د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په قومي تعصب ولاړه اداره

احمدجان اریوزی 03.04.2012 20:34

په دې ورځو کې د کابل د ادارې د لوړو زده کړو د وزارت له خوا ، د لوړو
زده کړو موسساتو ته د بریالیو شویو او یا بې نتیجې شویو زده کونکو نوملړ
اعلان شو.
په دې نوملړ باندې ډیرې نیوکې شته دي زیاتره زده کونکي وايي چې په دې
نوملړ کې زیار ایستل شوی دی چې د هزاره د توکم څخه هغه زده کونکي چې د
دوی کورنۍ مشران د ځانګړي متصبه ډلې سره اړیکي لري بریالي او هغه پوهنځیو
ته لیږل شوي دي چې یو څه اندازه خلک ورته په لوړ مقام قایل شوي دي .
ځینې کسان وايي چې د ډیرو سیمو څخه زده کونکي په قصدي توګه پاتې راوستل
شوي دي لکه چې د پکتیا د ولایت څخه ویل کیږي چې ددې زده کونکو پنځوس نمرې
په قصدي توګه لږې کړل شوي دي تر څو د دوی د بریالیتوب مخه ونیول شي .
داسې امکان لري چې دا ډول کړنې د نورو ولایتونو سره هم ترسره شوي وي.
دې نومرو اعلان د پوهنې په بهیر ډیره ناوړه اغیزه وکړه
په دې تیرو څو ورځو کې ولیدل شول چې زیاتره زده کونکو چې د راتلونکي
کانکور ازموینې له تیاري نیوله هغوی خپل لوستونه خوشي کړل دا ځکه چې دوی
په بشپړه توګه په دې باوري شول چې لوړ زده کړو موسساتو ته به هغه څوک
بریالي کیږي چې موجوده وزیر او دده ډله یې غواړي .
په تیرو لسو کلونو کې د ښاغلی حامد کرزي له خوا د لوړو زده کړو وزارت ته
داسې وزیران ور پیژندل شوي دي چې هغوی د متعصبو کړیو سره مستقیمې او یا
غیر مستقیمې اړیکي درلودلې.  همدغو وزیرانو خپلو تعصبونو موخه په لومړي
پړاو کې په پښتو ژبو سیمو کې د زده کونکو د لوړو زده کړو څخه بې برخې کول
و.
ددې له پاره چې لوړې زده کړې د هیواد د ټولو خلکو له پاره په برابره توګه
تیارې شي دا به ډیر ښه وي چې د لوړو زده کړو د موسساتو د زده کونکو له
پاره څوکۍ په ټولو ولایتونو د نفوسو او ځمکې د تناسب له امله وویشل شي .
او د هر ولایت څخه د خپلې ونډې ( سهمیه ) له مخې زده کونکي د لوړو زده
کړو موسسو ته وروسته دیوې کره ازموینې ور وپیژندل شي .
په پښتني سیمو کې ماشومان او زده کونکي د ځینو مزدورو ډلو ( په ډیر ګومان
دا ډلې په کابل کې په واکمنو کړیو، ایراني او پنجاپي پټو منابعو سره
اړیکي لري ) له  خوا د زده کړو بې برخې کیدل  تر اوسه د پنځه نیمو سوو په
شاوخوا کې ښوونځي په پښتني سیمو کې تړلي دي . کوچیاني توکم خو په بشپړه
توګه د پوهنې د بهیر څخه لرې ساتل شوی دی . چې  دې توطیو پښتنو ته ډیر
زیان ورسوه .
خو تر دې زیات د کابل د ادارې د لوړو زده کړو وزارت  په قصدي توګه د
پښتنو د لوړو زده کړو څخه د بې برخې کولو د پاره منظم سنجول شوي پلانونه
تر اجرا لاندې ونیول.
. د کتونکو په باور د کابل د لوړو زده کړو د وزارت د تعصبه ډک چلند ددې
سبب شوی دی چې د هیواد بشپړ اکثریت اولس ته نه جبیره کیدونکي زیان ورسیږي
.
ددې زیان مسوولیت نه یوازې په تیرو لسو کلونو کې د کابل ادارې  د لوړو
زده کړو د وزیرانو په اوږو پروت دی بلکې دا مسوولیت په خپله د کابل د
ادارې مشر ته هم متوجه دی چې د هیواد ملي ګټې د وړو مصلحتونو قرباني کوي
او دا ډول د تعصبه ډک وزیران په خپله کابینه کې مقرروي . دې وزیرانو د
هیواد اکثریت اولس او په ځانګړي توګه د پښتنو سره یې لویه جفا کړي ده .
قومي تعصبونو ته لمن وهل او د هیواد د اکثریت اولس د انکشافي پروګرامونو
څخه بې برخې کول د ښاغلی  حامد کرزي د کابینې د زیاترو وزیرانو  د ورځنیو
چارو د اجندا یوه مهمه برخه جوړوي .
د ساري په توګه د کرنې وزارت په تیرو لسو کلونو کې تر ننه په انکشافي
پروژو کې د برابر انکشاف اصل په نظر کې نه دی نیولی.
د کرنې وزارت چارواکي هم خپلې پروژې په هغو سیمو کې پرانیزي چې تر ټولو
ځواکمن زورواکان په هغو پورې تړلي دي. او یا په هغو سیمو کې انکشافي
پروګرامونه تطبیقوي چې حاکمې متعصې کړۍ ځانونه د هغه استازي بولي .
د کرنې وزارت لوګر ، وردګ ، خوست ، پکتیا، پکتیکا، زابل، ارزګان ،
بادغیس، نورستان، فراه ، نیمروز، فاریاب، نورستان ، کنړ او نور خو د
افغانستان په جغرافیا کې هم نه ګڼي. ددې وزارت چارواکي د عالمانه اکټونو
په کولو سره غواړي هغه تعصب چې د دوی په کړنو کې شته دی پټ کړي. دا وزارت
اوس غواړي د افغانستان ځمکې د چې عامه ملکیت دی د اجارې په نوم د ټاکلو
قومونو څخه په زورواکو ډلو باندې وویشي.
د اوبو او برښنا د وزارت چارواکو څخه دې هیواد زیاتره خلک سرونه ټکوي خلک
وايی چې دا چارواکي  خوست ، پکتیا، لوګر، هرات ، فراه ، نیمروز، ارزګان ،
نورستان ، کنړ، لغمان ، بادغیس ، وردګ ، غزنی ، زابل  او نورو سیمو کې
ددې وزارت په تیرو لسو کلونو کې یوه پروژه هم نه تر سترګو کیږي او نه هم
په راتلونکي کې یې ورته یوه پروژه پلان کړیده.
دا وزارت نه یوازې په ولایتونو کې په انکشافي پروژو کې  د توپیر قایل دي
بلکې په عمومي سویه یې د افغانستان برخلیک یې د ایران ، تاجکستان ،
ازبکستان او ترکمنستان په لاس کې ورکړ.
د کانونو د وزارت چارواکی هم په دې بوخت دی چې د هیواد په شمال کې کانونه
سروې او د کار اخیستلو له پاره یې کار پیل کړی . دې وزارت هم شمال ته مخ
، جنوب ته شا کړی ختیز او لویدیز یې هیر کړی دی.د هیواد په جنوب ، ختیز
او لویدیز کې نه د سروې او نه د کانونو د استخراج له پاره کوم اقدامات نه
لیدل کیږي.
د پوهنې چارواکي هم دی ناروغی نیولي دی په مورنی ژبه د لوست بهیر یې هیر
کړی او یوازې په کال کی یې یو وار د په مورنیو ژبو د زده کړې د نړیوالې
ورځې د نمانځلو له امله ورپه یاد شي . دا وزارت هم  د زورواکو کړیو د
فشار څخه د ځانو د ژغورلو د پاره پښتني سیمو ته لومړیتوب نه ورکوي د ساري
په ډول د ګیزاب ولسوالی زده کونکي د ښوونځی ودانې نه غواړي بلکې د دې
وزارت څخه کیږدۍ غواړی چې لوست پکې ووایي.
کوچیان خو د پوهنې او روغتیا په ساحو کې د پوهنې د چارواکو له خوا په
بشپړه توګه هیر شوي دي. دا هم ښایي یو قصدي عمل وي.په شمیر ښوونځیو کې چې
د کوچیانو په نوم جوړې شوي دي د میشتو خلکو اولادونه لوست وایي.
په دې ډول د نورو ډیرو وزارتونو کارونه هم یادولی شو چې ددوی پروژی د
تعصب له مخې ترتیب او د هیواد زیاترې برخو او خلکو څخه سترګې پټیږي.
د ټول   ګټو وزارت هم  د انکشافي پروګرامونه د تعصب ډک پروګرامونه دي که
چیرې په جنوب او جنوب ختیز کې هغه پروژې چې د پي ار ټي  ګانو له خوا په
سرکونو او پلونو کې عملي شوي دي په نظر کې ونه نیسو . نو په کلي ډول سره
نوموړي وزارت یوه پروژه هم په دې سیمو کې نه پلان کړي او نه عملي کړیده .
دې وزارت خپل ټول پام د هیواد شمال ته اړولی و او دی. په تیرو څو کلونو
کې دې وزارت د تاجکستان سره د افغانستان له لارې د ایران د نښلولو پلان
تر کار لاندې و چې څو ورځې وړاندې د کابل ادارې مشر ښاغلی حامد کرزي ، د
ایران اولسمشر احمدي نژاد او د تاجکستان تر منځ د اورګاډي د پټلۍ د
جوړولو هوکړه وشوه .
د ځینو خبرو سرچینو له قوله د طالبانو د واکمنی په مهال ، ایران او
پاکستان  د افغانستان د ویشلو پلان ترتیب کړی او په هغه کې یې د هندوکش
شمال سیمې یې د افغانستان څخه بیلولې او هغه یې د پارسي ژبو هیوادونو د
کنفدراسیون یوه برخه ګرځوله.
داسې ښکاري چې ایران او په کابل کې واکمنو ډلو ددې پلان د عملي کولو څخه
صرف نظر نه دی کړی.
دوی په دې لټه کې دی چې څه ډول تاجکستان د ایران ( په اصطلاح پارسي ژبې
هیوادونه )د اورګاډي د کرښۍ په واسطه سره ونښلوي . کیدای شي دا د په
اصطلاح د پارسي ژبو هیوادونو د کنفدراسیون د جوړولو له پاره ابتدایی
کارونه وي.
د ایراني دیپلوماتانو ( په واقعیت کې ایراني منصبدارانو ) د وژنو د غچ د
اخیستلو په نامه یې  غوښتل چې دا سیمه په زور د افغانستان څخه بیله کړي .
دوی غوښتل چې  دا سیمه به تاجکستان د ایران سره ونښلوي .
اوس مهال د کلیو د پراختیا د وزارت هم دا حال دی د دې وزارت له خوا د
هیواد د سیمو او د هغو د اوسیدونکو سره دوګونی چلند د هیچا څخه پټ نه دی.
په نورو وزارتونو کې د دوی د اجراتو څخه د قومي تعصب بوی راځي . د کابل د
ادارې کړنو په تیرو لسو کلونو کې ددې په ځای چې د هیواد ټولې سیمې او خلک
په نظر کې ونیسي ځانګړو توکمونو ته یې لومړیتوب ورکړی دی چې ددې امله په
هیواد کې نامتوازن انکشاف رامنځته شوی دی
کابل اداره په . لوګر ، وردګ ، خوست ، پکتیا، پکتیکا، زابل، هلمند،
ارزګان ،نورستان او نورو ولایتونو سترې پروژې نه پلي کوي په دې سیمو  که
څه کار شوی دی هغه هم پي ار ټي ګانو کړی دی. او ښاغلی حامد کرزي غواړی په
دې سیمو کې د پي ار ټي ګانو ټغر هم ورټول کړي تر څو دا سیمې په بشپړه
توګه د ودې او پرمختګ څخه بې برخې شي.
په امنیتي ډګر کې ورته حالت وجود لري په زرګونو بې ګناه  پښتانه د کابل د
ادارې په جیلونو کې  شپې او ورځې تیروي  په دی جیلونو کې څه هم دوی بې
ګناه وشمیرل شی بیا هم د ضامن د نشتوالی له امله دوی په جیلونو کې ساتل
کیږي. دا جیلونه په متعصبو ډلو پورې تړلي کسان واک لري او دوی د بندیانو
سره د قومي تعصبونوله مخې چلند کوي  چې په لوی لاس بې ګناه کسان کړول
کیږي .
د سیاسي کتونکو په باور په تیرو لسو کلونو کې د کابل د ادارې مشر ښاغلی
حامد کرزي د یوه ملي مشر په توګه خپله دنده تر سره نه کړه او ټوله
پاملرنه یې د زورواکو او متعصبو کړیو د واک تنظیم ته اړولي وه.
ده په تیرو کلونو کې د متعصبو کړیو سره د دوی د تعصب امیزه پلانونو په
تطبیق کې مرسته کړي او د خلکو په شکایتونو یې غوږونه کاڼه کړي او د دوی
په ناخوالو باندې یې سترګې پټې کړي دي . ده په ټول قوت سره دا هڅه کړي ده
چې خلک د زورواکو متعصبو کړیو حاکمیت ته غاړې کیږدي .
په کابل کې ځانګړي کړۍ واکمنې دي ددې کړیو مشران خپل اړوند کسان د کابل
ادارې مشر ته ورپيژني چې ددې کړیو څخه کسان په دیګانو، هزاره ګانو او
ازبکانو پورې تړلي دي. نوره پاتې توکمونه خپل ځانونه په کابل کې په واک
کې نه ویني . دساري په ډول:
د کابل په کابینه کې د لوګر، پکتیا، خوست، زابل، ارزګان ، هلمند،فراه،
نیمروز، غور، هرات ، بادغیس، کندز، غزني ، لغمان، کنړ،کاپیسا، بلخ، غور،
فاریاب، سرپل، تخار، پروان، بغلان، پروان  او نورو پښتني سیمو څخه څوک
وجود نلري او د حکومت په چوکاټ کې تر مدیر په لوړ پوست څوک کار نه کوي .
ګوجر، پشه ییان ،نورستانیان ،هندوان ، شغنیان او بلوڅان په بشپړه توګه د
کابل مشر هیر کړي دي.
په پارلمان کې د پښتني سیموڅخه استازیتوب هم محدود کړل شوی او هغه استازي
چې پارلمان ته راځي  د هغوی تناسب د اړوندې سیمې په نسبت ډیر لږ دي .
پارلمان کې د پښتنو د سیمو استازي توب تر نیمايي زیات راټیټ کړ.اوس د
پښتنو په نظر اوسني اولسي جرګه کوم مشروعیت نه لري او نه ترې ملاتړ کوي.
د خلکو په باور طالبانو د ادارې په نسکورولو سره نړیوالې ټولنې په
افغانستان کې یوه فاسده او په قومي تعصب ولاړه اداره رامنځته کړه.په کابل
کې د یوې داسې فاسدې ادارې جوړیدل د افغانستان د خلکو هغه هیلې چې په
رښتیني ولسواکې باندې ولاړ نظام د راتګ له پاره یې درلودې خاورې کړې.
په دې اداره کې واکمنو کړیو داسې شرایط رامنځته کړل چې په موجوده نظام او
نړیوالې ټولنې د خلکو باور له منځه ولاړ شي .
د څیړونکو په باور پورتنیو زورواکو ډلو د خپل قومي تعصب له امله د هیواد
ملي هویت د ګواښ سره مخامخ کړ او د دې ادارې مشر ښاغلی حامد کرزي د هیواد
د اساسی قانون او د افغاني ټولنې د جوړښت په خلاف د تاجکستان اوایران د
هیوادونو د مشرانو سره د پارسي ژبو د هیوادونو په نامه راشه درشه او
غونډې پیل کړې.په دې ډول د هیواد اتیا په سلو کې هیوادوال یې د ځانه پردي
کړل.
اوسنۍ اداره د افغان او نړیوالو خلکو په نظر یوه فاسده او د متعصبو ډلو
څخه تشکیل شوي اداره ده چې په هیواد کې د پرمختګ او سولې په لاره کې عمده
خنډ بلل کیږي.
ځینې نړیوال چارواکي دا فکر کوي چې دا شووني ده چې د یوشمیر بدلونو په
رامنځته کولو سره به وکولای شی دا  اداره سمه کړي .
په دې منظور یې په سل ګونو میلیونه ډالرو ته تخصیص ورکړ او اولس مشر
ښاغلی حامد کرزي د حاکمو متعصبو ډلو په فرمایش د په فساد ککړو کسانو څخه
اړوند کمیسیون ( د اداري اصلاحاتو) جوړ کړ دا ډالر په خپله په زورواکو
کړیو پورې د تړلو کسانوجیبونو ته ولویدل.دا ریفورمونه ددې سبب شول چې دا
اداره تر پخوا زیاته فاسده شي.
ډير شمیر څيړونکی په دې باور دي چې د موجوده بحران څخه د ټولنې را ایستل
د اوسنی په تعصب ولاړې ادارې د وسه پوره نه دي او نړیواله ټولنه هم نه شی
کولای د اوسنیو حاکمو کړیو د واک په موجودیت کې دې بحران ته د حل لاره
پيدا کړي.
ددې ادارې اساسي لوبغاړي په قومي تعصبونو ، قدرت طلبیو ، او د اساسي
قانون د موادو د ترپښو لاندې کولو په ناروغیو ککړ دي .
دوی نه یوازې د کابل په اداره کې د پښتون اولس د ګډون مخه ونیوله بلکې د
غلطو راپورونو په ورکولو سره یې په لس ګونو زره بې ګناه پښتانه شهیدان او
په سلګونوکلي وران کړل بلکې د هغې په اړخ کې یې په لوی کندهار او د هیواد
په شمال کې د پښتنو د مشرانو ترور ته لاس واچوه چې تر اوسه په زرګونو د
پښتنو مشران په لوي کندهار او د هیواد په شمال کې شهیدان کړل او دا بهیر
روان دی
په تیرو نهو کلونو کې خلکو د اولس مشر ښاغلی حامد کرزي او نړیوالې ټولنې
څخه هیله درلوده چې په هیواد کې به زورواکي او قومي تعصبونو ته خاتمه
ورکړي او په ولسواکی ولاړ نظام په رامنځته کولو کې د افغان خلکو سره
مرسته وکړي.
خو اوس خلک د ښاغلی اولس مشر او نړیوالې ټولنې څخه په هیواد کې د مثبتو
بدلونو په راوستلو کې ناهیلي شوي دي.
د روان کال لپاره انکشافي بودجه د تیرو کلونو د بودجو په شان په تعصب سره
ترتیب شوي چې په کې زیاتره پښتون میشتې سیمې په کې په بشپړه توګه د پامه
غورځول شوي دي . د هیواد اولس مشر په تیرولسو کلونو کې خپلو متصبو
انډیوالانو ( په اقتصادي او بشري منابعو د انکشاف په سکتورونو کې دده د
کابینې غړو) ته دا یادونه و نه کړه چې په انکشافي پروژو کې د توازون څخه
کار واخلي او هم دې هغو سیمو ته چې تر ټولو وروسته پاتې دي د لومړيتوب
ورکړل شي.
دا په دې مانا چې ده د متعصبو کړیو ناوړو کړنو باندې سترګې پټې کړې.
د کابل اداره نه یوازې د هیواد اکثریت خلک دتعلیم او اقتصاد په ساحه کې د
خپلو حقوقو څخه بې برخې کوي بلکې د ټولنې په سیاسي نظام کې هم هغوی ګوښه
شوي اوکیږي
دې زورواکو کړیو پورې د تړلو په اصطلاح مستقلو کمیسیونو زیاتره د هغو
پښتني سیمو خلک چې نور ملیتونه هم ورسره ګډ اوسیږي د وسله والو ډلو په
همکاری سره اولسي جرګې ته د رایه ورکولو د حق څخه بې برخې کړې یعنی دوی
وکولای شول چې د دوی سره د متحدو وسله والو ډلو په مرسته په
که چیرې ښاغلی اولس مشر په اولسي جرګه کې د ټولو سیمو خلکو ته متناسب
استازیتوب ورکړل شوی او د ټولټاکنو او د شکایتونو د اوریدلو کمیسیونو ته
ملی وګړي ورپيژندل شوی وای اوس به هیواد کې به اولس د منلو وړ او په
واقعي مانا سره ملي اولسی جرګه موجوده وای.اوس به ددې له امله په هیواد
کې کوم بحران موجود نه وه .
د کابل د ادارې د پورتنیو چلندونو نتیجه دا شوی چې د قومونو او ملیتونو
تر منځ واټن پيدا شي. اوس مهال زیاترو ملیتونو ( لکه پښتانه ،
نورستانیان، پشه ییان ، بلوڅان ، ګوجر او نورو ) ته ځانونه په هیواد کې
محکوم او پردي ښکاري.
دا په دې مانا چې په سلو کې اتیا اولس د کابل په اداره کې ځان نه ویني.
د کابل اداره عملا د قومي شخړو په رامنځته کولو کې ونډه لري.ددې ادارې
لوړ پوړي چارواکي نه پریږدي چې د هیواد په مرکزي سیمو کې کوچیان خپلو
شخصي شتمنیو واک تر لاسه او هلته خپل ژوند پیل کړي.دا چارواکي غواړي د
هیواد په مرکزي سیمو کې د ( هزاره ستان) په نوم یوه سیمه رامنځته کړي د
کتونکو په نظر دا د هیواد د تجزیې له پاره یو ګام دی.
د کابل ادارې په راز راز نیرنګونو سره خپلو ځمکو او سیمو ته د کوچیانو د
تګ مخه ونیوله او په تیرو نهو کلونو کې د دې ادارې سترې محکمې په مرکزي
سیمو کې د کوچیانو د شخصي شتمنیو د لرلو په باره کې کومه فیصله ونکړه.
د زورواکانو اجندا په تعصب او د ملي شتمنیو په لوټ ولاړه ده په تیرو نهو
کلونو کې د لویدیزو پوځونو د مټو په زور خپل واک ټینګ کړی دي د زورواکانو
د خپلو پټو وسله والو جنایتکاره ملیشو ، د دولتي حاکمیت ، د نړیوالې
ټولنې د امکاناتو څخه په استفادې سره په ټول قوت سره دا هڅه کړي ده چې څه
ډول پښتون اولس وځپي او د ټول سیاسي ، تعلیمي او اقتصادي حقوقو څخه یې بې
برخې کړي او حتی په دې لټه کې دي چې په بهر پورې د تړلو وسله والو ډلو په
مرسته یې په فزیکي ډول له منځه یوسي. ډير شمیر څیړونکي دا باور لري چې
خلک د موجوده تعصب ،ظلم او فساد له امله له امله خورا په تنګ شوي او دې
ته تیار دي چې د دې ادارې سره د مخالفت له پاره را پاڅي او سوله ایزه
لاریونونه پیل کړي
خو دا ویره لري چې متعصبه کړۍ او ددوی متحدې وسله والې ډلې به په دې
لاریونونو په بې رحمانه توګه بریدونه وکړي
باید وویل شي  تر هغه چې دا په تعصب او فساد ولاړه اداره د قانوني لارو
څخه په کار اخیستلو سره و نه نړول شي او په ځای یې یوه پاکه او د هیواد
ټولو خلکو ته په چوپړ ولاړه اداره رامنځته نه شي تر هغه په افغانستان کې
موجوده اساسي قانون تطبیق کیدای نه شی دا ځکه چې همدا اداره د اساسی
قانون د مواد دتطبیق په لاره کې عمده خنډ دی. هغه مهال په دې هیواد کې یو
ولسواک نظام رامنځته کیدای شي.
په افغاني ټولنه کې د متعصبو کړیو واکمنی د سرطان دانې حیثیت لري چې که
چیرې موثر جراحي عملیات د دې دانې د ایستلو د پاره تر سره نه شي  د
افغانستان شته والی به د ګواښ او افغاني ټولنه د تباهی سره مخامخ کړي. د
افغانستان خلک دا وس لري چې دا د سرطان دانې د هیواد د سیاسي ، امنیتي او
اقتصادي ډګر څخه وباسي .