موږ د ( بېنوا ) او ( ټول افغان ) د سایټونو بندول په کلکه غندو
24.09.2010 12:05د ۲۰۱۰ز کال د سپټامبر ۲۳ـ د کوپنهاګن ښار
ګونګوسې دي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشر لومړي مرستیال ښاغلي قسیم فهیم او د دغه دولت د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ښاغلي سید مخدوم رهین امر کړی چې د ( بېنوا ) او ( ټول افغان ) انترنیتي سایټونه وتړي او داسې یې بند کړي چې په هېواد کې دننه و نه کتل شي ! .
په ډنمارک کې د خپلواکۍ فرهنګي مرکز او کارکوونکي یې ، دغه راز دلته په ډنمارک او سکند نا وي هېوادو کې مېشت یو شمېر افغانان ټول په ګډه هیله لري چې دا خبر ناسم وي ، او که چېرې افغان اوسني چارواکي ، هغوي چې د اسلام او معاصرې دموکراسۍ له نامه د بیان د آزادۍ ټټر وهي او له هر تریبون او مکروفون نه د خبرو او لیکلو د خپلواکۍ نارې سورې وهي دغه شان یو امر ترسره کړي نو بې له شکه دوي خپله په لوی لاس نه یوازې یو اسلامي ضد عمل ترسره کوی چې د افغانستان د اساسي قانون د ماتولو تر څنګ یې د بشر د حقوقو نړېواله اعلامیه هم تر پښو لاندې کړې او په دې کار سره د دې وړ دي چې نړېوالې محکمې ته راوکاږل شي . ( ټول افغان ) او ( بېنوا ) سایټونه د پښتو ژبې هغه لومړني او پخواني سایټونه دي چې هېڅکله یې د افغانستان د ملي ګټو او د اسلام د مقدس دین د ارزښتونو څخه وتلی عمل ندی ترسره کړی ، او نه یې د چا پر انساني مقام او شخصیت تېری کړی .دا سایټونه چې دوه ځوان او په هېواد مین افغانان ښاغلی شېرزاد کامه وال او ښاغلی حیدري یې په ډېرو مشکلاتو سره خپروي په اصل کې د افغانانو د ګوتو په شمېر ملي سایټونو په ډله کې راځي .، له همدې امله ده چې ټول افغان ملت او د ژورنالیزم او بیان د آزادۍ دوستان او پلویان په دې خپه او خواشیني دي چې افغان چارواکي خدای مه کړه داسې یوه خطا و نه کړي .موږ د ( بېنوا ) او ( ټول افغان ) او د بل هر سایټ بې مورده بندول یو دیکتاتوري ، توتالیتار ، ضد اسلامي ، ضد دموکراسي او د بشر د حقوقو د نړېوالې اعلامیې ضد عمل بولو او په کلکه یې غندو.موږ هیله لرو چې دا خبرونه همداسې د ( ګونګوسیو) تر حده پاتې شي او د عمل جامه وانه غوندي .
مخ پر وړاندې د واقعي دموکر اسۍ د رامینځته کېدو پر لور
الله دې زموږ او نامعلومې دموکراسۍ مل شي
د خپلواکۍ د فرهنګي مرکز په استازیتوب
هيواد دوست
د ټول افغان او بېنوا د بندېدو په اړه نورې ليکنې: