دا داسې کړی دی چې دوی په حکومت کې د پښتنو شته والی نه شي زغملی. همدې حاکمو ډلو په اوسنیو پارلماني ټولټاکنو کې پارلمان ته هم د پښتنو د ورتګ مخنیوی وکړ. په دې توطیه کې د هیواد کورني متعصبه ډلې او په سیمه کې پښتون او افغانستان دښمنه قوتونه ټول برخه لري.
داسې امکان لري چې په راتلونکي کې دا متعصبه کړی د پښتنو لیکوالانو او ژورنالستانو وژل زیات کړي چې سلسله یې په کندهار کې د لوی لیکوال او ملي شحصیت عبدالمجید بابي د وژلو څخه پيل شوي ده. ښاغلی عبدالمجید بابي د افغانستان او خلکو سره بې پایه مینه درلوده او په دې هیله کې و چې څنګه کیدای شي په سیمه کې د پښتون وژنې جګړه ودریږي . هغه واقعا په افغانستان کې د یوې ملي ادارې د جوړیدو غوښتونکي و همدا خبره وه چې متعصبه کړیو په رڼا ورځ شهید کړ. د ښاغلي عبدالمجید د شهادت څخه وروسته تر ننه د څو تنو ککرې خوړلی دي.
د افغانستان تاریخ دا پیښې په یاد لری چې په دې هیواد کې داسې استبدادي حکومتونه هم تیر شوي دی چې د پښتنو شاعرانو ژبی به یې پرې کولې مګر د نورو شاعرانو خولې به یې خولې د طلاو ډکولې.
هغه حکومتونه د خلکو د قهر په لمبو کې ړنګ او د دوی ماڼی و سوځیدې. مګر پښتون قوم ژوندی دي او د لوی خدای په مرسته به تردې نور هم پياوړی شي.
د ښاغلی کرزي تر مشری لاندې اداره په همغه پله روانه ده . د دې ادارې په رسمي چارو کې پښتو ژبه وجود نه لري دې ادارې د یوې خوا دوی په دولتي مطبوعاتو کې د پښتو ژبې مخنیوی کړی دی نو په مقابل کې د هغه رسنیو څخه چې د ګاونډیو هیوادونو په مرسته په افغانستان کې فعالې او یوازې د پښتنو او افغانستان ضد اجنداوې لری ملاتړ کوي . دا رسنی په ډیره بې شرمانه سره د قومونوتر منځ دښمنیو ته لمن وهي.
یو مهال پا افغانستان کې د قومي دښمنیو یوه بنسټ ایښودونکي ویلي و: دا زما ارمان دی چې په کابل کې د چا د کور دروازه و ټکول شي هغه په پښتو ژبه ونه وایی چې څوک یې؟
هغه هم په پښتو ژبه خبرې نه شوې زغملای او اوس د ښاغلي کرزی اداره دده د ارمان د عملي کولو د پاره کار کوي. چې واقعا د پښتو د ژبې د ودې او په دولت کې د پښتنو مخنیوی وکړي.
په دې باید باور ولرو چې د سیاسي قدرت منبع په خپله خلک او ژبه د خلکو ملکیت دی او د ښاغلي کرزي اداره دا وس هم نه لری چې د ټولو خلکو ژبې پرې کړي. که څه هم د ده انډیوالان دا غواړي.
ددې له پاره چې پورتنې ناوړه پلانونه شنډ شي اړینه ده چې په اساسي ډول یو شمیر ګامونه اوچت شي:
لومړی: پښتانه هر چیرې چې دي باید په خپلو منځو او د نورو سره په پښتو ژبه خبرې وکړي. دا د دوی حق او مکلفیت دی.
دوهم: پښتانه حق لري چې په پښتو ژبه ولیکي او و لولي او خپلو ماشومانوته په مورنی ژبه د لوست موقع تیاره کړي.
دریم :دا د پښتنو د پاره مهمه ده چې په پښتو ژبه اوسنې رسنی تقویه او نوي رسنی رامنځته کړي.
څلرم: په خپلو سیمو کې د جګړو مخنیوي وکړي او د زده کړو له پاره زمینه برابره کړي
پنځم:دا چې پښتانه اوس په افغانستان او سیمه کې یو محکوم ملت دی نو ورته اړینه ده چې د خپلو سیاسي حقوقو د تر لاسه کولو د پاره کار وکړي ددې موخې د تر لاسه کولو د پاره یوه سراسري پښتنی ملي جرګه جوړه او په خپلو منځو کې ملي یووالی تامین کړي. خپل روا حقوق تر لاسه او د نورو ملیتونو حقوق خوندي کړي.
د یادولو وړ ده چې د ټول افغان او بینوا د ویب پاڼو بندول د ځینو کړیو له خو د افغانستان ضد د یوه نوي پلان د عملي کیدو پیل دی چې غواړي دا هیواد د نویو ستونزو سره مخامخ کړي. دا ځکه چې د کابل په اداره کې د ځینو کړیو دا ډول شکمن حرکتونه د خلکو په منځ کې نویو عکس العملونو سبب کیږي.
که د ښاغلي کرزي اداره دا ډول ملي ، اسلامي ويب پاڼې د هیواد په د ننه کې بندوي باید لیکوالان او ژورنالستان سمدلاسه نورې ویب پاڼې او رسنی چې د پورتنیو ویب پاڼو لاره مخې ته بیایي رامنځته او لوستونکي ترې خبر شي. دا کار باید تر هغه دوام ومومي چې د کابل متعصبه اداره یې په تړلو ستړي شي او د دې ادارې د بیان د ازادې او دموکراسی ضد څیره د افغانستان او نړی خلکوتر بربنډه شي.
د ټول افغان او بېنوا د بندېدو په اړه نورې ليکنې: