د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

عبدالمجید بابی د مرګ لایق نه و

محمدالله ارین احمدزی 25.02.2010 11:48

جګړه داسې یو نوم دی چې هرڅوک نن صبا ترې کرکه کوي ځکه چې د دې په پيل سره د ژوند ډيرې برخې پای ته رسیږي،که چیرې ځير شو د نړۍ په ډيرو هیوادونو کې چې جګړي شوې دي او یا کیږي نو دوی په ډيرو ځایونو کې ډير څه له لاسه ورکړي دي.چې د جګړې له امله زمونږ ګران هیواد هم داده په کنډواله بدل شوی او لا د دې خاورې دښمنان هڅه کوي چې ګران افغانستان نور هم په دې لمبو کې لو لپه کړي.ډيرې څيرې او د دې هیواد ریښتوني او پالونکي بچیان د شومو اهدافو تر بریدونو لاندې راغلل او ډيرې یې داده اوس هم تر بریدونو لاندې دي خو دوی د خپلې وینې په بیه دتل هیواد او هیواد وال پالي.

ډير وړاندې یو ځل د کندهار ولایت ته تللی ووم تر څو په دې ولایت کې د ځينو فرهنګیانو او فرهنګپالو سره وګورم ځينې کسان مې پيژندل وروسته تر دې چې د کندهار ولایت ته لاړم نو مې د یو ملګري سره اړیکې ونیولې ملګري مې د ټلیفون په لیکله یې را ته وویل چې ته چیرته یې؟ ما هم ورته وویل چې په ښار کې د خلقې شریفې مخې ته یم نو مې ملګري راته وویل چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته راشي هو کې همداسې مې وکړل او د ریاست په خوا ور وخوځيدم د کندهار د اطلاعاتو ریاست ته لاړم او ملګری مې د ریاست په مخکې ولاړ وو د خپل ملګري سره مې روغبړ وکړ او ده راته وویل چې راځه د ښاغلي بابي سره دې هم اشنا کړم د بابي نوم مې ډير په خوا اوریدلی وو او د بابي څيره مې ډيره وړاندې په خپل ذهن کې جوړه کړې وه خدای شته د ریاست دفتر ته ور دننه شو او ښاغلی بابی مې ولید د لرې څخه مې پرې نارې کړې (ما په اسمان غوښتې خدای په ځمکه راکړې).

خدای بخښلی بابی هم له خندا ډکه خولو را ولاړ شو او بې د دې څخه چې وو مې پيژنې ټينګ په غیږ کې ونیولم اوښه شیبه یې راسره جوړ په خیر وکړ کیناستو او ملګري مې ورته معرفي کړم ډير خوښ شو او د ده سره مې ډيرې کیسې وکړې ځکه دی د دې ترڅنګ چې یو رییس وو خو څيره یې ډيره مینه ناکه او سپيڅلې وه او هرچاچې لیدلی وو نو یې زړه غوښتل ډير څه ور سره وايي. خو د ده ډير ارمانونه او ډيرې هیلې د خاورو سره وخاورې شوې ځکه چې د هیواد د سولې او فرهنګ دښمن دی هم د نورو هغو په څير پرینښود او د خپلو شومو اهدافو لپاره یې په دې فرهنګي څيره او وتلي شخصیت برید وکړ او دی یې شهید کړ.ځکه چې د دې خاورې دښمنان چې تل د بهرنیو په قومنده غواړي په یوه او بل نوم د دې خاورې اصیل بچیان له منځه یوسي.خو زه اوس تل وایم چې خدایه کاشکې مې ښاغلی بابی نه وی لیدلی ځکه چې اوس به دومره ډير غمجن نه ووم.ښاغلی بابی د مرګ او مرګي لایق نه وو.ځکه هغه د مرګي وړ دي چې د دې هیواد پلورل او دړې وړې کول غواړي نه هغه کسان چې د دې هیواد پالل او رغول غواړي.