د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

میره مور (لنډه کیسه)

محمدالله ارین احمدزی 23.03.2010 09:01

لا ېې د مور د مرګ څو میاشتې نه وې تیرې چې پلار یې دواړه پښې په یوه موزه کې واچولې او د بل واده تایبا یې وکړه واړه ماشومان یې هم په دې خوښ وو چې ځه که خدای کړي وي د بلې مور خاوندان به شي. ځکه د دې ترڅنګ چې احمد داسې لږ غټکی وو خو نور وروڼه او خوندې یې ډیر واړه وو.په ټول کلي کې د دوی په اړه ژړاوې جوړې وې خو د بلې خوا څخه یې د پلار د واده کیسه هم داسې ښه ګرمه وه ځکه چې نور نو پلار کلک قسم کړی وو. سپين سر او شناوۍ ږیره یې داسې توره کړې وه تابه ویل چې په خټين دیوال دې سکاره موښلي وي.ډيرې شپې او ورځې تیرې شوې او د یتیمو ماشومانو پلار هم په نوې واده پسې ښې په بیړه منډې وهلې ترڅو ډير ژر بله میرمن پيدا کړي او هغه د کلیوالو خبره ړنګ کور یې ابادشي.د ډيرو منډو وروسته اجمیر اکا په دې بریالی شو چې د ځان لپاره لرې چیرې د ده په څير یوه کونډه پيدا کړې په ډيره بیړه یې د دې کونډې د ورڼو سره د دې میرمنې بیه او بقاله خلاصه کړه او په کلي کې هم د اجمیر د کوژدې مجلسونه ښه ګرم وو.لا به څو شپې نوې تیرې شوې چې اجمیر د واده تابیا وکوله او ډير ژر یې واده وکړ.د واده څخه وروسته څو شپې خدای شته په ټول کور کې ښې خوښی وې خو د دې خوښیو رنګونه له کال موسمونه ډيرژر ژر د بدلیدو په حال کې وو د واده څخه څو شپې وروسته په کور کې چیغې نارې سورې او ژړاوې بیخي ډيرې شوې خو د کلي خلکو هیڅ هم نه ویل او نه یې د دې ژړاوو او انګولاوو پوښتنه کوله خو ډيرې شپې نه وې تیرې شوې چې د بې موره ماشومانو چیغې تر کور څخه د باندې را ووتې او کرار کرار د دې بې موره ماشومانو په چیغو باندې ټول کلی خبر شو.د اجمیر مشر زوی چې لږ څه غټکی وو او په جومات کې د ملاصیب څخه سبق وایه جومات ته د تګ څخه منع کړای شو او میرې مور دې ته اړیوست ترڅو په کور کې د غواګانو خدمت وکړي او حتی ځينې ښځینه کارونه هم وکړي.خو بیا هم د دې پوښتنه هیڅ چا وو نکړه چې ولې دا هلک جومات ته نه راځي. په کلي د ښځو داسې تبصرې شروع وې چې مه یې کوه پوښتنه.ځينو به ویل چې د اجمیر ښځه عصبي تکلیف لري او ځينو به ویل چې نه والله سم دمه ښځه ده د اجمیر یتیم ماشومان بې ادبه دي خو د ښځو په منځ کې د دې خبرې سپيناوي څه ناڅه وخت او زغم ته اړتیا درلوده. د اجمیر زوی د خپلې میرې خدمت کاوو او دا نور داسې یو په بل پسې وړو ماشومانو به پټیو کې ځينې شیان را ټولول. د ټولو ببر سرونه او څيرې ګریوانونه د هیڅچا لپاره د زغملو وړ نه وو خو د کلي عنعنې د دې اجازه نه ورکوله ترڅو یو څوک ورشي او د اجمیر او د ده د میرمنې څخه د دې کړنې پوښتنه وکړي. د اجمیر مشر زوی لالي هم د ډير زغم څخه وروسته نور یې وو نه شو کولای چې د دې میرمنې دا ناسمې کړنې ومني او د صبر کاسه یې نسکوره شوه او د کور څخه د شپې لخوا پټ ووت او نور یې خپل ببر سري وروڼه او خوندې خپلې شیشکې میرې ته په میراث پریښودل.د میرې ظلمونو ډير زور اخیستی وو خو هرڅه د دې ماشومانو لپاره د منلو وړ وو ځکه چې نوره نو لاره نه وه او میرې د هغه وخت څخه چې امیدواره شوې وه او دا هیله یې پيدا شوې وه چې دا به ډير ژر د ماشوم څيښتنه شې خپلې ناسمې کړنې داسې ښه زور ورکړی وو ترڅو د لالي په څير دا نور هم دې ته اړباسي ترڅو کور پریږدي، خو دې ماشومانو ته د خپل کور څخه بل د سمې اوسیدا ځای نه وو. ډيرې شپې په دې توګه تیرې شوې او د اجمیر دې بې موره ماشومانو د داسې یوې مور ترڅنګ چې هیڅکله یې د اولاد مینه نه وه لیدلې ډيرې شپې تیرې کړې. یوه ورځ ماښام مهال چې ډيری کلیوال د جومات په چوتره کې ناست کې وو او خبرې یې سره کولې یو ناڅاپه د ټولو د اجمیر خواته پام شو چې د دوی خواته ډير په بیړه را روان دی ټول سترګې سترګې او غوږ غوږ شول چې خیر خو دی څه کیسه ده.
د ټولو څخه وړاندې ملاصیب غاړې تازه کړې او په اجمیر یې نارې کړه: اجمیره جانه لږ په کراره راځه چې وو نه لویږې.
اجمیر چې په ډيره بیړه د جومات خواته را روان وو د هم هغه ځای څخه یې په خپل وراره ولي ګل باندې نارې کړې: ولي ګله بچو هله زرشه موټر دې را ووباسه چې ابو دې سخته ناروغه تر څو یې روغتون ته ورسوو.
ولي ګل بې د دې څخه چې نورڅه ووايي د تره په ځواب کې یې وویل: چې اکا موټر خراب دی نه چالانیږي.
اجمیر د غصې څخه په ډکو ډکو سترګو خپل وراره ته وکتل او ورته یې وویل :چې پوهیږم...............
خو ولي ګل د نور څه ویلو څخه ډډه وکړه خو د لرې څخه یې په تندې باندې داسې بریښیدل چې موټریې له قصده ورسره نه بیوو نو ځکه یې د موټر د خرابتیا اجمیر ته وویل:
اجمیر کوزکلي ته ډير په بیړه روان وو ټولو کلیوالو ولي ګل ته وویل چې ولې دې داسې وکړل که موټر دې روغ وي هغه ناروغه به دې روغتون ته رسولې وه خو سید ګل ډير ژر د ټولو ناستو او ولاړو کسانو په ځواب کې وویل: ولې په هغو نورو باندې مور تکلیف نه وو تیر کړی که څه چې همدې تره مې خپلې میرمنې ته نه ویل چې ولې داسې کوې نه یې وړم خدای دې حال تر دې هم بد تر کړي. ټول کلیوال د ولي ګل په دې خبره چوپ شول او هیڅ چا هم څه وو نه ویل یوازې ملاصیب د ولي ګل په خبرو څه ناڅه تبصره وکړه او بس.
د ډير اوږد ځنډ څخه وروسته ماښام قضاوو چې اجمیر خدای خبر د ځمکې د کوم سر څخه موټر را پيدا کړی وو او مونږ به لا د ملاصیب او ولي ګل سره په همدې اړه په خبرو بوخت وو چې موټر په ډيره تندي تیرشو او د اجمیر د کور مخې ته یې د بریک سرې اشارې ښې سرې شوې او ودرید.اجمیر هم په ډيره بیړه خپله میرمن را وویسته او په موټر کې یې واچوله دوی د روغتون په لوري لاړل او موږ هم د کورونو خواته. خو د اجمیر او د ده میرمنې په اړه هیچا هم وو نه ویل چې خدای دې څنګه کړي او یا څنګه......... یوازې ټول چوپ وو.
شپه په همدې توګه سبا شوه سهار وختي بیا هم ډيری کلیوال را پاڅيدل او اودسونه یې وکړل ترڅو د سهار مانځه ته جومات ته لاړشي مونږ به لا دوه رکعته سنت نه وو خلاص کړي چې موټر تیر شو او په ډيره بیړه د اجمیر د دروازې مخې ته ودرید خدای شته د ده او د ده د میرمنې د زیاتو ظلمونو او تورو زړونو له امله هیڅ څوک هم ور جګ نه شول ټولو په ملاصیب پسې اقتدا وکړه او ملاصیب هم د نورو خلکو د راتلو په خاطر یو اوږد سورت په لومړي رکعت کې پيل کړ مونږ به لا سلام نه وو ګرځولی چې اجمیر په بیړه او نیولې ، نیولې ساه جومات ته را دننه شو او بې د دې څخه چې مونځ وکړي د جومات د تودې مورۍ په سر کیناست له سلام څخه وروسته تر دعا وړاندې بیا ملاصیب غاړې تازه کړې او د اجمیر څخه یې پوښتنه وکړه:
چې اجمیر خانه څنګه شو ناروغ!!!!!
اجمیر هم په زړغونې غږ ملاصیب او نورو کلیوالو ته وویل چې میرمن مې د ماشوم د پيدا کیدو په وخت مړه شوه. ټولو د (اناالله وانا الیه راجعون) په ویلو سره په (څک څک) باندې د اجمیر دا خبره بدرګه کړه او ملا صیب د اجمیر څخه پوښتنه وکړه :
اجمیرخانه ماشوم څنګه دی!!!
اجمیر په نیولې غږ ځواب ورکړ: هلک وژغورل شو خو میرمن مې ............
ټول کلیوال پوه شول چې اجمیر د زوی خاوند شو خو دا ځل د ده او د ده د مړې میرمنې د کړنو له امله اجمیر ته یو بل بې موره هم پاتې شو او لالی د میرې مور له لاسه له کلي څخه ورک شو.اوس نو اجمیر ته د دوه میرمنو څخه یوازې او یوازې څو یتیم ماشومان په میراث پاتې شول او بس.