د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د تهران اواسلام اباد، وارخطايي اوناوړي موخې

احمدجان اریوزی 07.03.2012 12:42

د رسنیو د رپوټونو سره سم د امریکا متحده ایالاتونو د افغانستان هیواد سره د ستراتیژیک تړون په هکله خبرې وځنډولې. په رپوټونو کې ویل شوي چې د خبرو د ځنډولو سبب د افغانستان له خوا د شپې عملیاتو بندیدل او هم د هغو بندیخانو افغانستان ته سپارل دي چې د بهرنیانو په واک کې دي .
خو بیا ښاغلی حامد کرزي وویل چې په دې هکله د امریکا د متحده ایالاتو سره خبرې ډیرې په مخ تللی دي .
که چیرې د افغانستان حکومت یو ازاد حکومت وګڼو ، نو دا حکومت حق لري چې پورتنی ادعا ګانې وکړي .
ازاد دولتونه د سیاسي ، اقتصادي او پوځي لحاظه په خپلو پښو ولاړ ، او خپلو موجوده او احتمالي دښمنانو په وړاندې بشپړ مقاومت کولی شي .
پوښتنه ده چې د کابل حکومت واقعا غواړي د یوه ازاد دولت په توګه په نړیواله توګه خپلواکي ثابته کړي او یا د پردې شاته کومه بله خبره ده.
په دې کې هیڅ شک نه شته چې د افغانستان خلک او په ځانګړي توګه پښتون اولس نه یوازې د شپې د عملیاتو څخه بلکې د ورځې د عملیاتو هم څخه کړیږي . دا ځکه چې تروریزم د پنجاپ او تهران د بهرنیو پالیسیو او لاسوهنو یوه اساسي برخه تشکیلوي . او د تروریزم اصلي مرکزونه په همدې هیوادونو کې موجود دي .
همدارنګه د بندیخانو په هکله باید وویل شی غیر قانوني بندیخانې نه یوازې د بهرنیانو سره موجودې وې بلکې هر جنګ سالار بندیخانې او وژنځایونه درلودل او ځینې یې تر اوسه هم لري . په دې بندیخانو کې په زرګونو کسان بندیان شوي او یا وژل شوي دي . خو په دې د کابل مشران تر اوسه چوپ پاتې دي.
اوسمهال د کابل د ادارې په بندیخانو کې په زرګونو کسان د طالبانو په نوم چې د هغوی د جرمونو په هکله کوم اسناد نه شته بندیان دي او یا داسې په زرګونو کسان شته چې هغه د بند مودې چې کابل ادارې د عدلي ارګانونو له خوا ورته ټاکل شوي وې ، تیرې کړي خو بیا په بندیخانو کې شپې او ورځې تیروي . که د کابل اداره په رښتیني توګه د افغانانو د بشري حقوقو ملاتړ کونکي وي لومړي د دوی حقوق ورته ولې نه اعاده کوي .
نږدې څلور کاله مخکې د پلچرخي په بندیخانه کې د بیګناه بندیانو ټولوژنه د افغانستان د ټولو خلکو د یاده نه ده وتلي . ایا د کابل ادارې عدلي ارګانونو په دې هکله کومه څیړنه وکړه .
همدارنګه د شپې په عملیاتو کې د هیواد په سل ګونو کسان شهیدان شوي دي چې زیاتره یې د کابل د ادارې د ارګانونو له خوا نړیوالو قواو ته د غلطو معلوماتو په بنسټ وژل شوي دي . خو د کابل ادارې ددې شهیدانو ورثې ته د کابل ښار د ابوالفضل د زیارت د وژل شویو کسانو د ورثو ته د ورکړل شویو امتیازاتو ( د کورونو له پاره ځمکي او بهر ته د زده کړو د پاره د دوی د ماشومانو لیږل او نور) لسمه برخه مرستې هم ورسره نه دي شوي.
ایا د کابل ادارې د ښاغلی ډاکټر عبدالله او محمدیونس قانوني څخه د هغه اجازه لیک په هکله پوښتنه کړي ده چې بهرنیو ځواکونو ته یې د بې ګناه هیواد والو د وژلو، بندیانولو اجازه ورکړي ده تر ننه ټول د هیواد بې ګناه هیوادوال چې د بهرنیانو له خوا وژل شوي او یا بندیان شوي دي مسوولیت یې د پورتنیو دوه تنو او هم د کابل د ادارې د مشر په غاړه دی. دا ځکه چې ده تر ننه د کابل د ادارې مشر په دې اجازه لیک سترګې پټې او غوږونه کاڼه کړي دي.
دا ټول په دې مانا چې د کابل اداره د هیواد د ملي حاکمیت او د خلکو د ژوند د امنیت د خوندي کولو په فکر کې نه ده بلکې دا اداره د یوې بلې اجندا سره سم حرکت کوي .
په سیمه کې ژور بدلونونه را روان دي . اوس د سیمې د زیاتو خلکو او په ځانګړي توګه د استعمار لاندې اولسونو ( بلوڅانو، سندیانو، پښتنو ) په زړونوکې هیلې راټوکولي دي او د دې برعکس د سیمې استعماري او تورو څواکونو د مشرانو په زړونو کې د وېرې احساس راپیدا شوی دی .
یوشمیر کتونکي په دې باور شوي دي چې دا بدلونونه او اوښتونونه کیدای شي د سیمې سیاسي جغرافیا ته بدلون ورکړي . ډيره شووني ده چې دا بدلونونه او یا اوښتونونه د خلکو او اولسونو په ګټه تمام شي او استعمارګر او تور ځواکونه د سترو ننګونو سره مخامخ شي .
له همدې ویرې په دې وروستیو کې د کابل ، د تهران او د پنجاپ د استعماري ادارې مشرانو په اسلام اباد کې د ویرې او وارخطایي له امله غونډه درلوده.
دا ځکه چې په دې مرکزونو کې واکمنانو د ځانو په وړاندې لوی ګواښونه لیدلي دي او په دې باوري شوي دي چې داسې شووني ده چې استعمار ، ظلم او دوکې سیاستونه په دې سیمه کې د ماتی سره مخامخ شي . نو ځکه دوی د اوبو وړو غوندې هر ځک ته لاس اچوي تر څو ځان وژغوري .
نوموړو مشرانو هم په دې غونډه کې دا ګواښونه وڅیړل او د هغې د مخنیوي له پاره یې ګډه اعلامیه هم لاسلیک کړه. درې واړو مشرانو په دې ټینګار وکړ چې د یوه بل خاوره به د یوه بل په وړاندې نه کارول کیږي .
خو مهمه دا خبره ده چې دا ډول اعلامیه لس کاله مخکې او یا پنځه دیرش کاله مخکې نه لاسلیک کیده. چې په کې ویل شوي وای چې د یوه او بل خاوره به د بل په وړاندې نه کارول کیږي .
یا هغه مهال چې ایراني په لس زرګونو پوځونه په پټه د افغانستان د پولې څخه تیر او د افغانانو په لباس کې په ۱۳۵۷ کال د کب په میاشت کې په هرات ښار برید وکړ . خو د هرات د اتلو خلکو د مقاومت سره مخامخ شول او د دوی بشپړ اکثریت له منځه ولاړل. اوس هم په افغانستان کې ایراني پلوه مزدورې کړۍ د ایران په دې ماته باندې د ماتم اوښکې تویوي .همدارنګه اته په شعیه ګانو پورې تړلي تنظیمه په ایران کې په افغانستان کې د پوځي عملیاتو د په مخ بیولو د پاره جوړ شول.
ایا د سردار محمد داود خان له وخت څخه تر ننه د پاکستان څخه د افغانستان په وړاندې جګړه په مخ نه بیول کیږي؟ اوس ولې د ا یران او پاکستان واکمنان دې ته اړ شول چې د کابل ادارې سره دا ډول اعلامیه لاسلیک کوي .
یو شمیر کتونکي وايي چې د اسلام اباد په غونډه کې د ایران او پاکستان مشرانو هڅه وکړه چې د نړیوالې ټولنې په وړاندې یو مثلث رامنځته کړي چې ددې مثلث عمده موخه د افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو ایستل دي .
د افغانستان خلک وايي چې (( په تیرو لسو کلونو کې په افغانستان کې د بهرنیو پوځونو شته والی ،په عمده توګه د زورواکانو او د متعصبو پاشیستي کړیو چې د پښتنو ضد اجندا لري او د ګاونډیانو سره په پټو اړیکو باندې تورنې دي، د حاکمیت د ټینګښت سبب شوي دي . ))
په دې ټول خلک پوهیږی چې په تیرو لسو کلونو کې ایران که د یوې خوا په پټه د کابل په اداره باندې د مختلفو لارو څخه خپله اغیزه وساتله او د هغه په اړخ کې یې د خپلوپټو عواملو له لازې په افغانستان کې د جګړې ډګر هم توود وساته .
اوس د ایران واکمنان د نړیوالې ټولنې تر ځواکمن فشار لاندې دي تر څو د ذروي وسلو د جوړولو څخه ډډه وکړي که څه هم ایران په جوته وايی چې دا پروګرام سوله ایز دی او د برښنا د انرژي د تر لاسه کولو د پاره اتومي بټۍ جوړوي او غواړي چې په همدې منظور سره یورانیم بډایه کړي .
خو نړیواله ټولنه د ځینو شواهدو په بنیاد سره د ایران په اتومي پروګرام باندې شک کوي او دوی دا فکر کوي چې دا پروګرام د سوله ایزو موخو د پاره نه بلکې د اتومي وسلو د تر لاسه کولو د پاره دی. نو ځکه په ایران باندې یې د افتصادي بندیزونو لګول پیل کړي دي . د بندیزونو د ایران اقتصاد د ستونزو سره مخامخ کړی دي.
ایران په دې بشپړ باور لري تر هغې چې ددې پروګرام څخه په شا شوی نه وي تر هغه نړیواله ټولنه او په تیره بیا د امریکا متحده ایالات په کراره نه کیني او دا ډیر امکان لري چې نړیواله ټولنه به د اتومي پروګرام د شنډولو د پاره په پوځي عمل لاس پورې کړی .
ایراني واکمنان په دې باور دي چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شته والي په ایران کې د لویدیزو هیوادونو پوځي مداخله اسانوي .
د حالاتو په څیړلو سره داسې ښکاري چې ایراني اخوندانو په کلکه دا پتیلي ده چې اټومي وسله تر لاسه کړي تر هغه چې دوی دا وسله تر لاسه کوي دوی داسې مانورونو ته لاس اچوي چې د نړیوالې ټولنې پام بلې خوا ته واړوي او کله چې اټومي وسله یې تر لاسه کړه بیا نو هلته نړیواله ټولنه نه شي کولای د ایراني لوړتیا غوښتونکي سیاست په وړاندې ودریږي .
اوس راځو چې ایراني اټومي وسله په لومړي پړاو کې څوک تهدیدوي ؟
ایران په ښکاره توګه د اسراییلو هیواد سره خپله دښمني په ډاګه کوي خو ځینې داسې نښې او نښانې شته چې ایران او اسراییل دواړه د خپلو پراختیا غوښتنې موخو د تر لاسه کولو د پاره په غیر مستقیمه توګه یو له بله همکاري کوي .
همدارنګه اسراییل د توغندیو ضد او د هوا ضد حساسو سیستمونو په درلودلو سره کولای شی چې د ایران هر برید مخکې له دې چې د اسراییلو پولو ته نږدې شی هغه شنډکړي .
د ایران له پاره په خپلو ستراتیژیکو موخو کې اصلي موخه افغانستان دی . ایران د نړی تر هر هیواد زیات په افغانستان کې د ژوندانه په مختلفو ساحو کې مداخله کوي . ایران په دې لټه کې دی چې افغانستان د پارسي ژبو هیوادونو ترنامه لاندې په یوه کنفدراسیون کې را دننه کړی او ورو دا هیواد ایران په یوه برخه باندې واړوی .
ایران په افغانستان کې د روپیو د کڅوړو څخه نیولي تر پوځي مداخلو پورې په افغانستان کې خپلو لاسوهنو ته دوام ورکوي . او ایراني پلوه ډلې د کابل په اداره کې واکمنې دي . دا ډلې د هغه اجنداو سره سم حرکت کوی چې ایراني پټ منابع یې ورته په نښه کوي .
همدا ټکی دی چې دا ډلې په غیر مستقیمه توګه د کابل د ادارې په مشر باندې فشار راوړي چې د ایراني اهدافو سره سم حرکت وکړی لکه د پارسي ژبو په هیوادونو کې د افغانستان ورګډول ، په ټولو هغو کنفرانسونو کې د کابل د ادارې مشر ګډون چې د ایراني موخو د پلي کولو د پاره ترتیب کیږي .
پوښتنه داده چې ایا دا شووني نه ده چې ایران به خپله اټومي وسله د افغانستان په وړاندې ونه کاروي؟
د کابل واکمنانو ته تر ټولو زیاته ا ړینه وه چې د ایران له خوا د اټومي پروګرام په هکله یې تشویش څرګند کړی اونړیوال یې دې ته اړ کړي چې د ایران اټومي پروګرام شنډ کړی .
د کابل واکمنانو ته اړینه وه چې په هر نړیوال کنفرانس کې یې د ایران د اټومي پروګرام په هکله خپل تشویش څرګند کړی . او نړیوالو ته یې دا پیام ورکړی چې د ایران اټومي پروګرام نه یوازې سیمه بلکې نړی ته لوی ګواښ دی.
د کابل ادارې ته اړینه ده چې د اټومي وسلو څخه د خلاصې سیمې د رامنځته کولو د پاره کار وکړی
خو له بده مرغه په تیرو لسو کلونو کې د کابل د ادارې مشر او د هغه د بهرنیو چارو وزیر او یا دملي امنیت د شورا له خوا د ایران د اټومي پروګرام له خوا هغه ګواښ ته چې افغانستان ورسره مخامخ دی یوه اشاره هم نه ده کړي .
د ویلو وړ ده چې په ایران باندې د اټومي پروګرام له امله د نړیوالې ټولنې فشار د افغانستان د ملي ګټو سره برابر او د هیواد امنیت ته د یوه لوی ګواښ د شنډولو په مانا دی.
خو له بده مرغه په دې اړه د کابل اداره ددې په ځای چې د نړیوالې ټولنې دریز ونیسي د ایران په مورچل کې د افغانستان د خلکو او د نړیوالو د غوښتنو په خلاف و دریږي .
د ویلو وړ ده چې ددې کرغیړنې لوبې دوهم لوبغاړی د پنجاپ استعماري اداره ( پاکستان ) دی.
پاکستان په پنځه دیرشو کلونو کې د افغانستان په وړاندې پراخه وسلواله د جهاد او طالبانو تر نوم لاندې په مخ بیولي ده.
په دې موده کې پنجاپ وکولی شول چې د افغانستان اقتصاد د نابودی سره مخامخ کړي . په هیواد کې د تعلیم او پرمختګ مخه ونیسي او په دې ډول په سلګونو زره هیوادوال ( په عمده توګه پښتانه ) ووژل شي.
پنجاپ، تهران او په کابل کې واکمنو کړیو په ګډه په دې توانیدلي دي چې د تروریزم په وړاندې جګړه د پښتنو په ضد په جګړه باندې واړوي . دوی په دې کې تر یوې اندازې بریالي شوي دي چې پښتون اولس چې په سیمه کې ستر اولس ګڼل کیږي په ډیره بې رحمۍ سره وځپل شي .
که څه هم پاکستان په ښکاره توګه خپله دښمني د هند هیواد سره پاللي ده خو د هغه هیواد د پټې او بربنډې مداخلې تیره څوکه افغانستان ته متوجه وه او ده.
په دې ټول شپیته کلن تاریخ کې د کابل واکمنانو ددې په ځاي چې اسلام اباد ته بالمثل ځواب ورکړي د غوړه مالی او د تسلیمی سیاست مخې ته بیولی دی. او داسیاست د کابل د اوسنیو واکمنانو له خوا اوس هم په مخ بیول کیږي.
اوس شرایط د پاکستان د واکمنانو د هیلو په خلاف بدلون مومي د یوې خوا نړیوالې ټولنې ته د پنجاپ د واکمنانو استعماري او تروریستي څیرې ښکاره او په دې پوه شوي چې پاکستانی واکمنان په هیڅ ډول دې ته تیار نه دي چې د نورو په کورنیو چارو کې د لاسوهنو څخه لاس واخلي او یا په بهرني سیاست کې د تروریستي ډلو د صدور څخه لاس په سر شي.
اوس دا ډيره ښه نړیوالو ته جوته ده چې په نړی کې په نوي سلنه تروریستي پيښو کې د پاکستان ککړتیا په ډاګه کیږي .
نو ځکه نړیواله ټولنه غواړي چې په دې هیواد فشارونه راولي تر څود تروریزم او افراطیت دا سرچینه وچه کړي .
د بلې خوا په خپله د پاکستان په هیواد کې د ا ستعمار ضد غورځنګونه ورځ په ورځ ځواکمن کیږي چې دا نه یوازې ددې سبب شوی دي چې دې ازادي بښوونکو غورځنګونو ته د نړیوالو پام واوړي بلکې دې غورځنګونو د پاکستان پوځي ماشین وراخطا کړی دی .
دا غورځنګونه عبارت دي د بلوڅو د ازادي بښونکي غورځنګ او د سند د خلکو وسله وال پاڅون .
دا دواړه غورځنګونه خو د ازادو هیوادونو غوښتونکي دی .
په پښتني سیمو کې د طالبانو غورځنګ اوس د پاکستاني سرچینو د واکه ووځي او په خپله د پنجاپي استعمار ضد بڼه ځانته نیسي .
اوس هغه مهال را رسیدلی دی چې پیښور او کویټه هم د پنجاپ په وړاندې د لویې پښتونخوا د ازادی بیرغ پورته کړي .
د همدې ټکو په نظر کې نیولو سره د اسلام اباد واکمنان هم وراخطا شوي دي او په دې پوهیږي چې دا ډیر امکان لري چې نړیواله ټولنه دې ددې ازادي بښوونکو غورځنګونو ملاتړ وکړي .
همدا سبب دی چې د پنجاب استعماري اداره په ټول ځواک سره په دې لټه کې ده چې نړیواله ټولنه د افغانستان څخه ووځي .
په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې شته والی ددې سبب شوي دی چې د پنجاب د استعماري ادارې ډیر پلانونه شنډ شي .
اوس ټولو نړیوالو ته بربنډه شوي ده چې پاکستان په سیمه کې سولې او ثبات عامل نه بلکې په خپله یو تروریستي دولت دی.
د پورتنیو یادونو څخه دې پایلې ته رسیږو چې ایران او پاکستان د کابل اداره دې ته اړه کوي چې د افغانستان څخه د نړیوالې ټولنې او په ځانګړي توګه د امریکايي پوځیانو په ایستلو کې ډیره هڅه وکړی . خو ددې په بدل کې دواړو هیوادونو د کابل واکمنانو ته ځینې ژمنې ورکړي دی چې دلته اشاره ورته کیږي .
د طالبانو د رژیم په نسکوریدو سره په افغانستان کې هغه ډلې واکمنې شوې چې د دوی د جګړو له امله یوازې د کابل په ښار کې د اویا زرو څخه زیات بې ګناه هیواد وال ووژل شول .
دې ډلو د خپل واک په لومړی دوره کې داسې جنایتونه تر سره کړل چې د نړی په تاریخ کې یې لږ ساري موندل کیږي. ددې ډلو د واک په لومړی دوره کې په ټول افغانستان د زده کړې بهیر په بشپړه توګه ودریده او په ټول افغانستان کې یوه ښوونځي هم فعاله نه وه.
ددې ډلو د واک په دوهمه دوره کې چې د امریکايي پوځونو په زور واک تر لاسه کړ ، دوی ټول واک په خپلو لاسونو کې متمرکز کړ . د کابل اداره د پورتنیو ډلو یو سهامي شرکت وګرځیده چې د هرې ډلې واک او امتیازات د کابل د ادارې د مشر له خوا تنظیم شوي او کیږي .
په تیرو لسو کلونو کې دې ډلو د دولتي واک او خپلو رسنیو په مرسته هڅه وکړه چې ټول هغه جنایتونه او لوټماری چې دوی د واک په لومړی دوره اویا په اوسنی لس کلنه دوره کې تر سره کړي دي د خلکو او نړیوالو سترګو څخه پټې کړي .
دا چې نړیوالې ټولنې اوس دا جوته کړي ده چې د دوه زره څوارلسم کال څخه وروسته دوی ووځي او داسې شووني ده چې یوازې د امریکا د متحده ایالاتو لږ اندازه پوځونه به پاتی شي . د بلې خوا د امریکایانو او د طالبانو تر منځ په قطر هیواد کې د خبرو په هکله اوازې تیت شوي دي چې دې اوازو د کابل واکمنان ډیر وارخطا کړي دی .
دوی په دې ویریږي چې دا شووني ده چې امریکایان به د طالبانو واک ته د رسیدو له پاره زمینه برابره کړي .اویا به داسې اداره واک ته ورسوي چې په ټول افغانستان کې د ټولو د پاره د منلو وړ وي .
د کابل واکمنان په ډیره بې رحمانه توګه دا هیواد لوټوي د رسنیو له قوله دې واکمنانو یوازې په تیر میلادي کال کې څلورزره شپږ سوه میلیونه ډالره په غیر قانوني توګه د هوايي ډګر له لارې دوبۍ ته لیږدولي دي .
ډيره شووني ده چې نوموړي اداره او یا طالبان به په افغانستان کې د خلکو د شتمنیو احتساب بهیر پیل کړی په کابل کې اوسنیو واکمنانو له پاره یوازې اقتصادي جرمونه کافي دي چې په سلو کې نوی د دوی د بندیخانې تورو تمبو ته ولویږي او د دوی ټولې شتمنی په بیت المال پورې وتړل شي.
همدا ټکی دی چې د کابل په اداره کې واکمنې ډلې د خپل واک او شتمنیو د ساتلو د پاره یې د ایران او پاکستان سره د مثلث دریم کنج جوړ کړ،
د کابل په اداره کې واکمنې ډلې په دې لټه کې دی چې د ایران او پاکستان په مرسته په واک کې پاتې شي او د دوی شتمنیو ته کوم ګواښ موجود نه وي .
د ایران او پاکستان جوړښتونه دا حکم کوي چې دوی په هیڅ صورت سره د افغانستان دوستان نه شي کیدلای.ددې دواړو هیوادونو ستراتیژي د افغانستان د یوه مستقل هیواد په توګه له منځه تلل دي .
او چې د کابل د ادارې مشران د ایران او پاکستان د مشرانو په خبرو باور کوي او د اغلی حنا رباني کهر د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرې په خبرو تیر وځي دا د دوی په ډيره ساده ګي باندې دلالت کوي .
د ایران او اسلام اباد مشران دا هڅه کوي چې افغانستان د امریکا د متحده ایالاتونو سره ستراتیژیک تړون لاسلیک نه کړي او هم د هغه هیواد سرتیرو د پاتې کیدو مخنیوي وکړي .
دپنجاپ مشرانو د کابل مشر ته ډاډ ورکوي چې دوی به مخالفین دې ته وهڅوي چې د کابل د ادارې په وړاندې مقاومت پریږدی او په هغه صورت کې به په کابل کې واکمنې کړۍ خپل حاکمیت ته لس ګونو کلونو ته دوام ورکړي ..
په افغانستان کې وروستیو پیښو د سیاسي څیړونکو په ذهنیتونو کې نوی پوښتنې را پیدا کړي دي .
ددې پیښو څخه یوه په باګرام کې د قران مجید د کتاب سوځول دي . د قران مجید سوځول او یا ورته د بې حرمتي کول د یوه مسلمان د پاره هم د منلو وړ نه ده.
خو په کابل کې د واکمنو کړیو له خوا د پارونکو ویناو په واسطه د مظاهرو سازماندهي کول چې د هغو په نتیجه کې د هیواد په لس ګونو هیوادوال شهیدان شول او د کورنیو چارو په وزارت کې د دوو لوړپوړو سلاکارانو مرموزه وژل ، او په افغانستان کې د چاودنو پيښو زیاتیدل په نړیوالو ځواکونو باندې د فشار د زیاتولو په مانا دي . تر څو نړیوال ځواکونه د افغانستان څخه ووځي او افغانستان یو ځل بیا د پنجاپ او ایران په لمنو کې ولویږي .
نو له همدې امله د افغانستان خلکوته اړینه ده چې هوښیار واوسي او د پنجاپ او تهران په لومو کې و نه نښلي . د هیواد دننه د متعصبو پاشیستي کړیو ټولې توطیې شنډې کړي . د افغانستان خلکو له پاره ملي ګټې د ګاونډیانو تر ګټو ډیرې لوړې دي .
یوازې ملي او ټول اولس ته د منلو وړ اداره چې د هیواد د ټولو اولسونوحقوق په کې خوندي وي ددې جوګه کیدای شی چې د ګاونډیانو مداخلې شنډې او د نړیوالو ځواکونو وتلو ته زمینه برابره کړي .
په دې کې هیڅ شک نه شته چې د ځواکمن افغانستان جوړیدل ، د ایران او پاکستان د استعماري دولتونو په ړنګیدو او تجزیه کیدو کې نغښتي دي .
نو لدې امله افغانستان ته اړینه ده چې ددې ګاونډیانو په وړاندې باالمثل ستراتیژیکې موخې ځانته وټاکي . باید ووایو چې د پنجاپ او تهران د استعمار په وړاندې د ا فغانستان دخلکو مبارزه عادلانه او ازادي بښوونکي ده .