د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولې رهین او نور غواړي د وطن دوستو رسنیو پر ستونې پښه ورکیږدي

محمدالله ارین احمدزی 27.09.2010 10:29

وروسته تر دې چې د لومړی ځل لپاره رهین د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر شو د کار له پیل څخه یې په ځينو داسو کړنو پیل وکړ چې نه یوازې د یو وزیر له شان او شوکت سره نه ښايي بلکه د یو عادي افغان له شان او شوکت سره هم دا نه ښايي دلته هر افغان که تاجک، پښتون، هزاره، ازبک، پشه يي.... او نور وي د یو افغان تر نوم لاندې ژوند کوي او په دې هیواد هر یو حق لري او هیواد په هر یوه مساويانه حق لري چې باید حقوق یې ادا کړي. خو ده او د ده په څير ځينو نورو څيرو د دې هیواد د هر وګړي په وړاندې داسې جفاوې وکړي چې د دې هیواد په رګ رګ کې د کرکې اور بلوي. خو تر یو لږ ځنډ وروسته ښاغلی رهین له دندې لرې شو او د دې متعصب انسان له شر څخه افغانستان خدای خلاص کړ.

خو لا به یې څو ورځې نه وې تیرې شوې چې دا کاڼی یو ځل بیا په همدې وزارت را ولوید، او د کرزي لخوا ولسي جرګې ته د رایه اخیستنې لپاره وړاندې شو. او د همدې مارشال فهیم په زور یې وکولای شول چې د اعتماد رایه واخلي، خو د ده له بریالي توب سره سم ځينې کسان خوشبین و، او ویل یې چې دا ځل کیدی شي رهین څه ناڅه ښه شوی وي او داسې ونکړي لکه تیر ځل یې چې کول، خو زه د لومړي سر څخه د ده دوهم ځل بریالیتوب ته خواشنی وم.

ځکه دا ځل د ده د واسطې څټه ډيره قوي وه او د بهرني ملاتړ تر څنګ یې مارشال خان له شا ولاړ و. خو دلته د دې رپوټ په اړه چې بینوا او ځينو نورو سایټونو خپور کړ چې ګواکې مارشال مړ شو لیکلي یې و چې نا تایید شوي خبرونه وايي ځکه دوی ویلي و چې په دې اړه به نور جزییات وروسته وړاندې شي، چې همداسې وشول کله یې چې د مړینې خبر رد شو همدې څو ویب پاڼو بیرته یاد شوی خبر رد کړ او ویې ویل چې مارشال صیب ژوندی دی.

دلته که د رسنیو رسالت ته راشو د منفي ترڅنګ یې مثبت رپوټ هم خپور کړ. او د رسنیو ازادي د افغانستان د دولت تر ټولو لویه بریا بلل کیږي. خو د رهین له راتګ سره سم په لومړي سرکې دوی د امروز تلویزون په ستوني پښه ور کیښوده او دا ټلویزون یې د ایران په فرمایش وتاړه او دا ده لا هم تړلی دی. په دوهم ځل یې په هرات کې د ساقي په نوم د یو محلي ټلویزون په ستوني پښه ور کیښوده او هغه یې هم بند کړ، دلته نو د رهین سترګې سرې شوې او د نړۍ جال په دنیا کې یې په لومړي سرکې د بینوا پښتو ویبپاڼه په نښه کړه او نشرات یې وربند کړل، او داده اوس نو ټول افغان او ځینې نورو سایټونو ته هم غاښونه چیچي چې دا به هم بندې کړي.

د ده دا کړنه د چا پر ضد کیدی شي؟ او له بهر څخه به خلک څه رنګ ورکړي، خو اوس کیدی شي چې څه ناڅه خلک په دې پوهیدلي وي چې دا حکومت او پکې شته ځينې وزیران یوازې د یو قوم پر ضد را پاڅیدلي دي او غواړي یوازې یو قوم له هره پلوه وځپي، د بیلګې په ډول په سیاسي لحاظ دا قوم داسې ځپل کیږي چې هیڅ اټکل یې نه شي کیدی د بیلګې په ډول د بلخ په ولایت کې په ټول ولایت کې ټاکنې کیږي خو په پښتون میشتو سیمو کې په یوه شپه کې دا امنیت ګډوډیږي او دوی دې ته نه پریښودل کیږي چې رایه ورکړي او د خپلې خوښې کس وټاکي. په نورو ټلویزونو کې چې د کرزي خان او مارشال پورې د تړلو سیاسي کړیو دي مخامخ خلکو ته سپکاوی کیږي خو هغوی ته هیڅ هم نه ویل کیږي خو ساقي او امروز په یو سر خوځولو تړل کیږي. په کابل پریس، خاوران، اریانا نیټ، جاودان .............. او نورو کې حتی د پښتنو تاریخي مشرانو او رهبرانو ته سپکاوی کیږي هیڅ نه ورته ویل کیږي خو پښتو ویبپاڼې یوازې د یو خبر له امله چې هغه یې هم په ډاګه لیکلي و چې ګنګوسې دي................. تړل کیږي خو هیڅ څوک یې غږ نه اوري. هر څوک د خپل حق سره سم د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي .........حقوقو خاوندان دي او کولای شي له خپلو حقوقو څخه ګټه واخلي خو یوازې یو تاریخي او د دې خاورې لپاره ځپل شوی قوم له خپلو ټولو حقوقو څخه برخې کیږي. د کابل له ورانونکو او قصابانو سره سوله کیدی شي، وزارتونه ‎، ولایتونه او سفارتونه یې په واک کې ورکول کیږي خو یوازې د یو قوم ناراضو ته دا حق نشته.

په هره سیمه کې ښونځي پرانیستي دي، روغتونونه شتون لري، سړکونه یې څه ناڅه جوړ شوي دي خو یوازې د یو قوم سړکونه، ښونځي، روغتونونه او نور ټولینز شیان ورانیږي. دلته زه هم نه غواړم چې له دې څخه مې نوره خبره اوږده شي یوازې یو څه ویل غواړم چې د دولت دا ډول کړنې به وکولای شي نور هم په دې هیواد کې د کرکې، جګړې، ترهګري، ناراضي توب..........څخه پرته د بل څه تخم وکرلای شي، ځکه په هر لحاظ یو قوم ځپل کیږي او د دوی ټول چلونه فریبونه او دوکې یوازې د یو قوم په وړاندې دي.

که امروز او ساقي ټلویزونونو ګناه کړي وي، نو نور ټلویزون، راه فردا، نورین، آرزو........ نورو هم ګلان نه دي کرلي، که بینوا، ټول افغان، ..............ګناه کړي وي کابل پریس، خاوران اریانټ...........او نورو هم ګلان نه دي کرلي ولې قانون په ټولو یو ډول نه پلی کیږي. که پښتانه مشران د دې حق نه لري چې په دولت کې ګډون وکړي نو شمالي ټلوالې، جنبش ملي، حزب وحدت، تغیر او امید هم د دې هیواد په ابادي کې داسې ونډه نه ده اخیستې چې باید اخیستې یې وی ځکه د دوی ډیرې بیلګې تر دې دمه هم په کابل او ځينو نورو ولایتونو کې شتون لري، کابل یې کنډواله کړ، د خلکو په سرونو کې یې میخونه ټکوهل، خلک یې په کانټینرونو کې واچول، او د لیلې دښته یې له هډوکو څخه ډکه کړه، لارې یې بندې کړې، د خلکو په خوندو او مندو یې جنسي تیري وکړل، خو لا هم دا کسان د دې هیواد تر ټولو منلي کسان دي او په دې هیواد کې ډول ډول فرمایشونه کوي.

خو زما غوښتنه له بینوا او ځينې نورو سایټونو او رسنیو څخه داده چې سمدستي دې خپل نشرات د بلې لارې پیل کړي او خپل انټرنیټي غږ دې خلکو ته د کاغذ پر مخ ورسوي او خپل نشرات دې همداسې جاري وساتي ځکه غلي کیناستل کیدی شي داسې پایلې ولري لکه امروزټلویزون چې غلی شو، کوښښ دې وکړي او په خپل وار دې ورځپاڼې، اونیزې او میاشتنی چاپي خپرونې پيل کړي، ځکه نور نو پښتنو ته ناستی نه دی پکار او باید د رسنیو له لارې خپل غږ دومره اوچت کړي چې د دې متعصبو او شومو موخو لرونکو د غوږونو پردې وشلیږي.

د ټول افغان او بېنوا د بندېدو په اړه نورې ليکنې:

ليکنه ليکوال ليکنه ليکوال
نن د وزيرانو په شورا کې د ټول افغان د تړلو په رسوايۍ بحث کېږي کمال الدين رنځور  قانع: مخدوم رهين د تعصب په رنځ اخته دی  (له ششماد تلويزيون څخه)
د افغاني رسنیو ازادي رژیږي  (د وال سټريټ ژورنال د مقالې پښتو ژباړه، حبيب توتاخېل)  د پښتنو په ستوني د یوې بلې پښې اېښودل! (نجیب الله پیمان)
دبېنوا او ټول افغان ويبپاڼو بندول دډيمو کراسۍ پر مخ څپېړه ده  (حميد راز) ولې رهین او نور غواړي د وطن دوستو رسنیو پر ستونې پښه ورکیږدي  (محمدالله ارین احمدزی)
 کاغذی دیموکراسی که اوسپنیزی زورکراسی  (ا٠ف٠صافی)  د بینوا او ټول افغان ویبپاڼو بندول د آزادی زیندۍ کول دي  (عبدالباري جهاني)
وبچه سرت بوی قورمه میته!  (عبدالرووف لیوال حسین خیل)

افغان حکومت په تدريجي توګه د رسنيو ازادي کمزوري کوي يا یې له منځه وړي 

(وال سټريټ جورنال)

د افغانستان ضد یوه بله توطیه 

(احمدجان اریوزی)

د ملي ويبپاڼو د بندولو د پلان په اړه سر خلا صه لیک او وړاندیز

(ولی محمد نورزی)

موږ د ( بېنوا ) او ( ټول افغان ) د سایټونو بندول په کلکه غندو 

(د خپلواکۍ د فرهنګي مرکز) له پښتو ويبپاڼو ملاتړ  (حاجي امين باوري)
ملي سایټو ته د توره بان دیوانو ګواښونه  (سرلوڅ مرادزی) په افغانستان کې د ټول افغان او بېنوا پښتو ویبپاڼو د بندیز حکم  (د دعوت د خپلواکو رسنیو مرکز غندنه)

 دټول افغان او بینوا بنديدل ښيي چې رژيم د حق د اوریدو توان نه لري 

هيښ د ټول افغان بندېدل، د نه باور خبر! حاذق نرنګی
 دټول افغان او بينوا ويب پاڼوتړل غندو٠٠٠  (حکمت الله حکمت)  د پوره دیموکراسی دعویدار ...  (سمیع الله ایلم)
د فهیم او مخدوم رحیم اقدامات په کلکه سره غندو! (عبدالله افغان)  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ټول افغان او بېنوا د بندولو امر کړی دی ټول افغان