د افغاني رسنیو ازادي رژیږي
27.09.2010 00:52ژباړه حبيب خان توتاخېل
نهه کاله پخوا د طالبانو د حکومت د پرزیدو څخه وروسته د رسنیو ازادي د اوسني حکومت یوه له سترو لاسته راوړنو بلل کیږي خو اوس مهال د حامد کرزي تر مشری لاندې حکومت غواړي چې د رسنیو خپلواکي له منځه یوسي.
د لمړي مرستیال قسیم فهیم د وړاندیز په پایله کې تیره اوونۍ حکومت د بینوا ویبپاڼې چې یوه مشهوره پښتو ویبپاڼه ده د تړلو امر وکړ، همداراز فهیم غواړې چې یوه بله ډیر لیدونکې ژورنالیستي ویبپاڼه ټول افغان هم غیرقانونې ویبپاڼه وګڼي او ويي تړي.
افغان حکومت په څو اوونۍ د مخه د امروز په نوم یو مشهور تلویزیون د ایران د سفارت په غوښتنه بند کړو او تر څنګ ېې په زرګونو نورو ویبپاڼو چې فکر کیږي غیر اخلاقي او یا هم په سخت دریځو پورې تړاو لري بندې کړې دي.
د امروز تلویزیون مشر او د ولسي جرګې غړی نجیب الله کابلي وايي [ مخکې د رسنیو ازادي زموږ یو له سترو لاسته راوړنو وه او کرزي به ېې په خپله هره وینا کې یادونه کوله، خو اوس ېې د د سیاسي موخو قرباني کوي].
په ازادو څرګندونو بندیز ځکه ډیریږي چې د کرزي اداره د افغانانو او ځینې لویدیځوالو هیوادونو له نیوکو سره مخ ده چې نشي کولای د اداري فساد مخه ونیسي.
د کابل بانک په نوم د خصوصي بانک د رسوايي په شمول چې د کرزي او فهیم وروڼو هم په کې ونډې لري یو شمیر نورو رسواييو په افغان حکومت د خلکو باور کم کړی دې.
په کابل کې د امریکې د سفارت ویندویه کایتلین هایدین وویل چې د امریکې حکومت په افغانستان کې د رسنیو بدلونونه له نږدې څاري او په دې موضوع ېې له افغان حکومت سره خبرې اترې کړي دي.
موږ هیله مند یوو چې دوی به د ټولو خواوو رضایت ته هوډمن وي. د افغانستان په اساسي قانون کې د بیان ازادي ته درناوی شوی دې.
د ښاغلي کرزي حکومت د رسنیو په ازادي محدودیت ردوي. د ولسمشر د ماڼۍ نه په یوه وروستۍ خبر پاڼه کې راغلي چې ښاغلی کرزی د رسنیو او بیان ازادی ته هوډمن دی.
تلویزونونه او انټرنیټ د طالبانو له خوا غیر اسلامي ګڼل شوي وو او بندیز ېې پرې لګولی وو. طالبانو د ۲۰۰۱ تر وروستیو پورې په افغانستان حکومت وکړ.
له هغه راوروسته په لسګونو حصوصي ټلویزونونو په ټول افغانستان کې خپرونې پیل کړې او د انټرنیټ او موبایل تلیفونونو اسانتیاوو د انلاین پښتو او دري اژانسونو لپاره مارکیټ پیدا کړ.
د افغانستان د حکومت د احصاییو له مخې په افغانستان کې له یو میلیون څخه زیات خلک انټرنیټ استعمالوي. د ډیرۍ تلویزونونه او انلاین رسنیو مالي ملاتړ په بهر کې د افغان سوداګرو له خوا کیږي.
د افغانستان غالمغالي رسنۍ هر وخت ډیرې محتاطې نه وي او کله کله ځینې علطې ترینه کیږي.
د بینوا ویبپاڼې د دې میاشت په پیل کې په علطې سره د ښاغلي فهیم چې زورواکی تاجک جنګسالار دی او په جرمني کې تر درملنې لاندې وو د مرګ خبر خپور کړ چې د سرطان له ناروغی څخه مړ شوې دې.
نیم ساعت وروسته خبر د ویبپاڼې لخوا سم شوو، او د دې ویبپاڼې مسوول وايي چې دوی په خبر کې ژورنالیستیکي اصول پلي کړي دي.
د دې کمیسون یو غړي او د وزارت کارکونکي چې کابل ته په راستنیدو سره ښاغلي فهیم د افغانستان د رسنیو د سرغړونې له کمیسون څخه چې د اطلاعاتو کلتور وزارت په چوکاټ کې کار کوي او د اطلاعاتو او کلتور وزیر ېې مشري کوي، وغوښتل چې دې ویبپاڼې ته سزا ورکړل شي.
همدا راز هغه وویل چې د ښاغلي فهیم دفتر له نوموړي کمیسون غوښتي چې د ټول افغان د ویبپاڼې د بندیدو په ضد هم ګام واخلي، چې په کابل بانک کې ېې د فهیم د ورور د ښکیلتا په اړه څیړنیز راپورونه خپاره کړي وو او په وار وار ېې فهیم او د هغه ایتیلافیان ملامت کړيدي.
کمیسون د افغانستان د څارنوالي نه غوښتي چې د دې ویبپاڼو په اړه دې اقدام وکړي، له څو کلونو راهیسې چې دا کمیسون تاسیس شوی تر اوسه پورې ېې دا لومړی کار وو.
دواړو ویبپاڼو د ملي شخصیتونو سپکاوي کړی او دا د افغانستان د قانون خلاف دی، که چیری کومه رسنۍ قصدا داسې علطي وکړي نو باید سزا وویني، د دې کمیسون غړي عبدالشکور دادرس وویل. د دواړو ویبپاڼو مسوولینو وویل چې دوی ته وخت نه ده ورکړل شوی چې له ځانه دفاع وکړي.
په تیرو دوو ورځو کې د افغانستان د انټرنیټي خدمتونو سمبالونکو له خوا د بینوا د پاڼې بندول پیل شوي دي. د افغانستان د مخابراتو وزیر امیرزی سنګین وايي چې ده ته د لوی څارنوالي له خوا امر شوی چې دا دواړه ویبپاڼې بندې کړي. هغه وایې چې موږ هر څه د قانون په چوکاټ کې کوو.
د ټول افغان په اړه تر اوسه کومه وروستی پریکړه نه ده شوې او د جمعې تر ورځې لا بند شوی نه وو.
د ټول افغان مسول وايي حکومت ځکه ټول افغان بندوي چې د کابل بانک د موضوع په اړه ېې د نړیوالو رسنیو څخه خبرونه ژباړلي او خپاره کړي دي .
په متحد ایالاتو کې میشت د بینوا ویبپاڼې مسوول خالد هادي په وینا نوموړي ورځپاڼه په ۲۰۰۴ کال کې تاسیس شوی چې ۱۳۱ خبریالان چې ډیری ېې په افغانستان کې دي په کار ګومارلي دي او د کابل او نیویارک نه خپرونې کوي.
هغه د امریکې له حکومت او نړیوالو رسنیزو ټولنو څخه د مرستې غوښتنه وکړه.
خالد هادي په یو بریښنالیک کې وویل هر ورځ د حکومت، سیاسي ګوندونو، حکومتي ملیشو، طالبانو او جنګسالارانو لخوا مدني حقونه تر پښو لاندې کیږي او تر اوسه موږ د د هر ډول حقونو نه بې برخې پاته شوي یوو.
امروز تلویزیون چې اوس د حکومت له خوا بند کړای شوی دې د ایران حکومت په خلاف په نیوکو مشهور وو. نوموړي تلویزیون په ایران کې د افغان مهاجرینو سره د ایراني حکومت په چلند، د ایران په شیعه رژیم کې د سنیانو د ازادی په پښو لاندې کولو او د ایران او افغانستان تر منځ د اوبو د شخړې په اړه راپورنه خپاره کړي وو.
د دواړو ولسمشرانو د وار وار لیدنو او د افغان شیعه سیاستوالو په وسیله د احمدي نژاد په مشرۍ ایراني حکومت د کرزي په اداره کې نفوذ ډیر نفوذ کړی ده.
د تیرې جولای میاشتي په وروستیو کې د افغان حکومت د وزیرانو شورا د ایران د سفارت په غوښتنه امروز تلویزیون په دې تور بند کړ چې مذهبي تاو تریخوالي ته لمن وهي او ملي یووالي ته زیان رسوي.
ښاغلي کابلي چې په خپل تلویزیون باندې ۹۰۰،۰۰۰ ډالره پانګونه کړې وايي چې هغه نه پوهیږي چې څه وخت به ورته د خپرونه اجازه ورکوي او که به همداسې بند پاته وي، هغه تر اوسه پورې د تلویزیون ۶۵ کارکونکو ته تنخا ګانې ورکوي.
په عین وخت کې به افغانستان کې د انټرنیټي خدمتونو سمبالونکي وايي چې دوی ته امر شوي چې په زرګونو غیر اخلاقي او هغه ویبپاڼې چې په سخت دریځو اسلامي ډلو پورې اړه لري وتړي.
د کرزي ویندوی وحید عمر وايي چې دا د حکومت پریکړه وه چې ټول هغه ویبپاڼې دې وتړل شي چې غیر اخلاقي او یا هم په ترهګرو ډلو پورې تړاو لري او سخت دریځی خپروي.
په وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې کې د راپور د لوستلو لپاره لاندې لینک باندې کلیک وکړی:
د ټول افغان او بېنوا د بندېدو په اړه نورې ليکنې: