د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کابل پوهنتون د ژبو ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې د ۴۹ دور د فارغینو د غونډې راپور

محمدالله ارین احمدزی 05.04.2010 14:28

وروسته تر دې چې د کابل پوهنتون تاسیس شو او د لومړي ځل لپاره یو داسې عملي نهاد په افغانستان کې جوړ شو د ډيرو پوهنځیو د جوړیدو تر څنګ د ژبو ادبیاتو پوهنځی هم د دې جوړو شویو پوهنتونو څخه یو وو چې جوړ شو.چې د دې پوهنځي په چوکاټ ګې د نورو پوهنځیو تر څنګ د ملي ژبې (پښتو) لپاره هم یو دیپارتمنت پکې جوړ شو چې لومړنۍ مشر یې پوهاند عبدالحی حبیبي وو. په تیرو ۴۸ کلونو کې یې ډير فارغین ټولنې او بیا په تیره د پښتو ژبې د خدمت لپاره ټولنې ته وړاندې کړل چې هر یو یې په خپل ځای د یادولو او ستایلو وړدی.

سږ کال هم د وري د میاشتې ۱۰ نیټه د دې پوهنځي د پښتو څانګې څخه یو شمیر کارپوه او وړ کسان فارغ شول.چې د وري د میاشتې په ۱۵ نیټه د دې ځوانو د بریلیکونو د توضیع په خاطر یوه درنه غونډه په اریانا کابل سالون کې جوړه شوې وه چې ګڼ شمیر لیکوالو مخورو د محصلینو کورنیو او نورو کسانو پکې ګډون کړی وو.

غونډه چې په سیمه ایز وخت د سهار په نهو بجو پیل شوه په سرکې د دې څانګې د یو تن نوي فارغ ښاغلي عبدالمتین مطمین لخوا د قرآن عظیم الشان مبارک آیتونه تلاوت شول او غونډه د هیواد دملي سرود په غږولو سره پيل شوه په پیل کې د دې پوهنځي د تکړه استاد او فعال سیاسي شخصیت ښاغلي محمد اسماعیل یون لخوا پرانیستونکې وینا وشوه چې راغلو میلمنو ته یې ښه راغلاست ووایه وروسته د ښاغلي یون څخه لیکوال او ژورنالیست ښاغلی زرین انځور دریځ ته را وغوښتل شو چې ده په خپل وار سره د دې پوهنځي او ورڅخه د فارغو کسانو په ارزښت خبرې وکړې. وروسته د پښتو څانګې دروند استاد ښاغلی حبیب الله جاج دریځ ته تشریف راوړ او د پښتو په تاریخ باندې له لنډې وینا وروسته یې خپلو فارغو محصلینوته د خیر او بریالي توب دعا وکوله.د غونډې په دوهم پيل کې د قلم ټولنې مشر ښاغلی حسام دریز ته را وغوښتل شو او خپله وینا یې وکوله د ده څخه وروسته تکړه ډرامه لیکونکی او شاعر ښاغلی ممنون مقصودي دریز ته تشریف راوړ او دې فارغینو ته یې د مبارکي تر څنګ ځينې ښې لارښونې هم وکړې وروسته تکړه شاعر بابرزی صیب راوغوښتل شو چې د وینا تر څنګ یې خپل تاوده احساسات د یو شعر په ژبه اوریدونکو ته وړاندې کړل.د غونډې په دویمه نیمايي کې د دې پوهنځي د فارغو شویو محصلینو لخوا د میلمنو لپاره چې پکې ممنون مقصودي، بابرزی، حسام، یون صیب، زرین انځور ...................ډالۍ او ستاینلیکونه ورکول شول.

 د ستاینلیکنو له ورکولو وروسته د پښتو څانګې د استادانو لخوا په خپلو فارغو محصلینو بریلیکونه وویشل شول چې د ویشنې دا مراسم په تودو ولولو او چکچکو بدرګه شول.د بریلیکونو وروسته د ډوډۍ خوړلو مراسم پیل شول او وروسته تر ډوډی د یار د موسسې د رییس لخوا د پښتو څانګې د استادانو لپاره د جوړو شویو ډالیو ویشنه پيل شول او غونډ‌ه هم د ډالیو په دې ویشنه پای ته ورسیده.