قانع: مخدوم رهين د تعصب په رنځ اخته دی
27.09.2010 00:37ليکوال او شنونکي عصمت قانع چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې نوماند هم و وايي چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزير بايد لري شي ځکه چې د تعصب په رنځ اخته دی او ((موږ ورته ډېر دعاګانې کړي دي چې الله دې دی روغ کړي خو هغه د رغېدو نه دی. مخدوم رهين د تعصب په مرض اخته دی. وزير صيب مريض دی. او په کار ده چې [له وزارت څخه] لرې کړای شي.))
عصمت قانع دا خبره د شمشاد تلويزيون ته کړې ده. شمشاد تلويزيون یو له هغه رښتوني ملي رسنيو څخه ده چې له لومړۍ ورځې یې د مخدوم رهين او د شوری نظار د قوماندان مارشال قسيم فهيم له خوا د ټول افغان او بېنوا د تړلو هڅې په کلکه غندلې دي او د شمشاد مشر حاجي فضل کريم عبدالرحيمزي له ملي رسنيو په کلکه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.
يو بل ژورناليست او ليکوال ضيا بوميا بيا وايي چې د رسنيو کميسيون او د اطلاعات او فرهن وزارت له تعصب څخه کار اخيستی دی. نوموړی وايي چې ((که داسې نه وي نو ډېرې داسې رسنۍ شته چې له قوانينو سرغړونې کوي خو بندول کېږي نه. [کېدای شي] په وزير د ولسمشر زور نه رسېږي.))
د شمشاد په رپوټ کې بيا د اطلاعاتو او فرهنګ وزير چې پخوا د ټول افغان او بېنوا او نورو ملي رسنيو او شخصيتونو د هڅو په پايله کې ولسي جرګې بې باوره کړی و وايي چې مارشال فهيم ورته د ټول افغان په اړه شکايت کړی دی خو د ټول افغان د بندولو پرېکړه یې لا نه ده کړې. د دې لپاره چې د ولس په سترګو کې نورې شګې هم واچوي، رهين وويل چې د رسنيو کميسيون هم لا په دې اړه پرېکړه کړه نه ده کړې خو په همدې حال کې وايي چې لويې څارنوالۍ ته یې د ټول افغان د بندولو په اړه ليک لېږلی او دا پرېکړه یې لویې څارنوالۍ ته پرېښې ده.
د رسنيو د کميسيون يو بل غړي عزيز الرحمان ممنون شمشاد تلويزيون ته ويلي دي چې ((موږ له ژبنيز او توکميز لاملونه په اساس پرېکړه نه ده کړې. تبعيض نشته)). خو ممنون دا ونه ويل چې هغه ستمي او افغانستان ضد ويبپاڼې ولې نه بندوي چې د ده د نيکونو په اړه وايي چې ((وحشي قبايل وو)).
مخدوم رهين شمشاد ته ويلي دي چې د ټول افغان په اړه ورته په دې ويبپاڼه کې د توهين اميزه ((صحبتها)) په اړه شکايت شوی دی. مخدوم رهين هماغه کس دی چې افغانانو پسې به یې په ستمي رسنيو کې توهين اميزه ليکنې کړي دي. نوموړی ښه خبر دی چې د ماندګار او پيام مجاهد په شان ورځپاڼې چې له کابل څخه خپرېږي او د ده سره ثبت دي د ده د امر ولسمشر کرزي د مېرمن پسې سپکې سپورې وايي او ملي وحدت ضد اور ته لمن وهي خو دی یې په خلاف ګام نه اخلي.
ټول افغان د مخدوم رهين او مارشال فهيم دا تور په کله ردوي چې ګنې په دې ويبپاڼه کې توهين اميزه ليکنې شوي دي. ټول افغان تور ته تور او سپين ته سپين ته وايي خو د افغانستان ټولو قامونو تر منځ يووالي ته ژمن دی او لکه د ټولو ښاغلو افغانانو په دې باور دی چې ټول انسانان لکه د ګومنځ د څوکو يو شان دي او په يو بل برتري نه لري.
ټول افغان په خپلو پاڼو د مخدوم رهين او ورته نورو کسانو تعصب هر وخت غندلی او د ملي وحدت لپاره یې کار کړی دی.
د ټول افغان او بېنوا د بندېدو په اړه نورې ليکنې: