د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په دولتي خپرونو کې څومره د پښتو ژبې حق خوندي دی

محمدالله ارین احمدزی 12.11.2010 15:41

په هیواد کې ګڼ شمیر دولتي او نادولتي خپرونې نشرات لري چې د نا دولتي او مستقلو هغو په پرتله دولتي ډيرې د پام وړ دي. ځکه چې دولت او دولتي خپرونې باید تر ډيره ملي یوالي او د هیواد هرې ژبې او په تیره بیا پښتو او دري ژبې ته ډير پام وکړي او په خپلو خپرونو کې ډير انډول وساتي. زه له ډيرې مودې را هیسي دولتي او نا دولتي خپرونې اړوم را اړوم او ګورم یې خو د سترې محکمې څو پرلپسې خپرونې راته ډيرې ځکه د پام وړ وې چې دوی یوازنی ارګان دی چې باید حق او حقدار ته د نورو هغو څخه ډير ژمن وي خو داسې پکې نه کیږي. د دې لپاره چې زما شوې ادعا هسې بيځایه تور لګول نه وي په
مستنده توګه د قضا په نوم د سترې محکمې د میاشتنۍ خپرونې چې د روان ۱۳۹۸ لمریز کال د تلې د میاشتې بیخي نوې خپرونه ده په دې خپرونه کې د چاپ شویو لیکنو لړلیک کټ مټ را اخلم:
د پوښتۍ وروسته لومړۍ پاڼه
قضا
د سترې محکمې نشراتي ارګان
د امتیاز خاوند: ستره محکمه
خپرونکي: د خپرونو ریاست
د لیکنې هیئت :
۱-
۲-
۳-
مسول مدیر:
پته:
دوهمه پاڼه لړلیک:
از متحدالمالهايي ستره محکمه
اساسنامه مجتمع قضاوت زن در جمهوري اسلامي افغانستان.
جزايي جریمه قتل در شریعت اسلامی.
اقاع یا اراده انفرادي.
د جرمونو او مجازاتو د قانونیت اصل.
احکام طلاق در فقه اسلامي.
مشروعیت مبتني بر قانون اسلامي.
حدود حجاب از نظر اسلام.
نظام قضا در شریعت اسلامي.
اصول روابط انساني در اسلام.
فهرست مکمل مقرره هایی در جریده رسمي.
ضایعه قضايي.
دلته که چیرې ځير شو او په دې ګڼه کې وکتل شي یوازې د پوښتۍ پر مخ باندې د مجلې لنډه پيژندنه په پښتو شوې ده، او په لړلیک کې هم یوازې یوه لیکنه چې د ښاغلي حضرت ګل حسامي لیکنه ده په پښتو ده چې پښتو لیکدود یې هم بیخي له سره د پښتو له اصولو سره سم نه دی، ځکه چې د پښتو یا ګانې بیخي پکې مراعت شوي نه دي، زه یې د لیکوال ګناه ځکه نه بولم چې کیدی شي لیکوال په پښتو یاګانو کې پوهه ونه لري او یا یې هم ورته پام شوی نه وي چې زه یې بیا هم د لیکوال د لیکنې کټ مټ متن را اخلم( لکه څرنګه چی د دی څیړنی په ډيرو کی مو اشاره وکړه د جرایمو او مجازاتو د قانونیت د اصل له اجزا
وو څخه دا دی چی یوازی په هغه صورت کی کولای شویو چال چلند جرم وبولو..........................) دلته لوستونکي دې و وايي یاده شوې لیکنه څومره نګه او د پښتو له اصولو سره سمه ده او یاګانې پکې څومره مراعت شوي دي.نور زه نه غواړم د ښاغلي حسامي په لیکنه کره کتنه وکړم او راځم په دې خپرونه کې نورو لیکنو ته چې ټولې په دري ژبه شوې دي اونور پکې د پښتو څرک نه لګیږي. نو دلته راته هغه پښتو لنډۍ را یاده شوه چې وايي:
دفتري کار ټول په دري دی
خواره پښتو یم تش جګړو ته مې ساتینه
که چیرې واقعیت ته ځیر شو د افغانستان ولسمشر حامد کرزی تل د ملي یو والي او د افغانستان هر قوم ته په یوه سترګه د کتلو دعوې کوي خو له ده را وروسته بیا دا پروسه ټوله هسې تشې خبرې دي چې ویل شته او عمل نه. په هیواد کې د هیواد د ملي ګټو د ساتنې لپاره درې قوې شتون لري چې له اجراییه، مقننه او قضایه قوې څخه عبارت دي. چې د افغانستان ستره محکمه بیا د قضایه قوې په سر کې ځای لري خو دوی هم په عمل کې ملي ژبه ملي یوالی نه دی ثابت کړی چې د میاشتنې خپرونې څخه یې ښه څرک لګیدی شي. په افغانستان کې په هره رسنی چې ملي یو والي ته ژمنې نه وي خلک اعتراض کوي دا چې اعتراض
یې ځای نیسی کنه خلک پکې مسول نه دي خو د دولت په برخه کې خلک ځکه داسې په نره خپل غږ جګوي چې حکومت او دولت د خلکو له یوې مجموعې څخه جوړ یو شی دی او پرته له خلکو څخه حکومت منځ ته نشي راتلی، او کله چې حکومت منځ ته راځي نو په یوه جغرافیه کې د شته قومونو ملي، مادي، ټولنیزې او فرهنګي ځانګړتیاوې او ګټې باید ټولې په پام کې ونیسي او ټول اولس ته په یوه سترګه وکتل شي، داسې نه وي چې دا ښه ده دا بده دا په ویلو ارزي دا نه ارزي، ځکه دولت د همدې قومونو له جوړښت څخه منځ ته راغلی دی. د دولت ټولې خپرونې دې ولې په یوه ژبه وي، په لومړي سرکې د افغانستان ملي ژبه
یوازې پښتو وه خو وروسته د ښاغلي حامد کرزي له راتګ سره سم دري هم پکې شامله شوه چې دري دې هم ملي ژبه وي د پښتو د اکثریت لپاره یې د ملي سرود ویل یو امتیاز وګاڼه، خو داسې کله په قانون او یا د ولسمشر لخوا ویل شوي دي چې ټولې دولتي خپرونې دې یا په دري وي او یا د سوچې په پښتو وي.ویل شوي دي چې ملي یو والی باید په هرڅه کې په پام کې ونیول شي، ولسمشر تر ډيره سیاسي جوړښتنونه هم د ملي یو والي لپاره کوي او هرې سیمې، ژبې ته پکې حق ورکوي، ایا نور دولتي اراکین په دې برخه کې مسولیت نه لري؟ چې دوی هم دې ملي یو والي ته پام وکړي؟ د دولت په چوکاټ کې شته ټول وزارتونه
خپل ډيری نشرات په دري ژبه کوي زه د تعصب له مخې دا خبره نه کوم چې ولې په دري دي خو د دې لپاره دا خبره کوم چې دولتي نشرات او خپرونې د افغانستان د ټولو قومونو دي او باید ژبنی انډول پکې تر خپله حده وساتل شي، او هرې ژبې ته دې خپل انډول پکې ورکول شي. دلته کیدی شي ډيری خلک اعتراض وکړي چې د پلانی ژبې لیکنې نشته دي او یا بله کومه بهانه هرڅوک دا بهانه کولای شي خوحکومت ځکه د دې ویلو خولو نه شي پرانیستلی چې باید د ملي یو والي په خاطر له بهر څخه هم حکومت پلوه لیکنې را واخلي او د خپلې خپرونې انډول پرې وساتي. د دې لپاره چې په یوه خپرونه د ملت له بودجې پیسې
لګول کیږي هغه چاپيږي ولې د معیار پر ځای نا معیاره شي، ولې د ملي یو والي پر ځای نفاق ځواکمن کړي.د دې لپاره چې خبرې ډيرې رانه اوږدې نه شي د همدې ارګان د یوې بلې خپرونې بیلګه هم را اخلم چې دا بیا د اداري فساد په وړاندې د مبارزې په برخه کې د دوی فعالیتونو ته ځانګړې شوې ده د دې خپرونې نوم دی( د قضائیه ځواک خاصه خپرونه) دا هم ډيره مخکېنۍ نه ده دا هم د روان کال د تلې د میاشتې خپرونه ده د دې لړلیک هم په دې ډول دی:
پيام جلالتماب قاضي القضات و سرپرست ستره محکمه ج- ا- ا.......
پيشګفتار...............
مروری بر مهمترین فعالیتهايي قوه قضائیه طی چهارسال ګذشته.......
ایجاد اصلاحات در قوه قضائیه..........
تحلیل و بررسي عوامل فساد اداري.........
فشرده فعالیت هایی اداره کنترول و مراقبت ستره محکمه در رابطه با مبارزه با ارشتا و فساد اداري.....
تطبیق اصلاحات در قوه قضائیه........
درباره مخازن اسناد شرعي..........
تامین هماهنګي میان ارګان هايي عدلي وقضايي.......
فشرده فعالیت هایی محکمه ابتدايي جرایم ناشي از فساد اداري........
مرور بر اجمال فعالیت هایی محکمه استناف جرایم ناشي از فساد اداري.....
راپور فعالیت هايي محکمه ابدائیه مبارزه علیه جرایم ومخدر.......
راپور اجرات قضايي سال ۱۳۸۹ محکمه استناف مبارزه علیه جرایم و مواد مخدر....
تر دې لاندې بیا د پښتو لیکنې ملا داسې ماته شوې:
د لیکوال هیئات تر څارنی لاندی.
پته: د ستری محکمی د خپرونو ریاست.
چې دلته بیا هم پښتو لیکدو بیخي له سره غلط او یاګانې بیخي نه دي مراعت شوي په داسې حال کې چې یو عادي اخبار دې ټکي ته ډيره پاملرنه کوي خو دولتي نشرات بیا په دې کچه دي.دلته که چیرې په ځير وکتل شي بیا هم ټول په دري ژبه او یوازې ګوډ او مات ادرس په پښتو لیکل شوی دی چې دا هم له پښتو ژبې او لیکدود سره یو لوی خیانت دی. چې لیکوال او کتنپلاوې ډله یې کوي. زه په لومړي سرکې له ښاغلي ولسمشر او بیا د هرې دولتي ادارې په راس کې له لوړپوړو چارواکو څخه غوښتنه کوم چې دې ټکي ته پام وکړي او د پښتو ژبې انډول په ټولو دولتي خپرونو کې په پام کې ونیسي ځکه د دوی خبرې، رپوټونه او نور معلومات نه یوازې په یو قوم یوې ژبې پورې اړوندي بلکه ټول قومونه په تیره بیا پښتانه چې د وخت ښکیلاکونو تل له دولت او خپرونو څخه لرې ساتلي دي دې معلوماتوته تر نورو ډيره اړتیا لري.