ملي سایټو ته د توره بان دیوانو ګواښونه
24.09.2010 09:56پښتو کې د څو ګوتشمیرو ملي بریښناپاڼو په څنګ کې ټول افغان او بینوا هغه بریښناپاڼې دي چې په لوستو يي د لرو برو پښتنو رسنیزه ، ادبي ، سیاسي ، پوهنیزه او سیاسي تنده ماتیږي . دې بریښناپاڼو په یوه ټغر د افغانانو په راټولو کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي دي . ورسره ښايي که ووایو د افغانانو په منځ کې د ملي یووالي سمبول دي . د افغاني هویت ، خپلواکۍ ، ملي ګټو او ملي دریځونو په ننګه او دفاع کې په ټينګ سنګر کې ولاړې پاتې شوي او په ملي لیکه روانې دي . په خپرونو او لیکنو کې يي د هېواد او افغانانو په وړاندې د رنګارنګ مخالفینو ، حریفانو او دوښمنانو توطيي او چلوټې رسوا کړي او د ټولو افغانانو په خبرتیا او پوهاوي کې يي ویاړلې ونډه اخیستې ده .
داسې بریښناپاڼې باید وستایل شي او د هغو چلوونکو او کارکوونکوته شاباسي وویل شي او درناوی يي وشي .
د افغان روڼ اندې د دیموکراسۍ او د بیان ازادۍ نه په دفاع کې خپل حق ګڼې چې د داسې ملي بریښناپاڼو او د هغو له چلوونکو څخه په کلکه ملاتړ وکړي . په دې برخلیک کې موږ ټول سره شریک یو . ټول افغان او بینوا بریښناپاڼې تړلو ته نه پریږدو او د دوی پر وړاندې د ټولو چلوټو مخې ته خنډ ګرځوو .
په دولت کې دېره توره بان دیوان ، جګړمار ، ډاکوان او ملي درغلګر حق نلري چې له افغانانو څخه پخپلو وینو ګټلې نیمګړې دیموکراسي او د بیان ازادي بېرته واخلي .
موږ پوهیږو چې د کرزي په فاسد دولت کې سیکټاریستو او بنسټپالو ځاله کړي او کرزی د دوی په پل روان دي او ګام په ګام د دیموکراسۍ او د وګړو په نورو لومړنیو حقوقو پښې ږدي . کرزی ددغو سیکټاریستو په لمسون اوس ښکاره د پښتنو د حقوقو په مرۍ منګلې ښخوي. که نه هغه سیکټاریستې بریښناپاڼې چې د افغانستان د تجزيي خبرې کوي ، په افغانستان کې د بېلابېلو قومونو ترمنځ بیلتون ته لمن وهي ، د افغانستان تاریخ او ملي ویاړنو پورې ملنډې وهي او د افغانستان نوم یا ملي بېرغ ته ښکنځلې کوي ولې نه بندوي !
زه دلته د بېلګې پتوګه د خاوران ، تاجیک میډیا ، او اریايي نومونه رااخلم .
خاوران پخپله تازه لیکنه کې وايي :
« افغانستان را باید نابود کرد »
اریايي په خپله نوې خپرونه کې لیکي :
تغییــرنــام افغــانســتان به خُراســان – یــک زبــانی، زبــان فــارسی درافغــانســتان – شــناســایی خط دیــورند
موږ د بیان له ازادۍ نه په کلکه ملاتړ کوو او نپریږدو چې د یو څو ډاکوانو په تشو لمسون زموږ ملي بریښناپاڼې وتړل شي !
موږ کرزي ته په ډاګه وایو چې بېرته د هېواد د ملي ګټو په لیکه سم شه ، درڅخه راتاو ډاکوان دې د بېشرمۍ او نابودۍ ګړنګ ته اچوي ! د ډاکوانو پرځای د ملت ترڅنګ ودریږه !
وخت به بېړه روان دی ، پښيماني بیا ګټه نلري !
د ټول افغان او بېنوا د بندېدو په اړه نورې ليکنې: