د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

واکمن ټولی او اولسي سوله ایز پاڅون

احمدجان اریوزی 22.05.2012 14:27

په دې تیرو ورځو کې د کابل د ښار په منځني برخه کې روان وم . ناڅاپا مې پام شو چې په دې واټ کې د موټرونو تګ او راتګ بند شوي دی .د سړک په دواړو غاړو کې یو شمیر کسان چې ځینو یې یونیفورم درلود او ځینو یې نه درلود او په ملکي دریشیو کې ولاړ او د مخابرو سیټونه یې خولو ته نږدې نیولې ،دوی مصروف او وارخطا ښکاریدل ، تا به ویل چې کومه مهمه پیښه کیدونکي ده.
په رښتیاهم دا حالت ویرونکي و. زما په شان نابلدو کسانو سترګې رډې رډې غړولې او فکریې کاوه چې ګواکې د دوی ژوند ته لوی ګواښ پیښید ونکی دی. دا ځکه چې په دې وختونو کې د ځانمرګو بریدونو پیښې زیاتې شوي دی. ډیر کسان وايي چې اوس داسې ځای نه پیدا کیږي چې سړی فکر وکړي چې امن به وي.
هو دا سړک نږدې نیمه ګړۍ مخکې د نورو موټرونو په مخ تړل شوی و. ددې سړک په بندیدو سره په نورو سرکونو کې ګڼه ګوڼه زیاته شوي او هغه هم د موټرود شمیر د زیاتوالی له امله هم بند شول.
په دې شیبه کې په مغزو کې مې راوګرځید که د ځانمرګو د بریدو احتمال نه وي نو حتما کوم لوړ پوړی چارواکی به ددې لارې څخه تیریږي او د هغه له پاره به دا سړک تړلی وي. دا معمول دې که چیرې د کابل د ادارې د مشر کوم مرستیال او یا کوم بل لوړ پوړی چارواکی غواړي چیرته ولاړ شي نو سړکونه د پخوا څخه تړل کیږي. تر څود کوم ګواښ سره مخامخ نه شي . دا ځکه چې دوی هر یو ځان فوق العاده وګړی بولي.
. اوس د کابل ښاریان د سړکونو د بندښت څخه پوهیږي چې کوم ( عالیجناب تشریف وړي .) خلک په دې پوهیږي چې په دې او یا هغه لار کوم لوړ پوړی چارواکی تګ او راتګ کوي نو ځکه د هغه له پاره په همغه مسیر باندې په سل ګونو کسان چې راز راز کالی او دریشي لري ګومارل شوي وي.
په کابل کې زورواکان دا خلکو ته ښيي چې ګواکې د دوی ژوند ته ګواښ شته دي نو ځکه د سړکونو بندول یوه اړتیا ده. خو دا زورواکان هم دومره ساده نه دي چې یوازې د سړکونو په بندولو او د هستوګنځایونو څخه د سیمټي دیوالونو او اغزنو سیمونو په راتاوولو سره د دوی امنیت تامین کیږي. یو شیمر یې ددې له پاره چې ځانو او یا خپلو شتمنیو ته یې ګواښ له منځه وړی وي د مخالفو ډلو سره هم اړیکي ټینګوي. دوی ددې له پاره چې په بشپړ ډول سره خوندي وي هڅه کوي چې ګاونډي هیوادونه په ځانګړي توګه ایران او پاکستان د ځانه خوشال ساتي.
په دې کې هیڅ شک نه شته چې په ټولنه کې خلک د زورواکانو څخه ښې خاطرې نه لري د هغو بې ګناه کسانو خپلوان چې د کابل او یا د هیواد په نورو سیمو کې ددوی د اړونده ډلو له خوا وژل شوي دي، کله چې خلک د دوی تصویرونه د لوړپوړو چارواکو په توګه د تلویزیونو په ښيښو وینی او یا په دې شان او شوکت سره د لویو لارو تیریږي په ټپي زړونو باندې یو ځل بیا مالګې دوړیږي . هغوي په دې پوهیږي چې غچ اخیستل د افغانانو مهم خصوصیت بلل کیږی . هغوی د موقع په موندلو سره تیار دي چې خپل غچ واخلی په ټولنه کې عموما د ځواکمنو کسانو څخه غچ اخیستل کیږي او کمزوری کسان بښل کیږی.
دا لوړ پوړي چارواکي داسې وایي چې ګواکې د دوی ژوند له پاره ګواښ شته دی. خو په واقعي مانا سره دوی د خپل ځواک ننداره خلکو ته وړاندې کوي او له دې لارې غواړي چې د خلکو په زړونو کې د ویرې احساس بیا راژوندی کړي د کابل ښاریان خو د دوی څخه تر سپوږمو راغلي دي .
زما په ذهن کې د خلکو خبرې همداسې تاویدې ا و راتاویدې چې د لېرې څخه د موټرونو یو کاروان په ډیره چټکتیا سره زما په خوا روان دی . که څه هم زه د پلیو په لار کې روان وم خو بیا هم وویریدم د کاروان مخې او شا ته رینجر موټرونه چې د پي کا ماشینګڼې پرې لګیدلی او هرې خواته ېې لارویان په نښه کول زموږ خواته رانیږدې کیده . که همداسې یو موټر دې خواته را خطا شی او یا ددې چارواکي ساتونکی چې د کاروان په سر کې روان و، ډزې وکړي . دوی به نه یوازې زما بکلې دلته د پلیو په لار روان د ډیر شمیر لارویانو ژوند تباه کړي.
په نړی کې تر ټولو هغه سړی ( چارواکی ) د درناوی وړ وي چې د نورو په نسبت یې زیات ټولنې او هیواد ته چوپړ کړی وي. خو اوس مهال په افغانستان کې هغه وګړي تر ټولو زیات ځانونه د درناوي وړ ګڼي چې تر نورو ډیر بې ګناه کسان دده په لارښوونه وژل شوي دی او اوس هم دا توان لری چې د خپلې ملیشايي ډلې په واسطه د کابل دښار کوڅې د خلکو په وینو ولړي.
نوکه اوس مهال هم دده د ساتونکو له خوا که کوم بیګناه وګړی ووژل شی څوک به ترې پوښتنه وکړی . په دې چارواکو باندې د کابل د ښار د اویا زرو بې ګناه کسانو د وژلو تور لګول کیږي دا تور نه دی بلکې د کابل ښاریانو په واکمنو ډلو پورې د تړلو وسله والو ډلو له خوا دجرمونه او جنایتونه په خپلو سترګو لیدلي دي خو په داسې حال کې چې نړیواله او په ځانګړی توګه لویدیزهیوادونه د بشري حقوقو ملاتړي بولي مګر لس کاله تیر شول چې تر اوسه چا د زورواکو ډلو څخه د بشری جرمونو په هکله پوښتنه ونکړه.
اروپایی اتحاد او امریکا د بوسنیا پخوانی مشر میلاسویچ د اوو زرو مسلمانانو په وژلو سره نړیوالې محکمې ته بوته . خو زموږ زورواکو چې یوازې یې د کابل په ښار کې اویا زره تنه د دوی په امرونو او لارښوونو سره بیګناه کسان وژل شوي دي د نړیوالې ټولنې په ډالرو رانیول شویو زغره والو کروزینونو کې چکرې وهي دا په دې مانا چې نړیواله ټولنه هم د افغانستان د خلکو او په ځانګړي توګه د کابل ښاریانو ته د بشر په توګه نه ګوری که دوی د افغانستان خلکو ته د بشر په توګه کتلی په تیرو دیرشو کلونو کې ټول هغه کسان چې په بشري حقوقو باندې په تیري باندې تورن دي په یوه نړیواله محکمه کې محاکمه کړي واي.
خو د افغانستان خلک په لوي څښتن ډیر باور لري او دې ته انتظار باسي چې ظالمانو ته لوی څښتن وړ سزا ورکړی.
هو د موټرونو کاروان رانږدې شو ، د کاروان مخې او شا ته د باډي ګارډانو موټرونه او په منځ کې یې څلور پنځه تور کوروزین موټرونه ( که رښتیا وویل شي دا موټرونه دومره چټک روان و او دومره یو بل ته ورته و چې سړی یې په شیمرلو کې غلطیده) چې یو تر بله د یوه ویښته توپیر نه درلود او د ټولو ښیښې تورې وې روان و. دا چې څوک پکې سپاره وه ، هغوی نه معلومیدل.
ماته دا سوچ راغی چې په نړی کې اوس امریکا ( د پوځي او اقتصادي لحاظه) سوپرپاور ده او څوک نه شي کولی د هغې دپوځي او اقتصادي ځواک سره سیالي وکړي . خو ایا ښاغلی بارک حسین اوباما د امریکا د متحده ایالاتونو جمهور رییس به هم په واشنګټن او یا د هغه هیواد په نورو ښارونو کې دا ډول د دب دبې ډک تګ او راتګ کوي او که نه؟ د هغه مرستیال څنګه تګ او راتګ کوی؟
ایا د چین چې د نړی ترټولو زیات نفوس لري او د اقتصادي لحاظه پرمختللی دی د هغه هیواد جمهور رییس چې په زرګونو میلیونه خلک اداره کوي او به هم دا ډول تګ او راتګ کوي او که بل ډول؟
خلک وايي چې دا زغره وال کورزینونه د جاپان په هیواد کې جوړ شوي دي او هریو په سلګونو زرو ډالرو اخیستل شوی دی او زموږ چارواکي په کې مزې چړچې کوي په هغه کې د جاپان هیواد لومړی وزیر هم سپریږي او که نه؟
ایا ملک عبدالله د عربستان هیواد پاچا ، هغه هیواد چې په اسلامي نړی کې یو شتمن هیواد دی داسې په لوړو ترتیباتو سره به تګ او راتګ وکړي او که نه؟
دا پورتنی کسان د هغو هیوادونو مشران دي دا وګړی خو د هیواد مشر هم نه و. بلکې په نورو هیوادونو کې ورته کسان په ښاري لویو موټرونو کې سپاریږي او خپلو دندو ته ځي. په هغو هیوادونو کې نظامونه د خلکو په اراده اومټو سره رامنځته شوي وي او دوام مومي .
خو د کابل نظام د امریکايي پوځونو په مټو او د نړیوالو په روپيو سره منځته شوي او ددې نظام واکمنان پکې مزې او چړچې کوي.
زموږ هر لوړ پوړی چارواکی په سل ګونو باډیګاردان لري خو د ځینو په هکله خبرې کیږي چې باډیګارډان یې په زرګونو دي. د باډیګارډانو سلسله د اولس مشر څخه پیل ، تر اولسوالی پورې اوږدیږي . د کابل د ادارې د لوړ پوړو چارواکو باډیګارډان ، ځانته باډیګارډان لري. یوه ورځ د یوه کورمخې ته تیریدم ومې لیدل چې څو تنه سرتیري په یوه کور باندې پیره دي او یوه لویه عصري غرفه د دوی له پاره ایښودل شوي ده ما فکر وکړ چې حتما به د کلیدي وزارتونو څخه د کوم یوه وزیر کور وي خو کله چې مې پوښتنه وکړه یو چا راته وویل دا د: ...... د باډي ګارډ کور دي.
په واقعي مانا سره په افغانستان کې د باډیګارډانو شمیر ښايي لس ګونو زرو تنو ته ورسیږي د ځینو هیوادونو ښايي پوځونو شمیر زموږ د چارواکو د باډي ګارډانو په شمیر واوسي. چې د دې ټولو لګښتونه د دولت له خوا ورکول کیږي او دا د هیواد د مظلوم اولس په اوږو یو لوي بار دی.
باید وویل شي چې د خلکو په باور په افغانستان کې ددې لوړ پوړو چارواکو باډي ګارډان په مختلفوجرمونو لکه سړي تښتونې، قاچاق او جنسي تیریو کې ککړدي چې د هغې په هکله په رسنیو کې د راپورونو د خپریدو کلک مخنیوي کیږي.
دا چارواکي که د یوې خوا د دولت د امکاناتو څخه ډیره بې ځایه استفاده کوی نو د بلې خوا تر ټولو دوې زیات په غیرمستقیمه توګه د ځمکو په غصب او مالي فساد کې ککړ دي د خلکو په منځ کې دا خبرې کیږي چې دوی ته په غیر مستقیمه توګه د نشه یی توکیو، د قیمتي ډبرو، تیل او ګازو مافیا ګانو مشرتوبونه هم ورغاړې ته دي.
د ډیرو په ګومان په دې زرواکانو کې په کابل او یا ولایتونو کې داسې کسان هم شته چې د هر یوه د دوی له خوا لوټ شوي شتمنې څو زره میلیونه ډالرو ته رسیږي. د سل ګونو میلیونو ډالرو لرونکي زرواکان خو لس ګونو ته رسیږي.
دا زرواکان له هغې نیټې څخه چې د امریکايي پوځونو په مټو واک ته رسیدلي او تر اوسه په واک باندې ساتل شوي دي هر کال په زرګونو میلیونه ډالره په غیر قانوني توګه د هیواد څخه وباسي چې یوازی تیر کال د کابل د هوايی ډګر له لارې څلور میلیارده او شپږ سوه میلیونه ډالر د دوی له خوا بهر ته لیږدول شوي و. په دې تیرو لسو کلونو کې ښآيی دې زورواکانو په لس ګونو بیلیونه ډالر په غیرقانوني توګه بهر ته لیږدول شوي وي.
. ددوی لوټ په ډیره بې شرمانه توګه روان دی د کابل په ښار کې که کومه ځمکه د دوی له خوا ولیدل شي بیا د دوی له خوا غصب او د لوړ پوړو ودانیو د جوړولو له پاره جالونه پرې راتاو شوي او کار پرې پيل کیږي.
دا زورواکان ددې له پاره چې د ځانو له پاره یو ملاتړ ولری تر څو په راتلونکی کې د هغې څخه په خپله ګټه استفاده وکړي دوی خپل کلیوال او قومیان دې ته هڅوي چې د کابل ښار شاوخوا د غرونو لمنې چور کړی. دوی وايي چې موږ باید په کابل باندې کمربند راتاو کړو تر څو په راتلونکي کې څوک ونه کولی شي د دوی د ارادې خلاف کوم کار وکړی. ددې ځمکو د اشغال ښه مثالونه د قرغې، واصل اباد، د خیرخانه، ریشخور،د مرنجان غونډی د قرغ د غره لمنې او نورې دي. ددې ځمکو د اشغال نه وروسته د زورواکانو د ډلو غړي او یا خپلوان دا ځمکې په نورو خلکو پلوري او له دې لارې په غیرقانوني توګه زیاتې شتمنې راټولوي. دا کسان هر یو ځان د یوه زورواکي د ترور زوي، د توړی زوی، د ماما زوی، ګڼي . همدا خبره ده چې د کابل زیاتره ښآریان او دولتي چارواکي د هغوی څخه څنګ کوي.
د خلکو په خبره هغه یو ( پنجشیری دي ، هغه شمالي وال دی هغه بدخشانی دی..... هغه کولی شي هر څه وکړي) په دې ډول د حاکم ټولی د وګړو خپلوان او باډیګارډان د یوې سیمې د خلکو نومونه په دې ډول سره د نورو په ذهنیتونو کې بدوي.
که په رښتیني مانا سره وکتل شي اوس د کابل ښار کې د غصب شویو ځمکو اندازې ته وکتل شي نو لیدل کیږي چې د کابل ښار ورو خپل هویت بدلوي .
دحاکم ټولی اغیزه نه یوازې په پورتنیو ټکو کې خلاصه کیږي بلکې په لویو ښارونو او په ځانګړي توګه جنایتکاره بانډونه هم د زورواکانو سره اړیکي لری که د یوې خوا دا بانډونه زرواکانو ته لوټ شویو شیانو کې ونډه ورکوي او هم که د پولیسو له خوا نیول کیږي په ډیره چټکتیا سره د بنده خوشي کیږي نو دبلې خوا د جنایتکاره ډلو څخه زورواکان د نورو په ویرولو او ځپلو کې کار اخلي.
حاکم ټولی غړي کله وار د دین شاته پټیږي خو په عمده ډول د قوم شاته پټیږي . دوی په خپلو مخونو باندې د قومونو د مشرانو نقابونه راځړوي او په دې ډول دوی د قومونو د نوم څخه په ناوړه استفادې سره د شخصي سیاسي ګټې ترلاسه کوي. یو ځانته د ترکانو مشر وايي ، بل ځانته د دیګانو مشر وايي او بل ځانته د هزاره ګانو مشر وايي او داسې نور. او په دې نامه غونډې جوړوي دوی هڅه کوي چې دا قومونه د افغاني ټولنې د جوړښت څخه بیل کړي.
اوسنی حاکم ټولی یو سیاسي ایتلاف دی چې د ډاکټرنجیب الله د راپرځولو او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سولې پلان چې د بینین سیوان د پلان په نوم سره یادیده د شنډولو د پاره په ۱۳۷۱ کال کې د لږکیو ملیتونو د واکمن کولو تر نامه لاندې رامنځته شو.
ددې ایتلاف عمده موخه د د هیواد د سیاست او ادارې څخه د پښتنو ګوښه کول، دوی په لږکي اولس باندې اړول او د هیواد ځینو برخو څخه د هغوی د شړلو له پاره رامنځته شو. د خپلو سیمو څخه د پښتنو شړل لومړی د بدخشان څخه پیل او اوس یې لمن د هیواد مرکزی سیمو ته رسیدلی ده. د بښتنو سره دښمنی د افغانستان سره د دښمني په مانا دی.
هغه ډلې چې په دې ایتلاف کې شاملې دی تل وايی چې پښتنو په دوی باندې ظلمونه کړی دی پښتنو ښه ژوند درلود او دوی سم ژوند نه درلود.
اعلیحضرت شاه زمان څخه وروسته د کابل دربار په بشپړه توګه د پښتنو څخه تش شو . د هغې زمانې څخه تر ننه د کابل په دربار کې پاچا او یا تش په نوم جمهور رییسان هغه څه کوي چې په دربار کې واکمن غیر پښتانه چې اوس د لږکیو تر نوم لاندې په هیواد کې واک چلوي ، وايي.
همدا سبب و چې د ډاکټر نجیب الله د حکومت د پای څخه وروسته پورتنیو ډلو د کابل په ښار کې د پښتنو د اوسیدو سیمې په ډيره بې رحمانه توګه په توپونو ، توغندیو او هوايي بمونو سره وویشتې د دوی له خوا د ( افغان کشي) تر نامه پښتون اولس وژنه په ډیره بې رحمی سره روانه وه د پښتنو د پيژندلو د پاره د ( قروت) د کلمې څخه ډيره استفاده کیده. دا ځکه چې پښتانه د عربي ژبې توري ښه نه شي تلفظ کولی.
په کابل کې په سلو کې پنځه نوي ډله ایز مړستنونه په پښتنو پورې اړه لري. ژوندي سوځول، د مړي ګډا، بې عزتي او داسې نور هغه عملونه و چې واکمنو ډلو د کابل ښآریانو په وړاندې ونه سپمول. ددې ډلو ترمنځ د په اصطلاح ( سوء تفاهم) له امله به هره ورځ په سل ګونو د کابل ښاریانو ککرۍ خاورې کیدې. چې دا شمیر یوازې د کابل په ښار کې نږدې اویا زرو ته ورسید.
خو اوس ددې ډلو تر منځ ( سوء تفاهم ) نه شته دا ځکه چې اوس د دوی ګټې ګډې دي دوی واک په لاس کې لري ، د هیواد اقتصاد او سیاست د دوی په لاس کې دی. په دې پوهیږي چې د خپل واک د دوام له پاره باید د ( سوء تفاهم ) په ځای باید ( تفاهم) ولری. اوس دوی د په اصطلاح د اپوزسیون په ګډون حاکم ټولی تشکیلوي.
دا تفاهم نه یوازې د حاکمو وسلوالو سیاسي ډلو ترمنځ شته بلکې زیاتره هغه په اصطلاح تکنوکراتان چې د لویدیز څخه راګرځیدلی او د هیواد خلک ورته ( نیکټايي لرونکي لوټماران) وايي هم د دوی سره تفاهم لري. خو په دې کې شرط دا دی چې دوی به د زورواکانو واک مني او د هغوی ګټو ته به زیان نه رسوي او که داسې ونکړي په څپیړو وهل کیږی او دې ته اړ کیږي هغه هیواد ته وتښتي چې ورڅخه راغلی دي.
دا نیکټایي لرونکي غله په اصطلاح تکنوکراتان اوس د زورواکي په نظام کې هضم شوي دي او دوی خپلې کړنې داسې برابرې کړي دي چې د حاکم ټولی له خوا دوی ته کوم ګواښ نه لیدل کیږي.
په عمومي ډول سره په دولتي لوړو څوکیو باندې داسې کسان مقرریږي چې په عمده ډول هغوی په لومړی درجه کې د پنجشیر، ورپسې د پروان ، بدخشان او یا د هرات د دري ژبو سیمواوسیدونکي وي او یا په قوم هزاره او ازبک واوسي او اوسنیو حاکمو ډلو غړي او یا هغې ته وفادار وي. د پښتنو ، بلوڅانو، پشه ییانو څخه داسې کسان په لوړو پوستونو کې راځي چې واکمن ایتلاف ته وفاداره وي.
د کابل په اداره کې داسې څانګه او یا برخه نه لیدل کیږي چې د زورواکانو تر اغیزې او کنترول لاندې نه وي.
که څه هم په اوسني نظام کې داسې ادارې شته چې په ظاهري توګه د دموکراسی او اولسواکی شته والی په ډاګه کوی خو په رښتیني مانا دا ادارې او بنسټونه هم د زورواکانو په چوپړ کې دي او ددې فاسد نظام په ټینګښت کې ترې کار اخیستل کیږي. چې د هغې له جملی څخه د بشري حقوقو او یا د ټولټاکنو تش په نامه کمیسیونونه دي .
حاکم ټولي دا کمیسیونونه تر خپلې ادارې لاندې راوستي دي دا کمیسیونونه په ټول ځواک سره هڅه کوي چې د زوراکی د نظام د دوام او پایښت له پاره کار وکړي. د ټولټاکنو په اصطلاح مستقل کمیسیون دوه موخې په مخ کې لری لومړی د وسله والو ډلو په مرستې سره هڅه کوي چې په اولسي جرګه کې د پښتنو شمیر محدود کړي او د بلې خوا اولسي جرګې ته داسې وګړي بریالی کړي چې د زورواکو ډلو ګټو ته ژمن واوسي .
د کابل اداره د هغې د تعصب ډکې اجندا سره سم حرکت کوي د کوم چې یوویشت کاله مخکې د هغې په بنسټ واکمنو ډلو په خپلو منځو کې ایتلاف کړی و. د کابل ادارې زیاتره وزارتونه چې د ټولنې د اقتصادې اړخ سره اړیکه لری د پورتنی اجندا په نظر کې نیولو سره په قصدي ډول د پښتنو په سیمو کې د انکشافي پروګرامونو د تطبیق مخنیوی کوي.
د کرنې، اوبو او برښنا ، ټولګټو ، کانونو، لوړو زده کړو، د کلیو د پراختیا وزارتو په کړنو کې د دوی د پښتنو ضد روحیه د لیرې لیدل کیږي. په تیرو لسو کلونو کې د پښتنو زیاتې سیمې د انکشااف او ودې څخه بې برخې پاتې شوي دی.
دا چې په زیاترو پښتنې سیمو کې ښوونځي موجودې نه دي په هغه برسیره د پنځه سوه څخه زیاتې ښوونځي د پښتنو په سیمو کې تړلي دي دا هم د هغه پروګرام یوه برخه ده چې د کابل د واکمنو کړیو له خوا په پنجاپ او ایران پورې تړلو وسله والو ډلو په مرسته تطبیق کیږي.
لنډه دا چې د کابل اداره د پښتنو ضد د مثلث ( پنجاپ ، ایران، کابل) د یوه کنج په توګه عمل کوي. دا باید په زغرده وویل شی چې اوسمهال پښتنو ته د دوهمې درجې اولس په توګه کتل کیږي هم د کابل په اداره کې اغیزمن رول نه لري او هم یې ژبه د تعلیم او رسمیاتو څخه ایستل شوی ده او هم په انکشافي پروژو کې د پامه په قصدي توګه غورځول کیږي.
په دې کې هیڅ شک نه شته چې په کابل کې په اوسني نظام کې نه یوازې پښتانه ځانونه پردې بولې بلکې نورستانیان، پشه ییان، بلوڅان، شغنیان او نور هم څنډې ته شوي دي.
د کابل اداره که د یوې خوا په قومي تعصب او فساد ولاړه اداره ده نو د بلې خوا دا اداره د یوې ډيرې محدودې ډلې د ګټو ساتنه کوي . دا محدوده ډله په فساد ککړه ، په جنایتونو تورنه ډله ده . د هیواد ټول منابع د څو تنو له خوا لوټ کیږي. په هیواد کې لوږه او بیکاري ورځ په ورځ زیاتیږي. خلک دې ته اړ کیږی چې هیواد پریږدي او نورو هیوادونو ته د خپلو کورنیو له پاره د یوې ګوله ډوډي د پيدا کولو د پاره ولاړ شی.
که فکر وکړو چې هر کال په تخمینې توګه څلورمیلیارده ډالر ددې واکمنې مافیا په واسطه د افغانستان څخه ایستل کیږي نو په تیرو کلونو کې څلویښت میلیارده ډالر ددې مافیا له خوا په غیر قانوني توګه ایستل شوي او هیواد یې د سترو ستونزو سره مخامخ کړي دی.
دا مافیا نه یوازې په خپله په هیواد کې په بې رحمانه لوټ باندې بوخته ده بلکې د هیواد خصوصي سکتور هم نه پریږدي چې په هیواد کې پانګونه وکړي. که چیرې خصوصي سکتور غواړي په هیواد کې کوم اقتصادي پروګرام عملي کړي باید واکمنه مافیا په هغه کې شریکه کړی یعني په وړیا توګه د خپلې ګټې یوه برخه دې او هغه زورواکي ته ورکړي او که نه هغه ته به په ادارې لحاظ ستونزې ایجاد او یا په زورواکانو پورې د تړلو جنایتکارو بانډونو له خوا به وتښتول شي. همدا خبره ده چې د افغانستان شتمن کسان دا زړه نه شي ښه کولی چې په افغانستان کې پانګونه وکړی .
په دې کې اوس شک نه پاتې کیږي چې په کابل کې واکمن نظام په فساد او تعصب ولاړ نظام دی . حکومتی ماشین د زوراکو ډلو له خوا څرخیږي. په پارلمان کې ډيری هغه کسان دي چې د زورواکانو د ګټو ساتنه کوي.قضا هم د زوراکانو په خلاف په کومه قضیه کې فیصله نه شی کولی. په امنیتي ارګانونو کې کلیدي څوکۍ هم د داسې کسانو سره دي چې د زورواکو ډلو په فرمایش سره مقرر شوي دی.
نړیواله ټولنه او د کابل د ادارې مشران ډیر په ویاړ سره وايي چې ددوی د هڅو له امله په افغانستان کې د بیان ازادي رامنځته شوي ده. خو په رښتني مانا سره ډیرۍ رسنۍ ددې زورواکو ډلو او یا په پټه د هغوی د ملاتړ کونکو هیوادونو له خوا تمویل کیږي او دا رسنۍ د هغه پروګرامونو سره سم حرکت کوي کوم چې ورته تمویل کونکي مخې ته ږدي. حاکمې زورواکي ډلې ځانته رسنۍ لري اودا رسنۍ د دوي په جرمونو باندې پرده اچوي او د هغوی د ګټو ساتنه کوي.
د کابل رسنۍ یوازې هغه څه خپروي چې حاکمو ډلو ته څه زیان په کي نه وي څيړنیز ژونالیزم تر اوسه په افغانستان کې رواج شوي نه دی دا ځکه چې په څیړنیز ژورنالیزم کې د زوراکي نظام جرړې رابرسیره کیږي.
د ژبو په لحاظ پارسي ژبه چې د واکمنو ډلو ژبه ده په افغانستان کې حاکمه او نورې ژبې محکومې او ورو د ډګر څخه په وتلو دي.د پښتو ژبې په کمزوری کولو په خپله پښتو ژبې غوړه مال لوړ پوړي چارواکي ډیر رول لري. ددې له پاره چې واکمنې کړۍ ترې خوشاله واوسي تر هر چا زیات دوی پښتو ژبې ته شا کوي.
د پورتنیو خبرو څخه دې پایلې ته رسیږو چې په افغانستان کې په تعصب، فساد او زورواکی ولاړ نظام حاکم دی.
دا نظام په طبعي توګه رامنځته شوی نه دی بلکې د امریکايي پوځونو د سرتیرو په وسلو او د لویدیزوالو په روپیو سره په پښو ودریدلی دی. د دې نظام ستني په ۲۰۰۱ کال د بن په کنفرانس کې رامنځته شوې چیرې چې په دې کنفرانس کې داسې څوک نه و چې د هیواد د خلکو غږ پورته کړي. ددې کنفرانس ګډون کونکي یا د شاهي نظام فاسد چارواکي و چې د شا په شاوخوا باندې راټول او په افغانستان کې یې د شاهي نظام د راتګ خوبونه لیدل او یا ګاونډیو هیوادونو د استخباراتي سازمانونو او د په جنایتونو د ککړو ملیشاو د درلودلو له امله دوی ته په دې کنفرانس کې د ګډون حق ورکړل شو.
په دې کنفرانس کې افغان ملت ته په سپکه سترګه وکتل شو او ددې ملت برخلیک د هغه چا په لاسونو کې ورکړل شو چې ددې هیواد په وړاندې یې نه بښوونکي جنایتونه تر سره کړي دي.
په دې کنفرانس کې عمومي روحیه د هیواد د اکثریت اولس یعني د پښتنو سره د دښمنی روحیه حاکمه وه. په دی کنفرانس کې د پښتنو سره د مغلوب اولس په توګه چلند کیده . په همدې کنفرانس کې د هیواد په تاریخ کې د هیواد په وړاندې د یوه لوی خیانت بنسټ کیښودل شو. هغه دا چې دولتي څوکۍ د استعداد او نظام ته د ژمنتیا له امله وویشل شي په توکمونو باندې وویشل شوې.دا ویشنه د یوه غلط تخمین په بنسټ چې پښتانه پکې د لږکي توکم په توګه په ګوته شوي ولاړه ده.
د بن په کنفرانس کې نړیوالې ټولنې د هیواد د خلکو او په ځانګړي توګه د پښتنو سره ستره جفا وکړه.
په توکمونو کې پښتانه په بشپړه توګه د نظره وغورځول شول . د حکومت څخه یو سهامي شرکت په توګه رامنځته شو په دې سهامي شرکت کې هغه توکمونه چې په دوه او یا درې ولسوالیو کې ( هزاره ګان او دیګان ) اوسیږي د اکثریت برخه ورکړل شوه.. په دې شرکت کې د پښتنو په ونډه کې څوکیو هغه څوک وګومارل شول چې پورتنیو ډلو سره یې پټې او یا جوتې اړیکي درلودلې. په کابل کې ددې ادارې په جوړیدو سره په سیمه کې د پښتنو ضد مثلث بشپړ شو. چې ددې مثلث دوه نور کنجونه تهران او پنجاپ تشکیلوي.
د پښتنو په اړخ کې نور اولسونه لکه نورستانیان، پشه ییان، بلوڅان هم په محکومو اولسونو باندې واوښتل.
دا په دې مانا چې د بن په لومړي کنفرانس کې په هیواد کې د راتلونکو ټولو بدمرغیو بنسټ کیښودل شو.
یو شمیر سیاسي کتونکي په دې باور دي چې په موجوده اداره کې د سموالی راوستل به ددې سبب شي چې ستونزې له منځه ولاړې شي.
خو ولیدل شول چې په تیرو لسو کلونو کې د کابل په اداره کې یو ډیرکوچنې سمون هم رامنځته شوي نه دی . دا په دې مانا چې هر ډول سمون د واکمنو فاسدو ، متعصبو ډلو د ګټو سره په ټکر کې دي نو له دې امله په افغانستان کې د قانون او عدالت تطبیق په بشپړه توګه ناممکن دی.
ځینې کسان د کابل د ادارې د مشر ښاغلی حامد کرزي څخه غواړي چې دا ډول سمون رامنځته کړي . هغوی دې ټکې ته پام نه کوی چې په خپله ښاغلی حامد کرزې ددې فاسد ماشین د یوې پرزې په توګه عمل کوي. هغه ماشین چې د واکمنو ډلو ګټې ساتي. همدا ټکی ددې سبب شو چې د ښاغلی حامد کرزي څخه خلک نه هیلي شول.
ښاغلی حامد کرزي د هیواد او خلکو په ګټه ډیر ښه چانس د لاسه ورکړ ، هغه دا چې ده په سیاسی لحاظ ددې په ځای چې په خلکو ډډه ولګوي په زوراکو او متعصبو ډلو باندې یې ډډه ولګوله. دده په هڅو سره زوراکی نظام استحکام وموند ، خلک او په تیره بیا پښتانه د ډيرو هغو حقوقو څخه چې په موجوده اساسي قانون کې ورکړل شوي دی بې برخې شول.
ددې په څنګ کې ډیر سیاسي کتونکي په دې باور و چې نړیواله ټولنه به دا زورواکي ډلې چې ددوی د سرتیرو او وسلو په زور واک ته رسیدلي ده بیرته د واک څخه راکوز کړي دوی ددې ارمان د عملي کیدو له پاره لس کاله انتظار وایست مګر دا ونه شول. نړیوالې ټولنې تر ننه په افغانستان کې د زورواکی فاسد نظام په واک باندې وساته . دوی ددې فاسد نظام د ساتلو له پاره په سل ګونو بیلیونه ډالر ولګو او په زرګونو عسکر یې ووژل شول تر څو په جنایتونو او لوټماریو تورنې ډلې خپل واک ته دوام ورکړي.
له همدې امله یو شمیر سیاسي کتونکي په دې باور شوي دي چې اوس هغه مهال رارسیدلی دی چې د په جنایتونو تورنې ادارې او د متعصبو فاسد واکمنو ډلګیو په وړاندې پراخ اولسي خوځښت پیل شي او ډيره شووني ده چې دا خوځښت په لږ مهال کې په ملی سراسري سوله ایز پاڅون باندې واوړي.
د هیواد د خلکو له پاره اوسنې وضعیت د منلو وړ نه دی دوی بدلون غواړی هغه بدلون چې نه یوازې چې هیواد د کورنیو مصیبتونو څخه وژغورل شي بلکې د هغو مصیبتونو څخه چې د بهره په خلکو راوستل شوي دي هم وژغورل شي .
ځینې کتونکي په دې فکر کې دي چې کیدای شی خوځښت وسله وال شي او دا به د نورو زیاتو وینو د بهیدو سبب شي . خو یو ټکي روښانه دی چې د افغانستان خلک په دې باور دي چې دا خوځښت او پاڅون باید د قانونی لارو سوله ایز واوسي او حاکمو ډلګیو ته باید د ټولوژنې پلمه په لاس ورنکړل شي.
اوس هغه مهال رارسیدلی دی چې په پراخو ملي سیاسي سوله ایزو او اغیزمنو خوځښتونو سره واکمنې فاسدې ډلګې د واکه د قانوني او سوله ایزو لارو راوپرځول شي
د واکمنو فاسدو ، په جنایتونو تورنو او متعصبو ډلو د واکه ګوښه کول د افغانستان د ژغورنې او د دموکراسي نظام د ټینګیدو په مانا دی.