د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پښتنو د یووالی او ستونزو د حل په لوریو ګام

احمدجان اریوزی 27.05.2012 11:47

داسې ویل کیږی چې په دې ورځو کې د پیښور ښار د نشتر هال په ودانی کی د پښتنو پراخه جرګه چې د پښتنو د لوی مشر افضل خان لالا له خوا راغوښتل شوي ده، جوړه شي.
ددې جرګې د جوړولو د پاره پراخ ترتیبات روان دي . زیات شمیر پښتانه هیله مند دی چې کیدای شي په دی لوی اولس کې د یووالی په لور یو پراخ غورځنګ پيل شي .
د پښتون اولس تر منځ د یووالی راتګ یوه تاریخي اړتیاده چې نه یوازی دا اړتیا ددې اولس د روڼ اندو له خوا درک شوي ده بلکې نړیوالو هم ددې اولس راتلونکو خوځښتونو ته پام اوښتي دی.
د رپوټونو سره سم په دې پراخه جرګه کې ټول پښتانه برخه اخیستلی شی د ( لا لا) د خبری سره سم هر هغه څوک چې پښتنې زیږولی وي په دې جرګه کې ګډون کولی شي .
دا جرګه به دوې ورځې روانه وي چې د پروګرام سره سم ددې جرګې مشرتوب به نیمه ورځ د پښتونخوا څخه یو وګړی ، نیمه ورځ به د ازاد قبایلو څخه یو وګړی ، نیمه ورځ به د جنوبې بښتونخوا او نیمه ورځ به د افغانستان څخه یو وګړی په غاړه ولري.
هغه ویلي دي چې دا د وخت غوښتنه ده چې ټول پښتانه سیاسي او مذهبي مشران سره یو موټی شي .
اوس به وګورو چې د کابل د ادارې څخه څوک ګډون کوي ؟ د کابل د ادارې مشر ښاغلی حامد کرزي به دې جرګې ته ورشي او که نه؟ دی خو چیرې چې د پارسي ژبو په ایران او تاجکستان کې د ( سمنکو) میله وي ګډون کوي دا ځکه چې کابل ادارې د افغانستان هویت یو پارسي ژبې هیواد په توګه څرګندوي او افغانستان یې د پارسي ژبو د مثلث ( تاجکستان، ایران ، افغانستان) یوه څنډه یې ګرځولي ده.
په اوس مهال کې پښتون اولس د ډیرو ستونزو سره مخامخ دی که د یوې خوا دا اولس د استعماري ځواکونو له خوا په څو ټوټو ویشل شوي او هر ټوټه یې د زیاتو ستونزو سره مخامخ ده خو ډیرې ستونزې یې یو شانته او عوامل یې هم شریک دي . دا ددې سبب کیږي چې ټول پښتون د خپلو ستونزو د حلولو د پاره ګډ عمل وکړي . یو ددې ستونزو څخه روانه جګړه ده.
اوسنی روانه جګړه په بشپړه توګه د پښتنو په ضد جګړه ده چې د پښتنو دښمنه استعماري ځواکونو ( پنجاپ ، تهران اوپه افغانستان کې د واکمنو کړیو ) له خوا د ټاکل شوي ستراتیژي له مخې د پښتنو په سیمو کې نږدې دیرش کاله روانه ده. همدې پورتنی استعماري حکومتونه او ځواکونه د خپل ماهرانه پلان له مخې په دې توانیدلي دي چې لویدیز هیوادونه هم د پښتنو ضد اړخ کې ودروي .
ددې جګړې قربانیان په سلو کې پنځه نوي پښتانه ماشومان ، میرمنې ، بوډاګان او سړي دي. په دې جګړه کې یوازې د پښتنو کلی او کور ورانیږي . دا جګړه په سیمه کې په ټولو پښتون میشتو سیمو کې روانه او په پښتنو باندې د یوې پراخې توطیې په ترځ کې تپل شوي ده. ددې جګړې اصلي قریاني پښتون اولس دی.
همدارنګه پښتون اولس د انکشافي پروګرامونو او تعلیم څخه بې برخې ګرځول شوي دی د بادغیس څخه تر دیر ، سوات ، باجوړ ، وزیرستان پورې په ټولو سیمو کې د زده کړو او پوهنې مخنیوي شوی او کیږي. ویل کیږي چې د پښتون اولس اتیا په سلو کې د لوستلو او لیکلو د نعمت څخه بې برخې دي.
په افغانستان ، بلوچستان ، پښتونخوا ، ازادو قبایلو او کراچۍ کې پښتانه د یوه لوی او هر اړخیز تیري سره مخامخ دي چې یوه شپه هم ارام خوب نه شي کولی.
ددې جګړې څخه موخه په ټوله سیمه کې د پښتنو کمزوري کول او ځپل دي تر څو ونه کولای شي د خپلو روا حقوقو د تر لاسه کولو د پاره مبارزه وکړي.
نوله همدې امله پښتون دښمنه کړیو هڅه وکړه چې پښتانه په مختلفو نومونو سره وویشي او دې موخې ته د رسیدلو له پاره یې لټه وکړه چې پښتانه د کمونست، مجاهد ، طالب او دموکراتانو په نامه سره وویشي په خپلو منځو کې یې وجنګوي او دا میړنې اولس کمزوری کړي ددې جګړو په نتیجه کې په میلیونو پښتانه ووژل شول او لس ګونو زرو د پښتنو کلي په کنډوالو واوښتل.
مګر پښتون اولس د یوه قوم او یوه وجود په توګه ژوندی پاتې شوی دی.
د کتونکو په باور زیات شمیر په اصطلاح سیاسي ډلو مشرانو هیڅکله د پښتون اولس د کړاوه ډک حالت ته پاملرنه نه ده کړي بلکې دوی په ډير صداقت سره خپلو بادارانو ته چوپړ وهلی. دوی په سلګونو زره پښتانه د کمونست ، طالب ، مجاهد او د امریکاد جاسوس په نامه په ډيره بې رحمانه توګه وژلي دي او دا بهیر تر اوسه روان دی.
دې ډلو په ټول قوت سره هڅه کړي ده چې د پښتنو ترمنځ دیووالی او پیوستون مخه ونیسي او حتې د پښتنو پيژندګلوي تر ګواښ لاندې ونیسي.
اوس داسې شرایط راغلی چې پښتانه سیاستوال او مشران اوسني حالات یو وار بیا د سره او په ژوره توګه وڅيړي او ددې حالاتو په نظر کې نیولو سره سم د پښتون اولس د ستونزو د حل له پاره عملی لار پیدا کړي.
په دې تیرو کلونو کې هغه قربانی چې پښتون اولس په مختلفو نومونو سره ورکړی که چیرې پښتنو دا د پښتنو د یوه متحد هیواد د جوړیدو او خپلواکی له پاره ورکړي وای ،اوس په نړی کې پښتنو یو ډیر ځواکمن ( د سیاسي ، اقتصادي او پوځي لحاظه ) هیواد درلودلی. خو له بده مرغه په تیرو دیرشو کلونو کې د پښتنو ډيرې قربانی د پنجاپ استعماری ادارې او نور پښتون دښمنه ځواکونو په ګټه تمامې شوي دي.
په سیمه کې په کلي ډول پښتانه د افغانستان په ګډون د محکوم اولس په توګه ژوند کوي. چې د هر ډول سیاسي ، اقتصادي او کلتوري حقوقو څخه بې برخې دي. پښتو ژبه په افغانستان او ټوله پښتونخوا کې نه په ملي او نه رسمي توګه د چارواکو له خوا مراعات کیږی .
په دې ډول د پښتنو سره نه یوازی په رسمی مسایلو کې د تعصب له مخې چلند کیږی بلکې په تعلیمي سطحه کې هم په پښتو ژبه د تعلیم مخه نیول کیږي. په مورنی ژبه د زده کړې حق یوازې په اساسي قانون کې د کاغذ په مخ پروت دی . د ساري په توګه په ټول هرات ، لویدیزو او شمالي ولایتونو کې چې پښتون میشه ولایتونه دي په مورنۍ ژبه زده کړه په بشپړه توګه په نشت شمیرل کیږي. په افغانستان کې د پوهنې لوړ پوړي چارواکي په دې اصل په بشپړه توګه سترګې پټوي . چې په خپله د پښتو ژبې او د پښتنو سره ددې وزارت جوته او خطرناکه دښمني په ډاګه کوي.
دا یو واقعیت دی چې د واکمن قوم ژبه هم واکمنه وي او پښتو د یوه بیواکه اولس ژبه ده چې د کابل ادارې له خوا ورسره د تعصبه ډک چلند کیږي.
پښتون اولس یو ټوټې ټوټې وجود دي چې د هرې برخې څخه یې وینې بهیږي .
پښتانه د افغانستان او ټولې پښتونخوا د ملا تیر جوړوي او په مجموع کې د افغانستان د ټوټې ټوټې کیدو مخالف او د یووالی غوښتونکي دي هغه پښتانه دي چې د نورو میلیتونو عادي اولسونه یې په ځان راټول او تر اوسه یې افغانستان د ټوټې کیدو څخه ژغورلی دی.
همدا ټکی دی چې د افغانستان دښمنان ددې له پاره چې دا هیواد ټوټې ټوټې کړي دا وپتیله چې لومړی هغه قوم چې د نورو قومونو له پاره مرکزي حیثیت لري باید کمزوری شي.
ددې پښتون ضد کړیو موخه دا ده چې ټول هغه مشران او روڼ اندي چې د اوسنیو تراژیدیو څخه د پښتنو د ژغورلو په هکله فکر کوي او یا امکان لري په دې لاره کې کوم عملي اقدام وکړي په جسمي ډول سره له منځه یوسي .
په ټوله پښتونخوا کې د امو سین څخه نیولي تر اباسینه پورې د پښتنو د پیژندل شویو کسانو د وژلو پراخ پروګرام د پښتون دښمنه ځواکونو له خوا تر لاس لاندې ونیول شو . په تیرو لسو کلونو کې په زرګونو پښتانه پیژندل شوي وګړي د یوې پراخې توطیې ښکار شول همدارنګه په ښاغلي حامد کرزي ، افتاب احمد شیرپاو ، افضل خان لاله څو څو ځلې وژونکي بریدونه شوي دي.
د افغانستان په شمال کې په متعصبو ډلو پورې تړلي پوځي چارواکي د طالبانو د ځپلو په نوم د سیمه ایزو پښتنو په ضد پوځي عملیات ترتیبوي ددې عملیاتو اصلي موخه په شمال کې د پښتنو اړیستل دي چې اړونده سیمې پریږدي. دوی نه یوازې د پښتنو په ضد پوځي عملیات ترتیبوي بلکې د پښتنو ضد په زړه بوګنونکو جنایتونو باندې تورنې ملیشاوې یې د سیمه ایزو پولیسو تر نامه لاندې د دولت په چوکاټ کې تنظیم کړي چې د هغه ځای په خلکو کې رڼا ورځ توره شپه کړي ده.
د افغانستان په شمال کې د کابل د ادارې له خوا د سیمه ایزو پولیسو تر نامه لاندې د متعصبو او پاشسیتي کړیو تر کوماندې لاندې د پښتنو ضد ملیشاو جوړول د یوې نوي تراژیدی پيل دی.
د هیواد په مرکزي سیموکې د پښتني کوچیانو شخصي ملکیتونه د متعصبه سیاسی ـ پوځي کړیو له خوا غصب ، او کوچیان نه پریښودل کیږي چې خپلو شخصي ملکیتونه ته لاسرسي پيدا کړي .
په افغانستان او سیمه کې پښتانه د یوه ملي مشرتوب او مرکزیت څخه بې برخې دي د کابل په اداره کې شته لوړ پوړي پښتو ژبي چارواکي خو د متعصبو پاشیستي کړیو په وړاندې د خلکو په اصطلاح سوڼ هم نه شي ویلای. دا ځکه چې دوی څو څو ځلې د زورواکانو څپیړې په مخونو خوړلي دي. دوی نه د ملت او نه د پښتنو په دړد خوري بلکې د متعصبو زورواکانو ښه چوپړاسیان دي .
اوس زیات شمیر پښتانه روڼ اندي په دې باور شوي دي چې ( یا به یو کیږو ، ګني ورکیږو ). دوی غواړي ددې ستر شعار د عملي کولو د پاره چې د پښتنو د ستر مشر خان عبدالغفارخان له خوا ورکړل شوی دی د یو کیدو یو میکانیزم رامنځته کړي.
دا یو واقعیت دی چې تر هغه چې پښتون اولس که هغه په افغانستان کې دی او که د افغانستان څخه بهر ټول په یوه ټغر سره راټول نه شي تر هغه د پښتنو ضد جګړه او توطیه نه شي پای ته رسیدلی. د لوی احمدشاه د واکمنې څخه مخکې هم ورته شرایط و. د لوی میرویس خان څخه مخکې همدا ډول حالات و.
دې دواړو مشرانو لومړی د پښتنو تر منځ د جرګو په جوړولو سره یووالی تامین کړ او د پښتنو یو وړ مشرتوب یې رامنځته کړ او وروسته نور قومونه په خپله په دې قوم باندې راټول شول.
د ویلو وړ ده چې هر قوم او اولس د ځان لپاره ټاکلي موخې لري او غواړي چې د تاریخ په اوږدو کې هغه تر لاسه کړي .
دا ډيره په ځای خبره ده چې افضل خان لا لا د پښتنو دداسې ملي جرګې جوړولو له پاره چې د ټول پښتون اولس استازیتوب پکې وي بندوبست وکړي.
ټول پښتون اولس د داسې جرګې د جوړیدو ته بیصبرانه انتظار وباسي . دا ځکه چې د یوه وجود په توګه د ټولو پښتنو دښمنان یو ، دوستان یې یو او برخلیک یې شریک دی.
په دی کې هیڅ شک نه شته تر څو چې ټول پښتانه په یوه ټغر د خپل برخلیک د ټاکلو او د اوسنیو ستونزو څخه د ژغورلو د پاره راټول شوي نه وی ترهغه به د دوی وینې همداسې روانې وي.
یوه لویه ستونزه چې پښتانه ورسره مخ دي په هغوی کې د ملي او بیرته د یووالی احساس کمزورتیا ده چې د پښتنو دښمنان غواړي په دوی کې دا احساس په بشپړه توګه ووژني
اوس تر هر مهاله ډیره روښانه شوي ده چې پښتانه نه یوازې د سیاست په ډګر کې د واکه بې برخه شوي بلکې د هغوی هویت هم د ګواښ سره مخامخ شوی دی او اوس ددوی د فزیکي وجود له منځه وړلو له پاره پروګرامونه تر لاس لاندې نیول شوي دي.
پښتانه په دې نیمه لویه وچه کې یو واقعیت دی چې هیڅوک یې د سترګو نه شی غورځولی.
خو تر ټولو باید لومړی دې ټکي ته اشاره وشي چې داسې جرګه جوړه شي چې په هغه کې د کابل متعصبه اداره ، پنجاپ او تهران اغیزه ونلري او یوازې او یوازې په دې سیمه کې د پښتنو غوښتنې او ارادې تمثیل کړي.
کیدای شی دا د پښتنو ملي لویه جرګه دا موخې د پښتنی ملي غورځنګ له پاره په ډاګه کړي :
• لومړی په ټوله پښتونخوا ( افغانستان ، بلوچستان ، خیبر پښتونخوا او قبایلو ) کې د جګړې د اور بندول او د سولې تامین
• په ټولو پښتني سیمو کې د انکشافی او تعلیمي پروګرامونو پيل
• د ټولو پښتنی سیمو د خلکو تر منځ د اړیکو د ټینګښت ، او د پښتنو سیمو تر منځ د تګ راتګ په مخه کې د هر ډول رسمي او پوځي خنډونو لرې کول .
• په ټوله پښتونخوا ( چې لوی احمدشاه بابا ورته اشاره کړي ده) کې د خلکو تر منځ د سیاسي او ملي پیوستون د روحیې پیاوړ تیا
• بلاخره د ټولو پښتنو په یوه سیاسی جغرافیا ( د یوه خپلواک هیواد په توګه ) کې راټولیدل
همدارنګه د پښتنو په ملي جرګه کې اړینه ده چې ددې موخو د عملی کولو د پاره په ټوله پښتونخوا کې د یوه پراخ ټولنیز ـ سیاسي سازمان په جوړیدو بحث وشي .
او دې سازمان ته لارښوونه وشی چې پښتنی ټولنې د ځانګړتیاو په نظر کې نیولو سره ، د دموکراتیکو ، سوله ایزو او په نړیواله سویه د منل شویو پرنسیپونو په بنسټ د پښتون اولس د حقه حقوقو د تر لاسه کولو د پاره کار وکړي .
د پښتنو یووالي ، ملي خپلواکي او په یوه واحده سیاسي جغرافیا کې د یوه متحد هیواد تشکیلول ، اقتصادي پرمختګ او د نړي د نورو اولسونو سره په سوله او ورورۍ کې ژوند د دوی طبعي او د نړیوالو پيژندل شویو حقوقو مطابق حق دی.
اوس پښتون اولس په دې پوهیږي چې حق نه ورکول کیږي بلکې حق اخیستل کیږي او ددې حق د اخیستلو د پاره ملي یووالي ته اړتیا لري. دا ځکه چې د پښتنو ملي یووالی ددې سبب کیږي چې خپلې سیاسي ، اقتصادي، امنیتي او کلتوري ستونزې حل کړي .
د ملی یووالی تامین میکانیزم همغه میکانیزم ( جرګو ) دی چې پښتنو سترو مشرانو ترې کار اخیستی دی او دا میکانیزم د کلي د سویې څخه نیولي تر ټول پښتون پورې د سراسري جرګې جوړول دي . په دې جرګو کې به پښتانه د یوه بل خبره واوري دړدونه به سره شریک کړي او د راتلونکي له پاره به یې خبره او لاره یوه شي . او ددې جرګو له لارې به پښتانه وکولای شي چې یو ملی مشرتوب رامنځته کړي.
دا یو واقعیت دی چې د پښتنو یووالی به ددې سبب شي چې پخواني استعماري کرښې چې ددې ستر اولس د بیلولو له پاره ایستل شوي دی په خپله ړنګې شي .
ددې له پاره چې پښتانه وکولی شي خپل روا حقوق تر لاسه کړي اړینه ده چې :
• یو سراسری سیاسي مشرتوب رامنځته کړي
• یوه ګډ سوله ایز او قانوني حرکت د تر سره کولو ته چمتو شی
• او هم باید پښتون اولس د نړیوالې ټولنې ملاتړ تر لاسه کړي.
دا اولس باید نړی دا قناعت ورکړي چې پښتون اولس هم د نړی د نورو اولسونو په شان دا حق لري یو هیواد ولری او په خپلواکه توګه ژوند وکړي.
د پورتنیو موخو په تر لاسه کولو کې رسنۍ ډیره مرسته کولی شي تر څو دا ژوبل اولس د ستونزو وژغورل شي .
دلته یوه پوښتنه پيدا کیږي چې په لس ګونو پښتو ژبي رسنۍ او ویب پاڼې هم شته دوی داسې ښکاره کوي چې ګواکې د پښتنو له پاره خپرونې کوي دې رسنیو د پښتنو ټوټې شوي وجود د یو کیدو له پاره تر اوسه د خلکو غوښتنو ته انعکاس نه دی ورکړی.
همدارنګه دې رسنیو د پښتنو د پيژندل شوي مشر په دې لوی وړاندیز غوږونه کاڼه او سترګې پټې کړي دی او دا لټه یې ونه کړه چې ددې مشر دا په ځای د پښتنو له پاره د ستونزو څخه د راوتلو یوازینی وړاندیز خلکو ته ورسوي . دا په دې مانا چې دا رسنۍ په خوله یو څه او په ماهیت کې د پښتون دښمنه کړیو په چوپړ کې ولاړې دي او د خلکو په ا صطلاح د روپيو کڅوړې به ورته رسیږي .
همدارنګه په پښتنو کې په اصطلاح سیاسي څیړونکي خورا زیات دی خو دوی د ښاغلی افضل خان لا لا په دې وړاندیز باندې خپلې تبصرې ونکړې .
مګر بیا هم د وخت پیل دی کیدای شي پښتو ژبي رسنۍ په پښتو او پښتنو باندې د بیزنېس څخه لاس واخلي او ددې ځوریدلي او ټوټې شوي قوم په وړاندې خپلومسوولیتونو ته پام واړوي او د پښتنو د یوې بریالۍ ملي جرګې په جوړولو او د هغې د فیصلو په عملی کولو کې ارزښتناکه ونډه واخلي .
پښتون اولس یو کیدونکی دی ، دا د تاریخ غوښتنه ده.
د پښتنو د ستر مشر افضل خان لالا دا نووښت به د پښتون اولس د یووالی او د هغوی د ستونزو د حل په لور یو ارزښتناک ګام وي