د پوره دیموکراسی دعویدار ...
27.09.2010 01:04بد خبر مو اوریدلی چی د هیواد دوه مهم سایټونه د افغانستان دیموکراتیک!!! لخوا د بند یدو په حال کی دي.
حکومت د پوره دیموکراسی دعویدار دی. او په دغه برخه کی د ښاغلي رهین غژ تر ټولو اوچت دی. بینوا او ټول افغان داسی سایټونه دي چی خلک یی د ډیرو زړو ته نژدی څیزونو په حیث په فکر دي. یواځینی خبری او علمی پاڼی دي چي سړی په کی په ازاد زړه بحث کولای شي. نو دولسمشر او ټولو هغو اغلو او ښاغلو څخه چی د بیان په معلومه او ماناداره ازادی باور لري په درنښت هیله کوو چی پری نژدي داسی کومه بګته رامنڅ ته شي.
سمیع الله ایلم، کابل افغانستان
د ټول افغان او بېنوا د بندېدو په اړه نورې ليکنې: